ګرانو! د يتيم د حق اندازه ددې نه لګي چه نبی صلی الله عليه وسلم په خصوصيت
سره د یتيمانو او ښځو د حقونو د ضايع کولو د ګناه اعلان کوي .

چه څوک د ښځو يا د يتيمانو حقونه پایمال کوي او هغوی د خپلو حقونونه محرومه کوي دا ډيره لويه ګناه ده او دا اعلان يې ددې وجې کړی دی چه اکثره خلق د يتيمانو او ښځو د حقونو خيال نه ساتي ،بلکي هغوی د خپلو حقونو نه محروموي.
د ابی هريره (رض) نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ((اللَّهُمَّ! إِنِّي أُحَرِّجُ حَقَّ الضَّعِيفَيْنِ: الْيَتِيمِ وَالْمَرْأَةِ)). (ابن ماجه ۳۶۷۸ )
:.ای الله زه د دوو کمزورو يتيم او ښځې د حق تلفی نه ويريږم (ځکه چه ډير خلک د يتيمانو او ښځو د حقونو خيال نه ساتي .دوی د ميراث نه محرومه کوي ،چا ته يې چه په نکاح ورکوي د دوی نه پوښتنه نه کوي اومشوره نه ورسره کوي د دوی نه لکه د خدمتګارو خدمت اخستی شي او خپل رعب قائمولو د پاره په معمولي معمولي خبرو وهل ټکول کيږي ) .
د يتيم وهل :
حضرت عمر (رضی الله عنه) فرمايي :څوک چه يتيم ووهي د هغه په ژړا سره د مهربان بادشاه عرش په لړزه راشي .او الله تعالی فرمايي :ای زما فرښتو ! دا ماشوم چا ووهلو حالانکه ما دده پلار په ځمکه کې پټ کړی (يعنی هغه مې وفات کړی دی ) څنګه چه الله تعالی ته به ښه معلومه وي چه دا يتيم چا وهلی دی ،فرښتي عرض وکړي ای ربه ! مونږ ته څه پته نشته بيا الله تعالی ووايي :ای زما پرښتو تاسې په دې ګواه اوسئ چا چې زما د رضا د پاره دا ماشوم خوشحاله کړلو نو زه به د قيامت په ورځ هغه خوشحاله کړم (تنبيه الغافلين ص ۳۷۷ ) .
يو صالح سړی خپله واقعه داسې بيانوي او وايي زه په اول کې يو فاسق انسان وم هر وخت به د شرابو په نشه کې وم او نور په ډول ډول ګناهونو اخته وم يوه ورځ مې يو يتيم ماشوم وليدلو داسې ښکاريده چې د زمانې څپيړو وهلی وي يا د فراق په غشی لګيدلی وي يا د مور او پلار د محبت او مينې نه محروم وي زه ورغلم او ځان ته مې رانږدی کړلو او د شفقت او مهربانی د مينې ډک جام مې ورکړلو پاک صفا مې کړلو او ښکلی جامې می ورته واغستلې او ښه خوراک مې پرې وکړلو، په را روانه شپه خوب وينم چې د قيامت ورځ ده اوزه د حساب کتاب د پاره الله تعالی ته حاضر شوم نو زما دوزخ ته د تلو حکم وشو فرښتو ونيولم او جهنم ته يې روان کړم نږدې وه چه هغوی مې ور وغرځوي په لار کې دغه يتيم ماشوم وليدم نو هغوی ته يې وويل : تاسې دی جهنم ته مه غورځوﺉ زه دده د پاره خپل رب ته سفارش کوم هغوی ورته وويل: مونږ ته ددی اجازت نشته نو الله تعالی د طرف نه آواز وشو چې ددی يتيم په سفارش باندې ما دی معاف کړ او دده د جنت فيصله مې وکړه (الکبائرللذهبی ص ۷۴ ).
ګرانو! ګورﺉ د يتيمانو سره د ښه سلوک نتيجه دا ده چه دغه سړی توبه تائب شو او صالح بنده ترې جوړ شو ځکه چې په يوه يتيم يې شفقت او مهرباني کړی وه .
دښځو، ګنډو يتيمانو سره د ښه سلوک د پاره نوردلته وګورﺉ .
Print Friendly, PDF & Email