د زكات فضائل ، دنيوي او اخروي ګټې

الإنفاق كمثل حبة سنبلة

۱- زکات ادا کول د صالحانو او متقيانو صفت دی :

[إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ * آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ * كَانُوا قَلِيلاً مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ * وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ * وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ][1]

ژباړه: يقيناً متقیان (پرهېزګاران) به په جنتونو او چینو كې وي ، په داسې حال كې چې هغه څه لره به نیوونكي وي چې دوى ته يې د دوى رب وركوي، بېشكه دوى له دې نه مخكې نېكي كوونكي وو ، دوى به د شپې په لږه برخه كې ویده كېدل ، او د سبا ختلو پر مهال به دوى استغفار كاوه ،او د دوى په مالونو كې به د سوالګر او د محروم (مسكین) حق و.

په قرآنکريم کې د کامياب مؤمنانو له ډلې څخه يو هم د زکات ورکوونکي کسان دي :

[قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ* الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ * وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ][2]

 ژباړه : په باوري توګه هغو مؤمنانو بری موندلی، هغه کسان چې پخپل لمانځه کې عاجزي کوي ،او هغه کسان چې له بدو کارو او بدو ويناوو لرې اوسي ، او هغه کسان چې د زکات ورکونکي وي .

۲- د مال برکت او زياتوالی :

د زکات په ادا کولو سره الله تعالی په مال کې برکت اچوي .الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يَمْحَقُ اللّهُ الْرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ][3]

ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنهکار نه خوښوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ تَصَدَّقَ بِعَدْلِ تَمْرَةٍ مِنْ كَسْبٍ طَيِّبٍ، وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ، وَإِنَّ اللَّهَ يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ،ثُمَّ يُرَبِّيهَا لِصَاحِبِهِ، كَمَا يُرَبِّي أَحَدُكُمْ فَلُوَّهُ، حَتَّى تَكُونَ مِثْلَ الْجَبَلِ»[4] .

ژباړه : الله پاک يوازې د حلال مال صدقه قبلوي ، او چا چې د يوې خرما په اندازه حلال مال صدقه کړ ، الله (جل جلا له)  هغه پخپل بلا کيف لاس کې نيسي او هغه ته داسې وده ورکوي لکه تاسې چې کره آس ته روزنه او پالنه ورکوئ تر هغه چې دا خرما په اندازه د يوه غره شي .

او په يو بل حديث شريف راغلي :«ما نقصت صدقة من مال ….»[5]

يعنې : په زکات او صدقې سره مال نه کميږي .

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنْفِقْ أُنْفِقْ عَلَيْكَ»[6] .

ژباړه : هر بنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چې ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو انفاق او خرڅ کوه  زه به د خپلی خزانې نه تا لره درکړم.

۳- د ګناهونو معافي او بښنه :

د زکات په وجه مال پاکيږي او د بنده ګناهونه معاف کيږي .

د زکات په ادا کولو سره مال پاک او په مال کې چې د زکات د مستحقينو کوم حق دی هغه حصه هغوی ته سپارل کيږي ، په معنوي لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل او د فنا کيدونکو څيزونو د شوق او محبت څخه د زړه پاکوالی دی .

الله سبحانه تعالى فرمايي: [خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ][7].

ژباړه : د دوی له مالونو څخه صدقه (زکات ) واخله څو دوی د هغې (صدقې ) له مخې پاک او برکتي کړې ، او دوی ته دعا وکړه په رښتيا سره چې ستا دعا دوی ته هوساينه ده .

همدارنګه الله تعالی د زکات په وجه د بنده ګناهونه معاف کوي لکه چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : « والصدقة تطفىء الخطيئة كما يطفىء الماء النار »[8] .

ژباړه : زکات او صدقه ګناهونه داسې له مينځه وړي لکه اوبه چې اور سړوي .

۴- له آفاتو څخه د مال ساتنه :

د زکات ادا کول د مال څخه د شر او آفت د مخنوي سبب ګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا»[9].

ژباړه : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :«من أدى زكاة ماله فقد ذهب عنه شره»[10]

ژباړه : چا چې د خپل مال زکات ورکړ ، د مال له شر او آفت نه په امن شو .

نن عصر کې همدا وجه ده چې د هغه خلکو چې زکات نه ورکوي د هغوی په کښتونو او فصلونو همدارنګه مالونو باندې ډول ډول آفتونه نازليږي .

۵- زکات ورکوونکی به د قيامت په ورځ د الله د رحمت په سیورې کې وي:

 د قيامت په ورځ به اوه کسان د الله تعالی د رحمت تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې څخه يو هم زکات او صدقه ورکوونکی دی «»

۶- د دنيا او مال له محبت څخه نجات :

له دنيا او دولت سره محبت ستر مرض دی چه ددې مرض په وجه سړی بخيل ،سخت زړی او بې رحمه ، بې مينې او علاقې وي او د همدې مينې په وجه ناحقه مالونه خوري او پر نورو باندې ظلم او تيری کوي

نو کله چه څوک د خپل خوږ مال څخه د الله تعالی د رضا لپاره زکات ورکړي د هغه په زړه کې د الله پاک د محبت ولولې په جوش راشي او د فاني دنيا محبت يې له زړه وځي .

الله تعالی فرمايي :[لَن تَنَالُواْ الْبِرَّ حَتَّى تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ][11].

ژباړه : له سره به تاسې د (پوره) ښېګڼې (درجه ) و نه مومئ  تر څو چې له هغه شي څخه چې ستاسې خوښ وي ( د الله په لار کې ) خيرات ور نه کړئ .

زکات ته ځکه صدقه ويل کيږي ځکه چې دا په صدق او رښتينولی باندې دلالت کوي کوم چې د الله تعالی د رضا لپاره يې مصرف کوي .

۷- د نعمت شکرانه :

یقيناً هغه کس چه زکات اداء کوي ، نو پوره يقين لري چه ما خو څه نه لرل ای الله! ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم نو نن ورځ په ډير اخلاص ستا له راکړي مال څخه يواځې څلويښتمه برخه پر بې وزلو او مسکينانو ويشم ، نوشکر خو همدې ته وايي چه نعمت د الله پاک لخوا يو فضل وګڼل شي او د هغه حق ادا شي :

ابن قيم رحمه الله د شکر ارکان داسې بيانوي :

  • په نعمت اعتراف کول (چې دغه نعمت ماته د الله تعالی د جانبه را کړ شوی دی
  • د نعمت په اړه خبرې کول او د هغه ښکاره کول .
  • د نعمت انفاق يا خرڅول د نعمت د عطا کوونکي په لار کې ( د مال شکر ادا کول د هغه زکات او انفاق دی په لاره د الله کې ) .

۸- د سخيانو په ډله کې حساب :

د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده او زکات نه ور کول لوی بخل دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

او بل دا چې په نورو باندې رحم کول د الله (جل جلا له)  د رحم او پيرزوينو سبب ګرځي نوکله چه هغو مسکينانو اوغريبانو ته چه څلورو ديوالونو ته حيران ناست وي د خوراک لپاره هم څه نه لري زکات ورکړ شي څومره لوی رحم ، زړه سوی او خواخوږي  به وي  نو چا چې پر نورو رحم وکړ الله (جل جلا له)  به په هغوی باندې رحم وکړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء (الترمذي 1924 او سلسلة صحيحة 925 ) يعنې : تاسې د ځمکې په مخلوق رحم کوئ رحم به وکړي پر تاسې هغه (الله جل جلاله ) چه د آسمانو خالق دی.

۹- د خلاصون لاره :

 د الله تعالی رضا چې د الله پک رضا د هر مؤمن هدف او آرمان وي .لقوله سبحانه وتعالی :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ][12]  .

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي او لمونځ يې قائم کړی دی او زکات يې ورکړی دی ، د هغوی اجر د دوی د رب سره دی پر دوی نه کومه ويره شته او نه به غمجن شي .

او همدارنګه فرمايي: [وَسَيُجَنَّبُهَا الأَتْقَى * الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى][13]

ژباړه : د (دوزخ د اور نه ) به هغه متقيان خلک تر ټولو ژر ګوښه شي چې خپل مال د الله (جل جلا له)  په لار کې ددې د پاره لګوي چې د ده روح او زړه ته سپېڅلتيا حاصله شي .

الله پاک دې مونږ ته د زکات په ښه شان ادا کولو توفيق راکړي (آمين يا رب العلمين ).

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الذاريات : ۱۵-۱۹ .

[2] – سوره المؤمنون :۱-۴ .

[3] – سوره البقرة :۲۷۶ .

[4] – رواه البخاري :۱۴۱۰

[5] – رواه مسلم :۲۵۸۸ .

[6] – رواه البخاري :۴۶۸۴ .

[7] – سوره التوبه :۱۰۳ .

[8] – رواه جامع الصعير :۳۸۱۷.

[9] – رواه البخاري :۱۴۴۲ .

[10] – رواه الطبراني و صحيح الترغيب :۷۴۳ .

[11] – سوره آل عمران :۹۲ .

[12] – سوره البقره :۲۷۷ .

[13] – سوره الليل :۱۷-۱۸ .

[14] – رواه ابن ماجه من حديث الخصال الخمس .

[15] – سوره البقره :۲۶۸ .

[16] – سوره التوبه :34 .

[17] – سوره آل عمران :۱۸۰ .

[18] – رواه البخاري :۱۴۰۳ .

[19] – رواه الطبراني و الترغيب و الترهيب :۲/۱۵ .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي