د الکولي عطرو استعمال څنګه دی ؟

 

له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ
فقط تاسو نه پشتنه دا وو چي:
۱۔ د سپرے استعمالول د عطرو په ځاي څنګه دي ۔ څرنګه چي ما اوريدلي چي سپرے ګانو کي يو قسم مواد استعماليږي چي د الکوهل په نوم ياديږي۔ او الکوهل په اسلام کي حرام دي۔ نو آيا داسي رقم سپرےګاني په جامو باند موږ استعمالولي شو او کنه۔
 
۲۔ او د عطرو استعمال څنګه دي۔
 
واسلام
ستاسو ورور احمد عابد سعادت

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
 
اصل دادی چې کوم عطر او خوشبویې چې خلک يې کاروی جايز دي مګر کوم چې معلوم وی چې هغه له څه شی څخه جوړ شوي کوم چې هغه منع دی مثلاً په هغه کې څه مقدار نشه کونکی او مست کونکی مواد وي يا د هغه زيات مصرف مست کونکی وي يا داسې څه په کې وي چې هغه شرعاً نجس وي دې نه علاوه کوم عطر چې په خلکو کې مروج دي لکه عود ،عنبر،مسک او نور .
 
خو که سړی په دی پوه شي چه په عطرو کې مست کونکی ماده کډه شوی ده سړی به هغه ترک کوي او پريږدی به يې له هغه جملې ادکلن عطر ځکه چې طبي متخصصينو يې په اړه شهادت ورکړی دی چې نوموړي عطر زياته اندازه اسپيرتو مواد لري چې دا مواد نشه او مست کونکی دي نو ددی ډول عطرو استعمال جايز نه دي .
د اسلامې شريعت قاعده داده چې يو شی حرام وي دهغه لږ او ډير دواړه حرام وي نشه کونکی او مست کونکی مواد په اسلام کې حرام دي ولو که هغه هر ډول کيمياوي تعامل ولري ډير او که لږ وي حرام دي ځکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي
 «مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ »
[1] دهغه څه چې زيات مقدار نشه کونکی وي کم مقدار يې هم حرام دی .
 
هغه عطر او خوشبويې چې الله تعالی مونږ ته حلال ګرځولي نو الکولي عطرو ته څه ضرورت نشته .
 
فتاوی علماء مکة المکرمة شیخ ابن باز – مجلة البحوث، عدد (33)ص(116).


[1] احمد (2/91،167،179) او (3/112) او ابوداود(3681) او الترمذي(1865) او النسائي(5607) او ابن ماجه (3393، 3394)  عن عدد من الصحابةرضی الله عنهم وقال الترمذی: «حدیث حسن غریب من حدیث جابر».
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 29 times, 1 visits today)