د اجرت مثل حق لرئ ولې د امانت خيال ساتل پکار دي

السلام عليكم زماسوال دادي زه په سعودی کی دخپل کفیل په شرکه کی مدیر یم

زما معاش ده ۱۵۰۰ریال حالانکه د نورو مدیرانو معاش دی ۲۵۰۰ ریال ماته مال راکوی چه دا خرڅ کړه په ۱ ریا ل که زه دا خرڅ کړم په ۱ ریا ل او ربع باندی که دا ربع زه واخلم او کفیل ته يئ ورنه کړم دا عمل جائز دی کنه

بصير احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که د تاسې د کار او لياقت وړتيا د نورو مديرانو په شان وي نو تاسې د اجرت مثل د وړانديز حق لرئ اجرت مثل هغه اجرت ته وايي څه چې عام رواج وي ، يعنې ددي غوښتنې حق لرئ چې اجرت مثل يا ۲۵۰۰ رياله معاش درکړي .

اوس مهال تاسې د خپل کفيل سره په ذکر شوي معاش موافقه کړي ده چې د تجارتي فعاليت مدير ياست د يوه امين حيثيت لرې ،

او د امانت خيال به ساتی .

الله جل جلا له  د مؤمنانو په صفاتو کې فرمايي : وَالَّذِينَ هُمْ لأمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (٨)] (مؤمنون/8) « او هغه کسان چې د خپلو امنتونو او وعدو رعايت کوي  » .

تجارتي مال چې په کوم نرخ خرڅيږي هغه روپۍ به خپل کفيل ته سپارې ، او کچيرې کفيل اجازت درکړي باک نه لري .

( فتاوي البلدالحرام )

آن لاين اسلامې لارښود .

Print Friendly, PDF & Email