یو انچ يا 2.5 سانتي قطر پايپ واله واترپمپ په هغه صورت کې چې بريښنا کمزورې وي او د اوبو سرعت کم وي په يوه ساعت کې تقريباً 1400 ليټره اوبه پورته کولای شي چې احتياطاً 1000 ليټره يا یو مترمکعب په نظر کې نيسو .

د چاه د خالي کولو د پاره به په چاه کې موجودې اوبه حساب شي او وروسته به د هغه د خالې کولو وخت وټاکل شي .

مثال : په برمه باندې وهل شوې چاه چې قطر يې 20 سانتي او د چاه ژوروالی 45 متره او په چاه کې موجودي اوبه 32 متر دي نموړې چاه ته که 1 انچ واټرپمپ چالان شي په څومره وخت کې به خالی کړ شي .

حل : په چاه کې د ولاړو ابو اندازه مساوي کيږي په : فورمول

V=h( (πd^2)/4):

V : د اوبو حجم په متر مکعب يا ليټر سره

d :د چاه قطر

h :په چاه کې د اوبو ارتفاع

V=h((πd^2)/4)=32((3.14(〖0.2)〗^2)/4)=1m^3=1000 Liters

يعنې نومړی چاه به په 1 ساعت خالي شي .

همدارنګه که په لاس وهل شوي چاه وي چې قطر يي 1 متر او د ابو ارتفاع 15 متر وي په څومره وخت کې خالي شي ؟

حل:

V=h((πd^2)/4)=15((3.14(〖1)〗^2)/4)=11.77m^3=11770 Liters

  11770/1000=11.77hr

يعنې نومړی چاه به په 11 ساعت 46 دقيقو کې خالی کړي .

که په مسلسل ډول د ابو کښل امکان نه لري په وقفه ډول هم جايز دي لکه چې شامې ليکي چې پرله پسې والی شرط نه دی :

علی انه لا يشرط التوالي و هو المختار الخ ( درالمختار ج ۱ ص ۱۲۶ ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email