اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

زمونږ امام تيره ورځ په خپل وعظ کې وويل هر چا چې د عاشورا په ورځ په خپل اهل عيال روزي پراخه کړه يعنې ښه ښه خوراکونه يي ورته برابر کړل نو الله جل جلاله به د ده او ده د کور روزي د ټول کال د پاره همداسې پراخه وګرځوي .

دا خبره زما زړه و نه منله ځکه چې ما ارويدلي دي چې په دې ورځ روژه نيول زيات اجر لري او نور څه کوم اصل نه لري ، په دې به ما ته په مسندو دلائلو جواب راکوئ

ډاکتر خان محمد – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا حديث موضوع له ځانه جوړ شوی دی او هغه په درواغو جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته منسوب شوی چي :

{ أَنَّهُ مَنْ وَسَّعَ عَلَى أَهْلِهِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَسَّعَ اللَّهُ عَلَيْهِ سَائِرَ السَّنَةِ } . (موضوعات ابن الجوزي – الصفحة أو الرقم: 2/568 – موضوع او مکذوب مجموع فتاوی ابن تيميه  25/300 ، المجروحين ابن حبان 2/446 ، لسان المیزان ابن حجر 6/338) .

يعنې چا چې د عاشورا په ورځ پر خپل اهل عيال د رزق پراخي وکړه الله جل جلا له  به هغه ته د ټول کال د رزق پراخي ورکړي .

همدارنګه په دې ورځ نور بدعات او موضوع روايت هم شته چې وايي : چا چې د عاشورا په ورځ خپلې سترګي په رنجو تورې کړي هغه به هيچکله ړوند نه شي ، په دې ورځ غسل کول غوره ګڼل ، د خوشحالی اظهارول ، د شولې پخول ، خيراتونه کول او داسې نور نه رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه له صحابو نه تابعينو نه امامانو نه صحيح او نه هم ضعيف کوم روايت شته بلکي دا روايات ځنو متاخرينو کړی چې د ځانه احاديث جوړ کړی دی او ددې ډول خبرو په سنتو کې هيڅ اصل نشته .

په دې اړه  شيخ الاسلام ابن تيمية ليکلي :

ما حكم ما يفعله الناس في يوم عاشوراء من الكحل ، والاغتسال ، والحناء والمصافحة ، وطبخ الحبوب وإظهار السرور ، وغير ذلك … هل ورد في ذلك عن النبي صلى الله عليه وسلم حديث صحيح ؟ أم لا ؟ وإذا لم يرد حديث صحيح في شيء من ذلك فهل يكون فعل ذلك بدعة أم لا ؟ وما تفعله الطائفة الأخرى من المآتم والحزن والعطش ، وغير ذلك من الندب والنياحة ، وشق الجيوب ، هل لذلك أصل ؟ أم لا ؟

الحمد لله

سُئِلَ شَيْخُ الإِسْلامِ هذا السؤال فأجاب بقوله : الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ . لَمْ يَرِدْ فِي شَيْءٍ مِنْ ذَلِكَ حَدِيثٌ صَحِيحٌ  عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم وَلا عَنْ أَصْحَابِهِ , وَلا اسْتَحَبَّ ذَلِكَ أَحَدٌ مِنْ أَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ لا الأَئِمَّةِ الأَرْبَعَةِ , وَلا غَيْرِهِمْ . وَلا رَوَى أَهْلُ الْكُتُبِ الْمُعْتَمَدَةِ فِي ذَلِكَ شَيْئًا , لا عَنْ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم وَلا الصَّحَابَةِ , وَلا التَّابِعِينَ , لا صَحِيحًا وَلا ضَعِيفًا , لا فِي كُتُبِ الصَّحِيحِ , وَلا فِي السُّنَنِ , وَلا الْمَسَانِيدِ , وَلا يُعْرَفُ شَيْءٌ مِنْ هَذِهِ الأَحَادِيثِ عَلَى عَهْدِ الْقُرُونِ الْفَاضِلَةِ . وَلَكِنْ رَوَى بَعْضُ الْمُتَأَخِّرِينَ فِي ذَلِكَ أَحَادِيثَ مِثْلَ مَا رَوَوْا أَنَّ مَنْ اكْتَحَلَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ لَمْ يَرْمَدْ مِنْ ذَلِكَ الْعَامِ , وَمَنْ اغْتَسَلَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ لَمْ يَمْرَضْ ذَلِكَ الْعَامِ , وَأَمْثَالِ ذَلِكَ . وَرَوَوْا فَضَائِلَ فِي صَلاةِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ , وَرَوَوْا أَنَّ فِي يَوْمِ عَاشُورَاءَ تَوْبَةَ آدَمَ , وَاسْتِوَاءَ السَّفِينَةِ عَلَى الْجُودِيِّ , وَرَدَّ يُوسُفَ عَلَى يَعْقُوبَ , وَإِنْجَاءَ إبْرَاهِيمَ مِنْ النَّارِ , وَفِدَاءَ الذَّبِيحِ بِالْكَبْشِ وَنَحْوَ ذَلِكَ . وَرَوَوْا فِي حَدِيثٍ مَوْضُوعٍ مَكْذُوبٍ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم : { أَنَّهُ مَنْ وَسَّعَ عَلَى أَهْلِهِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَسَّعَ اللَّهُ عَلَيْهِ سَائِرَ السَّنَةِ } .

نقل في موقع الاسلام سوال جواب

آن لاين اسلامې لارښود ( دفاع عن السنه چانګه )

Print Friendly, PDF & Email