په غصب شوی ځمکه لمونځ روا دی

 

سلامونه او نیکی هیلی
له سلام اودرانوی وروسته غواړم چی ‍‍‍‍‍څو پوښتنی وکړم
دجمعی لمونځ په افغانستان کی کیږی او کنه .
په حرامو پیسو سره حج کیږی .
په غصب شوی ځمکه باندی لمونځ کیږی .
سره له اسلامی دلیل (آیت او یا حدیث)
مننه –
wardak
 

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په غصب شوی ځمکه يا حرام مال جوړ شوي جومات کې لمونځ کول مکروه دي (کفايت المفتي ج۳ ص ۱۲۳ ) .
وکذا تکروه فی اماکن کفوق وفی طريق (الی ان قال) وارض مغصوبة او للغير (الدرالمختار-کتاب الصلاة ۱/۳۸۱ ).
په حرام مال حج کول د ځنو احنافو په نزد د حج فرض ادا کيږي مګر ثواب يې نشته . – کفايت المفتي
قوله کالحج بمال حرام ان الحج نفسه الذی هو زيارت مکان مخصوص الخ ليس حرام هو انفاق المال الحرام ولا تلازم بينهما کما ان الصلاة فی الارض المغصوبة تقع فرض . درالمختار – کتاب حج ۲/۴۵۶ .
و  فی  الرد:
«ويجتهد في تحصيل نفقة حلال، فإنه لا يقبل بالنفقة الحرام كما ورد في الحديث، مع أنَّه يسقط عنه معها ولا تنافي بين سقوطه وعدم قبوله، فلا يثاب لعدم القبول، ولا يعاقب عقاب تارك الحج اهـ‌ »‌.(رد المحتار:3/152ط كويته)
نقل فی الفتاوی المحمودي – حنفي
 
د ځنو فقهاوو په نزد که د يو چا مال  حرام او حلال سره کډ وي حج او زکات يې دواړه ادا کيږي (جديد فقهي مسائل ) .
مګر د ځنو فقهاوو  په نزد هغه مال چې په غير مشروع لار لاس ته راوړل شوي وي لکه د غلا،رشوت ،سود،قيمار ،غصب او داسې نور په داسې مال حج نه ادا کيږي ځکه چې شرعاً دا ډول حرام مال د يو چا ملک نشي کيدای بلکی هغه د بل ملک وي چې په ظلم او خيانت يې له هغه څخه تر لاسه کړي وي (فتاوي اهل سنت والجماعت ) .
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 107 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. په افغانستان کې د جمعې لمونځ کیږي او کنه ولی؟
    په درنښت