د قریشو نماینده د رسول الله صلي الله علیه وسلم په وړاندې

د اسلام د دغې دوه قهرمانانو هر یو حمزه او عمر رضي الله عنهما له اسلام را وړلو وروسته تورې وریځې مخ په ټولیدو او مشرکان له هغې نشې څخه چې د مسلمانانو ربړولو او زورولو ته یې هڅول را ویښ او ملا یې وتړله چې له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره په هر شان چې کیږي روغه جوړه وکړي او په دې ترتیب چې د نبي صلي الله علیه وسلم ټولې ممکنې هیلې پوره تر څو اسلام ته له بلنې لاس واخلي ، خو دا مسکینان په دې خبر نه وو چې د ځمکې د سر ټول شته د نبي صلي الله علیه وسلم د دعوت په مقابل کې د کوچنۍ غوماشې د وزر په اندازه هم ارزښت نه لري نو ځکه په خپلو هلو ځلو کې ناکام او تاواني شول.ابن اسحق وایې ماته یزید بن زیاد له محمد بن کعب القرظي څخه نقل کړي دي هغه وایې ماته وویل شول چې د قوم مشر عتبه د قریشو په غونډه کې یوه ورځ هغه وخت چې نبي صلي الله علیه وسلم په جومات کې یوازې ناست وه وویل: اي قریشو ستاسې خوښه ده چې زه محمد ته ورشم خبرې ورسره وکړم او ځینې وړاندیزونه ورته وکړم کیدای شی ویې منی او ور یې کړو تر څو له مونږ لاس واخلي؟

دا هغه وخت وو چې حمزه اسلام راوړي وو او مشرکینو لیدل چې د نبي صلي الله علیه وسلم ملګري ورځ په ورځ زیاتیږي او ډله یې غټیږي، هغوي ځواب ورکړ هو زمونږ خوښه ده خبرې ورسره وکړه ، عتبه پورته شو او د نبي صلي الله علیه وسلم په اړخ کې کیناست او ویې ویل: ای وراره تاته معلومه ده چې ته په مونږ کې د لوړ او اوچت نسب خاوند او دغوره کورنۍ غړي یې خو تا اوس خپل قوم ته داسې نوي خبره راوړې ده چې ټول دې پرې جلا جلا کړي عقلونه یې کم ګڼې خدایان او دین یې باطل ګڼې ،پلرونه ته یې کافر وایې زما څه وړانیزونه واوره کیداي شي خوښ دې شي.

رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل:ابوالولیده  وایه غوږ مې دی ابوالولید وویل: اي وراره که له دې کار دې هدف مال تر لاسه کول وي مونږ به ډیر مال درته جمع کړو،که مشري غواړې مشر به د کړو او یواځې ستا خبره به منو که پاچاهي غواړې پاچا به دې وټاکو او که کوم پیري اثر در باندې کړي وي علاج به دې وکړو او داسې نورې خبرې یې هم وکړې ،نبي صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل خبرې د خلاصې شوې؟

ابوالولید وویل: هو رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل اوس ماته غوږ شه.

نبي صلي الله علیه وسلم و فرمایل :

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم : (حم 1 تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 2 كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 3 بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ 4 وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ) سورت فصلت

ژباړه: حم قرانکریم د مهربان او بښونکی الله له لوري نازل شوي دي داسې کتاب دي چې ایتونه یې ښه بشپړ ښوول شوي دي ،قرآنکریم په عربي ژبه پوه قوم ته راغلي دي زیري ورکونکي او ډاروونکي دي زیاتو ترې مخ واړاوو او غوږ ورته نه ږدي او وایې چې زمونږ زړونه له هغه څه په پرده کې دي چې ته ورته مونږ بولې.

نبي صلي الله علیه وسلم تلاوت ته دوام ورکړ سجدې ایت ته چې ورسید سجده یې وکړه بیا یې عتبه ته وویل اوس تا هغه څه واوریدل چې باید اوریدلي دې وي اوس ته پوه شه چې د دې ایتونو په هکله څه موقف نیسې؟

عتبه د خپلو ملګرو په لور ولاړ ملګرو یې وویل سوګند په الله ابوالولید په هغه مخ نه دي راغلي کوم چې تللی وو .

له ناستې وروسته یې ترې پوښتنه وکړه ابوالولیده څه دې راوړه؟ ابوالولید وویل: له محمد څخه مې داسې خبرې واوریدې چې تر اوسه مې نه وې اوریدلې سوګند په الله چې نه شعر دي نه کوډې او نه جادو اي قریشو ! زما خبره ومنۍ دا سړي او خپل کار یې پریږدي په الله قسم کومې خبرې چې ما له ده واوریدې هغه څه وړې خبرې نه دي.

دا سړي پریږدي که نور عرب پرې زورور شول تاسې به یې هم له غمه خلاص شوي واست او که دي په عربو زورور شو نو د ده پاچاهي ستاسې پاچاهي او د ده عزت ستاسې عزت دي.

دوي ورته وویل: سوګند په الله چې ته يې په خبرو غولولي یې ابوالولید وویل دا زما مشوره ده نور ستاسې خوښه.

په بل روایت کې راځي چې عتبه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته غوږ نیولې وو تر څو دې ایت شریف ته ورسیده: (فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ 13 فصلت

ژباړه: که مخ یې واړاوو نو ورته ووایه چې : زه تاسې د عادیانو او ثمودیانو په شان له تندر څخه ډاروم.

عتبه وارخطا او لړزیدلي پورته او د رسول الله صلي الله علیه وسلم په خوله یې لاس کیښود او چیغه یې کړه چې د الله او خپلوۍ خاطر وکړه ! دا کار یې له دې ډاره وکړه هسې نه چې د الله عذاب همدا اوس را ورسیږي بیا قوم ته ولاړ او هغه خبره یې ورته وکړه چې وړاندې ولیکل شوه

آن لاين اسلامې لارښود – سيرت نبی صلی الله عليه وسلم

Print Friendly, PDF & Email