د سود په پيسو د جومات جوړول

د اصلاح انلاین ټولو کارکونکو ته اسلام علیکم و اختر مو ډیر ډیر مبارک وی ! زه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چه زمونږ په کانادا کښ بعض دوستان دی او د هغو څخه چا زما نه پوښتنه وکړه چه د بانک څخه په قرض کړی شو‌ؤ پیسو جومات جوړی څنګه دی .. حال دا چه بحر ملکونو کښ خلک جومات ډیر عالی شأن سره جوړوی آیا ددی دا ضروری دی چه باید د جومات عالی شأن سره جوړ شی او هغه لپاره دی د بانک څخه قرض واغستلی شی او بیا هغه قرض د په قست قست د خلکو نه پیسو اغستلو سره پرداخت شی … والسلام علیکم

تيمور احمدزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

غاليباً په غرب کې د بانک څخه پور يا قرض اخيستل سودي قرض اخيستل دي ، د سود اخيستل حرام هلاکونکي ګناه او الله جل جلا له  د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279] 

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله جل جلا له  نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله جل جلا له  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

او بل دا چې جومات صدقه جاريه ده د جومات ابادول زيات فضيلت لري رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

مَن بَنَا للهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاري او مسلم ) يعنې : چا چي د الله جل جلا له   لپاره جومات جوړ کړ الله جل جلا له  دده لپاره په جنت کي ځاي جوړ کړي.

مګر صذقه کول هغه وخت د قبول وړ ګرځې چې د حلال مال څخه ادا شي نه د حرام مال څخه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ” إن الله طيب ، لا يقبل إلا طيبا ” (روايت مسلم)، يعنى: الله تعالی پاک دی بغير د پاک څيز بل څه نه قبلوي .

او په بل حديث رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

“مَن كسب مالاً من حرام، ثم تصدق به لم يكن له فيه أجر، وكان إصره عليه” (صحيح، روايت ابن خزيمة – كتاب زكاة (4/110) او ابن حبان د صحيحش په كتاب زكاة کې (8/11)

يعنى: څوک چې حرام مال لاس ته راوړي او بيا د هغه نه صدقه ورکړي نو د هغه اجر او ثواب نشته ، او د هغه ګناه به د هغه په غاړه وي .

نو د مطلب خلاصه دا شوه چې الله جل جلا له  پاک شيان قبلوي هغه که عمل وي قول وي يا صدقه وي او که څوک په حرام مال باندې جومات جوړ کړي د هغه د پاره اجر نشته بلکې ګناهکار به هم وي ځکه چې په داسې جومات کې د خلکو لمونځونه خرابيږي

کوم جومات چې په حرام مال جوړ شي د ځنو فقهاؤ په نزد په هغه کې لمونځ کول مکروه دي او د څنو په فقهاؤ په نزد په هغه کې لمونځ کول نه صحي کيږي .

و الله اعلم

او بل د جومات ښايسته کول دي :

د جومات د پاره کوم شيان چې ضرور دي لکه داخلي او بيروني رنګ ځکه چې پلستر د ديوال حفاظت کوي او رنګ بيا د پلستر حفاظت کوي ، او روښنايي زياتوي نو که په ښه کفيت رنګ ورکړ شي زيات وخت به دوام وکړي همدارنګه ورونه او کړکۍ فرشونه که يه ښه کفيت وي ژر به نه خرابيږي او د بام د پاره قچي پوش يا ايزوګام تر څو د ابو مخ ونيسي ضرور دي همدارنګه نور ضروري شيان .

مګر د ضروريات نه علاوه په جومات کې نقشونه جوړول ، ليکنې کول او داسې نور مکروه دي او د جوماتونو زيات زينت او نقش نګار د قيامت له علامو څخه دي د انس رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لا تقوم الساعة حتى يتباهى الناس في المساجد ) – رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه ، وصححه الألباني .

وفي ” الموسوعة الفقهية ” ( 23 / 217 ، 218 ) :

ذهب جمهور الفقهاء إلى أنه يكره زخرفة المسجد بذهب أو فضة ، أو نقش ، أو صبغ ، أو كتابة ، أو غير ذلك مما يلهي المصلي عن صلاته ؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم نهى عن ذلك ، فعن ابن عباس رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( ما أمرت بتشييد المساجد ) والتشييد : الطلاء بالشِّيد ، أي : الجص ، قال ابن عباس : ” لتزخرفنها كما زخرفت اليهود والنصارى ” ، وعن أنس رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا تقوم الساعة حتى يتباهى الناس في المساجد ) – رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه ، وصححه الألباني – ، وروى البخاري في صحيحه أن عمر رضي الله عنه أمر ببناء مسجد وقال : ” أكنَّ الناس من المطر ، وإياك أن تُحمِّر أو تصفِّر فتفتن الناس ” ، وقال أبو الدرداء رضي الله عنه : ” إذا حلَّيتم مصاحفكم وزخرفتم مساجدكم فالدمار عليكم ” ؛ ولأن ذلك يلهي المصلي عن الصلاة بالنظر إليه فيخل بخشوعه ، ولأن هذا من أشراط الساعة .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. دیره مننه ستاسو له زحمتونو سخه. الله دی دهر حرف اجرونه درته نصیب کری.
    محترمو داسلامی لارشود کارکوونکو زه یوه پوشتنه لرم هغه داچی نن خلک په کابل یا بل زای کی کورونه په گرو اخلی مثلا په دری لکه افغانی یی دیوه کال لپاره نیسی اویا یی دزیات وخت لپاره نیسی آیا دا گروی په اسلام کی جواز لری اوکنه؟

    مننه . ستاسو دمفصل جواب په هیله

    ستاسو ورور حکمت الله

  2. خدای مو خوشاله لره چی داسی مهمی موضوع ته مواشاره کری.