ټول هغه مالونه چې د بيع او تجارت په نيت اخيستل شوي وي تجارتي مالونه بلل کيږي او زکات ورباندې فرض دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ][1]

ژباړه: ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو د هغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسې ګټلي .

د مال د کټلو يوه ستره وسيله سوداګري او تجارت دی .

عَنْ سَمُرَةَ بْنِ جُنْدُبٍ قَالَ : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ [2].

ژباړه : د حضرت سمره بن جندب رضی الله عنه نه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم کولو چې مونږ به د هر هغه شي نه زکات وباسو کوم چې د بيع يعنې سوداګرۍ او تجارت د پاره اخستي وي .

هغه شيان چې د بيع او تجارت لپاره وي لکه :

  • دوکانونه ، مغازې ، درملتون او نور .
  • د بيع او تجارت لپاره اخيستل شوې ځمکې ، کورونه او مارکيټونه .
  • هغه شرکتونه چې ساختماني مواد ، سامان آلات او نور شيان خرڅوي .
  • موټر فروشۍ او نور ټول هغه شيان چې د تجارت لپاره وي .
  • د بيع لپاره حيوانات او نور .

په تجارتي اموالو کې په لاندې شرطونو زکات فرض دی :

اول- دا چې نيت يې بيع او تجارت وي .

دوهم – نصاب ته ورسيږي .

دريم – کال ورباندې تير شي .

مګر هغه ځايونه چې اصلاً د بیع لپاره نه وي مګر د ګتې او کار لپاره استعماليږي لکه : فابريکه ، د چرکانو فارم ، د کرايې کورنونه او مارکيټونه د هغه په ځمکه او سامان زکات نشته بلکي په حاصلاتو يې زکات فرض دی .

د تجارتي مالونو نصاب :

د تجارتي مالونو د زکات نصاب هم د نغدو پيسو په څير د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاب اقل (لږ) دی کوم چې بيان يې مخکې تير شو .

او تجارتي مالونو د زکات اندازه څلويښتمه برخه يا ۲،۵٪ ده .

د زکات د ادا کولو طريقه :

د دوکان ، درملتون او نورو  د مالونو د حساب غوره طريقه دا ده چې کله د کال په آخر کې د زکات نيټه را ورسيږي مثلاً د روژې مياشت نو په دوکان کې به ټول مالونه د ورځنې نرخ له مخې حساب کړي ، د اخيستلو نرخ به په نظر نه نيسي بلکي د حساب د وخت موجوده نرخ به په نظر کې نیسي او ګټه او هغه پورونه چې د ادا کولو وړ وي ورسره جمع کړي او دا به هم په نظر کې نه نيسي چې په کوم مال کال پوره شوی او په کوم نه دی پوره شوی ، هر څومره پانګه چې شوه د هغه څلويښتمه برخه په زکات کې ورکول کيږي .

و من کان له نصاب فاستفادنی اثناء الحول من جنسه ضمه اليه و زکاة به [3].

أفضل طريقةٍ تبرأ بها الذمة لإخراج زكاة الراتب، أن يحدد يومًا في السنة، وليكن هذا اليوم في رمضان، فإذا جاء شهر رمضان، ينظر ما لديه في حسابه، فإن بلغ النصاب، فإنه يزكيه ، ويخرج المال[4] .

مثال : يوه  تجار  خپل  تجارتي اموال حساب کړل چې د ورځې په نرخ سره (350000) افغانۍ او (35000) افغانۍ يې ګټه کړې او (15000) د ادا وړ پورونه لري ټوله پاڼګه يې (400000) لکه افغانۍ کيږي

10000=40/400000

پس لس زره افغانۍ به د زکات پر مستحقينو وويشي .

آیا په زکات کې مالونه ورکړ شي او که د هغه قیمت ؟

په زکات کې د عين مال ورکول او يا د قيمت ورکول دواړه جايز دي .

او يا د ضروري شيانو لکه : اوړه ، ورجې او غوړ اخيستل او مستحق ته ورکول جايز دي ، لکن ښه خبره دا ده چې هغه ته نغدې پسې ورکړ شي تر څو خپله اولیه ضروريات ورباندې حل کړي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

يخير التاجر بين العين أو القيمة، فللمالك الخيار عند حولان الحول بين الإخراج من قيمة

التجارة، فيخرج ربع عشر القيمة، وبين الإخراج من عينها، فيخرج ربع عشر العين التجارية (فقه الاسلامي وادلته ، البدائع ۲/۲۱ ) .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره البقره :۲۶۷ .

[2] – رواه ابؤداود :۱۵۶۲ .

[3] – شرح البدايه : ۱/۷۵ .

[4] – فقه الزکاة الاکاديمية الاسلامية / دوکتور راشد بن عثمان .

Print Friendly, PDF & Email