په اوس عصر کې د احتکار نوي ډولونه

په اوسني اقتصادي بازار کې لاندې دری ډوله عصري او مډرن احتکار رواج لري .

الف ) : شرکت قاضبه :

په تجارت کې د دوه يا څو کسانو کډون ته ويل کيږي ، داسې چې د هر يوه د پانګې اندازه ټاکلې وي او په هماغه اندازه د کټې ونډه اخلي .

دا ګډون کونکي د يو خاص تجارتي شي د ټولو پيداوارو او توليداتو ونډه او حصې پخپله قبضه کې نيسي او د هغې خريداري کوي او بل چا ته د هغه د پېرودلو حق نه وي ، چې له همدې امله د مربوطه تجارتي شي د توليد حد ، اندازه او د نرخ تعين د هغوی په لاس کې وي او پخپله خوښه د هغه نرخ ټاکي او په دې توګه عام خلک لوټ کوي .

دا که هر ډول مواد وي تيل ، خوراکي مواد او نور ، د احتکار ددې مډرن طريقې په وسيله مارکيټ پخپله قبضه کې نيسي چې په همدې وجه شرکت قابضه بلل کيږي .

ب ) ادماج : دا د تجارتي وحدت يو شکل دی ، ادماج يو کولو يا يو شی په بل شي کې په هر اړخيز توګه مدغم کولو ته ويل کيږي ، داسې چې د احتکار په عرض د وارېداتو او يا توليداتو د څو شرکتونو ماليکان پخپل مينځ کې تجارتي وحدت قائم کړي په بېلابېل ډول په تجارتي اجناسو کې ونډه نه لري بلکي ټول خپله پانګه سره ګډوي او تجارتي منابع هم يو شان او مشترک وي .

دوی د څو تجارتي اجناسو ولکه پخپل لاس کې نيسي او د هغه په وسيله د مارکيټ او بازار نرخ د هغوی په واک کې وي .

ج) د قيمت وحدت :

د قيمت يوالی داسې چې د څو کمپنيو يا وارېدونکو تجاران په دې باندې متفق شي چې د تجارتي اجناسو نرخ به يو شان ټاکي او د دغه ټاکلي قيمت په ذريعه د مشريانو لوټول کوي چې دا هم د احتکار يوه نوې طريقه ده .

په هر صورت احتکار حرام ګناه کبيره ده ، که په هره طريقه وي او يا په هر څه کې وي .

امام ابو يوسف رحمه الله وايي : کل ما اضر الناس حبسه فهو احتکار . يعنې د هر هغه شي زيرمه کول احتکار دی چې ټولنې او خلکو ته زيان رسوي که څه هم د زرو رايج الوقت سکو او د رختونو زيرمه کول وي ، د امام ابو يوسف قول ته د نړي زياتره علماؤ ترجيح ورکړی ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي