په اسلام کې د جومات ودانولو اهميت

په اسلام کې د جومات آبادول د دين د قيام او بقا بنسټ کڼل کيږي

( په بهرنيو هيوادونو کې ميشتو افغانانو ته پيغام )

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

لکه څنګه چې د انسان د ژوند د بقاء د پاره کور مهم دي تر څو انسان د سختې يخنۍ يا سختې ګرمۍ او نور طبعي آفاتو څخه وساتل شي او همدارنګه د هغه د لمر ، سيورې او نورو آسانتياوو څخه  استفاده وکړي همداسې جومات هم د دين د بقاء او قيام د پاره مهم دي جومات د ځمکې پر مخ د دين د نصرت او قيام د پاره اولينه نښه او ځای دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې کله قبا ته ورسيد هغه سيمه چې له مدينې څخه دری ميله لرې ده او هلته ته ېې د قبلې د مشر شيخ عمر بن عوف په کور کې تشريف و فرمايلو . دوشنبه ، سه شنبه ، چهار شنبه او پنځشنبه په قبا کې پاتې شو او هلته يې اولين کار د جومات جوړول وو چې خپله يې د هغه بنسټ کيښودو او خپله يې د هغه په جوړولو کې برخه واخسته چې دا جومات د اسلام په تاريخ کې لومړی جومات بلل کيږي . او همدارنګه مدينې منورې ته کله د هجرت په نيت ورسيدل  د هغوی صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو اولين فعاليت د نبوي جومات جوړول وو .

چې د مسجد نبوي جومات هم د عبادت ځای وه هم مدرسه وه او دارالشوری ( د مشورې ځای ) وه .

د جوماتو د جوړولو او بناء فضيلت :

د جومات جوړولو په باره کې په قرآنکريم او سنتو کې ډير فضائل راغلی دي چې يوه برخه يې په لاندې ډول ده .

 قال الله تبارک وتعالی : إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ. [التوبة:18]

ژباړه : يقيناً د الله جل جلا له  جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله جل جلا له  او آخرت ايمان ولري لمونځ کوي زکات ورکوي او له الله جل جلا له  پرته ( له بل چا څخه ) نه وويريږي نو هيله ده چې غسې کسان د سمې لارې موندونکي وي .

همدارنګه د جومات جوړول ، ترميمول هغه که په لږ مبع وي يا ډير صدقه جاريه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

 إِنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ، وَمُصْحَفًا وَرَّثَهُ، أَوْ مَسْجِدًا بَنَاهُ، أَوْ بَيْتًا لِابْنِ السَّبِيلِ بَنَاهُ، أَوْ نَهْرًا أَجْرَاهُ، أَوْ صَدَقَةً أَخْرَجَهَا مِنْ مَالِهِ فِي صِحَّتِهِ وَحَيَاتِهِ يَلْحَقُهُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ (رواه ابن ماجه و حسنه الألباني ).

هغه اعمال او نېکۍ چې د هغه ثواب د مرګ وروسته مؤمن ته رسيږي دا دي : علم نافع ، صالح اولاد ، د قرآنکريم مصحف ، د جومات جوړول ، د مسافر د پاره د استوګنې ځای ، وياله يا کوهي جوړول ، او هغه صدقه چې د روغتيا او ژوند په وخت کې يې ادا کړې وي د هغې به هم د مرګ نه وروسته اجر او ثواب مومي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

( مَنْ بَنَى مَسْجِدًا بَنَى اللَّهُ لَهُ مِثْلَهُ فِي الْجَنَّةِ ) رواه البخاري (450) ومسلم (533). چا چې د الله جل جلا له جومات جوړ کړ الله جل جلا له  د ده د پاره په جنت کې ځای جوړ کړي .

په اسلام کې د جومات هدف او مقصد :

جومات د اسلام هغه ستره نښه او شعار دی چې ددې ځای څخه خلکو ته د يوه الله جل جلا له  د عبادت ناره او بلنه ورکول کيږي ، جومات د يو الله جل جلا له  د عبادت ځای او بس .

په جومات کې تربګنت ، قوم پرستي ، سمت پرستي ، شرک ، بدعات او نور هيڅ ځای نه لري دلته به ټول خلک د يو الله اکبر په قومانده روان وي

يعنې جومات د مسلمانان د اتحاد او اتفاق بنسټ بلل کيږي .

قوله تعالی : وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا ( الجن ۱۷ )

ژباړه : او رښتيا چې جوماتونه د الله جل جلا له  دي نو له الله جل جلا له  سره بل هيڅ څوک مه بولئ .

جوماتونه د هيچا شخصي ملک نشي کيدای او نه څوک کوم مسلمان له هغه څخه منع کولای شي .

قوله تعالی : وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُوْلَـئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلاَّ خَآئِفِينَ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( البقره ۱۱۴ ) .

ژباړه : او له هغه چا څخه زيات ظالم څوک دی چې په جوماتونو کې د الله جل جلا له  د يادولو مخ نيسي او د جوماتونو په ورانولو کې زيار باسي دوی ددې حق نه درلود چې جوماتونو ته ننوځي خو د وېرې په حال کې ، په دنيا کې دوی ته رسوايي او په آخرت کې ستر عذاب دی .

جومات د هغه عبادت ځای دي چې  په اسلام کې د توحيد څخه وروسته دوهم رکن دی چې په قرآن او سنتو کې په لمانځه زيات ټنګار شوی دی دا دومره اهم عبادت دی چې په هيڅ حالت کې يې پريښودل جواز نه لري که سړی جوړ وي په ولاړه به لمونځ کوي که ناوروغ وي په ولاړه يي نشي ادا کولی په ناسته که په ناسته نشي کولا په اړخ به لمونځ ادا کوي .

جومات د داسې يو اهم عبادت کولو او هلته يوازې د عالم چښتن جل جلاله ته سجده ايښودل کيږي چې د المسجد کلمه خپله د سجدې کولو ځای ته وايي .

جومات يوه اسلامې مدرسه ده : مسلمانان د الله جل جلا له  ياد وعظ او تبليغ ته داسې ضرورت لري لکه کښت چې باران ته ضرورت لري ، په جومات کې خلکو ته اسلامې احکام بيانيږي او خلک د دين زده کړه تر سره کوي .

نو کله چې د ديني تعليم او خلکو ته د وعض او نصيحت سلسله روان وي د مسلمانانو ايمانونه تقويه کيږي او د نيکو کارونو د تر سره کولو کوښښ کوي او د ګناه د کارونو څخه ځان ساتي ( زړه يي په ايمان مطمئن کيږي ) .

او کله چې انسان د ديني تعليم او وعظ نه لري پاتي وي ، په هغه باندې شيطان حمله کوي او په غفلت کې غورځوي او همدارنګه د ټولنې او محيط د فتنو او محرماتو تر تأثير لاندې راځي نو بيا نه ګناه ، نه نيکي ده ته کوم ارښت نه لري بس فقط د اسلام يو نوم وي نور څه نه وي .

الله جل جلا له  فرمايي : الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ( الرعد ۲۸ )

ژباړه : هغه کسان چې ايمان يي راوړی دی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په ياد زړونه ډاډمن کيږي .

ذکر د الله جل جلا له  ياد ، لمونځ ، د قرآن تلاوت وعض او ديني بيان دی .

جومات ته د تللو فضيلت :

هغه کسان چې د يو الله جل جلا له  د عبادت د پاره جومات په تللو باندې عادت وي  په احاديثو کې ددې کسانو زيات فضيلت ذکر شوی دلته فقط د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  څو احاديث ذکر کوو ان شآء الله همدا کفايت کوي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :اذا رأيتم الرجل يتعاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی انما يعمر مساجدالله من امن با الله .. الايه (الترمذي  3093)

ژباړه : که چيرې تاسې څوک وليد چې جومات ته د تلو معتاد (عادت ) ولري (د لمانځه او خدمت لپاره ) نو تاسې د هغه د ايمانداری شاهدی ورکړئ . الله جل جلا له  فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري .

يعنې څوک چې په پنځه وخته جماعت کولو عادت وي يقيناً يو رښتنی مسلمان دی ، او د ده د مسلماني د نښو څخه دا ستره نښه ده .

بل حديث شريف کې راغلي : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندې وي چې په دې ورځ به بغير له دغه سيورې بل سيوری نه وي ددې اوو ډولو نه يو هغه ډله چې : وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ (بخاری او مسلم ) هغه کس چې زړه يې د جومات سره تړلی وي پنځه وخت لمونځ په جومات کې ادا کوي کله چې د يو لمانځه وخت تير شي د بل لمانځه د وخت په فکر کې وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من شهد العشاء فی الجماعة کان کقيام نصف ليلة و من صلی العشاء و الفجر فی جماعة کان کقيام ليلة ( جامع الترمذي 221 ) .

ژباړه : څوک چې د ماسختن په جماعت کې حاضر شي د نيمايي شپې د بيدارۍ ثواب ورکول کيږي او چا چې د ماسختن او سهار لمونځونه په جماعت سره ادا کړل د ده د پاره د ټولې شپې د قيام (ثواب ) دی .

او تر ټولو غوره دا چې د جماعت لمونځ د يوازې لمانځه څخه پنځه ويشت درجی غوره والی لري :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :صلاة الجماعة تفضل الفذ بخمس و عشرين درجه ( البخاري 646) .

د جماعت لمونځ په يوازې لمانځه باندې پنځه ويشت درجې غوره والی او فضيلت لري .

د جومات د آبادلو په باره بې حده زيات فضائل ذکر شوی دي د خپل وس مطابق مو دغه لنډ مطلب وليکلو

اخري خبره :

آن لاين اسلامې لارښود ته د اورپا ، امريکا او کاناډا څخه با احساسو مسلمانو افغانانو وروڼو د جومات جوړولو په باره کې مشورې راليږلې دي .

ددې کسانو په اقدام باندې دومره خوشحاله شوو چې د خوشحالۍ نه مو له ځانه سره په مړو مړو اوښکو استقبال کړ.

الله جل جلا له  دوی ته ددې نيک اقدام اجر ورکړي .

ځکه په داسې يوه محيط کې جومات ډير لوی اهميت لري يو خو دا چې جومات د اسلام د بقا بنست بلل کيږي کوم چې پورته مطلب مو په همدې نيت وليکلو او بل دا چې ان شآء الله دا جومات به د نورو باطلو اديانو واله خلکو د پاره د اسلامې دعوت وسيله و ګرځي ، نن عصر کې چې د اسلام دېوه په غرب کې بله ده او اسلام په تېزی سره د پرمختيا په حال کې دی همدا د مسلمانان ورتګ وو د نورو اسلامې هيوادونو څخه او د مسلمانان دعوت وو چې نن په غرب کې په ميليونو مسلمانان ميشت دي .

نورو افغانانو ته مو دا پيغام دی چې که په هر بهرني هيواد کې اوسيږئ جومات نه لرئ يا له جومات څخه زيات لرې وئ د جومات د ابادولو کوښښ وکړئ او په خپلو ژبو مو نوي او زاړه نسل ته اسلامې تربيه ورکړئ ځکه په دې لاره کې غفلت د دين د بربادۍ سبب ګرځي .

د خدای په آمان

آن لاين اسلامې لارښود

کابل افغانستان

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. حيات هجران

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    ډیر د وخت سره سم او ډیر غوره مطلب مو ليکلي. الله ج دی ستاسی په ګوتو برکت نور هم اضافه کړی.
    زه خو به خپله د سويډن په هکله درته ووايم چي په دی دری کلنه موده کې مو څومره نوی مسلمانان ليدلي دا مو په اويلو کې نه وه ليدلي او زه د دی علتونه همدا مسلمانان او همدا مسجدونه او اسلامی پاڼي بولم چې د دوی په هلو ځلو باندی کافران اسلام ته مايله کيږی او اسلام راوړي.

    سبحان الله دا څومره د خوشحالی خبره ده چې سويډنيان مسلمانان وروڼه د انټرنيټ د پاڼو د لاری او هم د ازاد تبليغ له لاری دعوت کوی.
    خو زه يو شی ډیر ضرور بولم هغه دا چې هغه وروڼه چې مسلمانان راکډه شوی دی او يواځی د مسلمان په نوم اکتفا کوی دوی د کافرانو لپاره د اسلام مخه خڼډوني کوی او هغوی شکی کيږی چې مسلمانان شی. هغوي چې غواړی ايمان راوړی نو هم د حقيقي مسلمانانو کړنو ته ګوری او بيا د تش په نوم مسلمانانو کړنو ته نو خود به شکی کيږی.

    الله ج ته ډیر اسانه کار دی چې دا ټول اروپايان او امريکايان اسلام ته را داخل کړی خو دلته په موږ مسلمانانو باندی امتحان کوی چې موږ د دعوت کار کوو او که نه او زما په اند مسلمان په داسی کفري ټولنو کې د اسلام د يو سمبول يا نښی په هيڅ پيژندل کيږی نو هغه مسلمان چې ځان یی د قران کريم او نبوی مرغلرو باندی سمبال او پوه کړی وی نو دا به د اسلام د يوی ښی نښی په توګه پيژندل کيږی الله ج او د هغه پيغمبر صلی الله عليه وسلم به تری راضي وی او هم به په ټولنه کې خلک تری خوښ وي نو داسي کس نه به ولی خلک نه متاثره کيږئ او اسلام به نه راؤړی؟

    په اسلامی مينه
    حيات هجران
    مالمو سویډن

    • جزاک الله خيراً
      واقعاً چې جومات د دين د نصرت او قيام د پاره مهم ارزشت لري په زړه پورې مطلب وو .
      ښاغلی هجران ستا څخه هم مننه
      الله جل جلاله خير کړي داسې نه وي چې ارپا او امريکا ټول مسلمان شي او زمونږ مسلمان کافر شي ځکه چې اوس ډير کسان کفر خيزه معلوميږي
      تيره ورځ مو وليدل چې امريکايانو د اډو د قرداد پروسه روانه وه دا چا و نه ويل چې دا لس کاله ولی بې ځای ويني وبهولی اوس دې زړه چې نور هم خپلې پيښې ټيګي کړی

  2. په قلم د برکت وروره الله د اجرونه درته نصیب کړی ډیرپه زړه پوری مطلب وو مونږبه هم کوشش کوو چی خپلی صدقی جاریی زیاتی کړو اوآخرت لپاره توښه برابره کړو.

    مننه
    حکمت الله

  3. ډير په زړه پوري معلومات وو، الله دي خير درکړي.