اول  زم

دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات

اول  زما سلامونه  قبول  کړی وروسته  دسلام نه  زماپوشتنه  داده چي:
۱۔ خپلي خځي سره ملاويدل د نکاح نه بعد څنګه دي يعني ځما نکاح په منظم ډول د لسو کسانو په مخکي يو مفتي زما نکاح وتړله۔ او يو کال بعد زما د واده نيټه ده دا ځکه چي د تعليم مسئله ده۔ نو آيا ځه او ځما ازدواج کولي شو چي يو بل اوګورو او خبري سره وکړو يا يو بل سره لاس ملاوڅنګه دي د نکاح نه بعد۔
زه احمد عابد به ستاسو د دلايلو نه به ډير شکرګزار يم۔


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف (واده شپه ) نه مخکې ټول هغه څه چې د سړی د پاره له خپلی ښځې سره رواه وي جايز دي .

مګر غوره داده چې سړی تر هغه صبر وکړي تر څو واده يې تر سره شي که سړی غواړی له خپلی منکوحي سره يې ملاقات ،تلفني خبرې وکړي يا يې ديدار ته ورشي او مجلس ورسره وکړي غوره داده چې د هغې د کورنۍ په اجازه وي او پټ تماسونه او پټ ملاقات ښه نه دی د خطر ويره لري ځکه احتمال لري ښځې له هغه څخه حمل واخلي او دغه د زفاف (واده ) نه مخکې حمل کيدای شي خدای مه کړه سوء ظن وګرځې او کيدای شي ميړه له نزديکت څخه منکر شي نو ددی کار عواقب خطر ناک دي .

په سړی لازمه ده چې د زفاف تر وخته پورې صبر وکړي که له خپلی بی بی سره تماس او ملاقات کول غواړي نو د هغه دکورنۍ په حضور کې دی دا کار وکړي .

مجموع فتاوی او مقالات متنوعة (21/208) (البدالحرام )

پوښتنه ايا د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکی له خپلی بی بی سره مباشرت يا کورواله کول رواه دي ؟

د خپلی بی بی سره د عقد نکاح نه وروسته او واده نه مخکی جماع کول او کورواله هيڅ شرعي ممانعت نه لري مګر څرنګه چې دا مسئله له عرف سره په ټکر او تضاد کې ده نو که چيرې ددی ويره وي چې د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکې به مشکل جوړ کړي دا کار به نه کوي ځکه د مفسد دفع کول پر جلب د مصلحت او منفعت مقدم دی .

وبالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله وصحبه وسلم

دعلمي تحقيقاتو او افتا دايمي ټولنه (مکه مکرمه )

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 107 times, 1 visits today)

3 تبصرې

  1. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

    یک فامیل از یک دختر خواستګاری کرد.خواسګاری تمام شد ولی نکاح(عقد)صورت
    نګرفته بود ‍‍پسرهمرای دختر ارتباط تلیفونی وحتا همرای دختر به خارج
    ازمنزل به بازارمی رفتن و هروقت پسر به خانه دختر امده وبا دختر در اطاق
    جدا خلوت میکرد ایا این چنین کار حرام است یا حلال لطفا به اساس قران وسنت
    معلومات دهیده تشکر

  2. ایمل ساپی

    دسایت جلوونکو ته سلامونه او پیرزوینی
    دخدای ج نه درته په اسلامی چارو کی لا زیات کوششونو او داسلام د موبین دخدمت کولو توفیق غوارم !

    مهمه برخی ته چی گران ورور اشاره کری دعقد نکاح نه وروسته او د واده نه مخکې د ښځې سره اړيکې او ملاقات ده زه هم په ورته سوچ او فکر کی یم هغه داچی دری میاشتی مخکی کوژده شوی یم دیو شمیر ملگرو په وینا په موبایل کی ارتباط ضرور دی زکه دایندی لپاره به یو د بل په خوی او خاصیت پوی وی او یو شمیر بیا وایی چی دا کار شه ندی په داسی حال کی چی نکاح می هم شوی مننه ددی په هیله چی د بریشنالیک له لاری می جواب راکری او یا یی په سایت کی نشر کری

  3. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
    مكالمه ي تلفني با نامزدي كه جواب مثبت داده است بخاطر ايجاد تفاهم و درك يكديگر، و بدون خوف فتنه و به اندازه ي ضرورت و نياز، جايز است. اگر مكالمه ي تلفني در حضور وليّ دختر صورت گيرد، بهتر است؛ زيرا ايجاد شك وشبهه را از بين مي برد؛

    اصلاً د نکاح د عقد د پاره شرط قبول او ايجاب دی چې بيا د قبول او د ایجاب د پاره د مهر يادول او حد اقل يو کس يا دوو کسانو ګواهي شرط بلل کيږي .
    لکه په پورته مطلب کې د ايجاب او قبول وروسته د نر د پاره په اسلامې شريعت ټول هغه امور رواه دي کوم چې د خاوند او ښځې د پاره روا وي .
    مګر په عرف کې خلک دا تماسونه او رفت آمد بد ګني نو ښه دا ده چې د واده تر وخت صبر وشي او که رفت آمد يا تلفوني تماسونه صورت نيسي هغه به د نجلی د والدينو يا سرپرست په اچازه وي تر څو د فتنې سبب نه شي
    فتاوي علماء البدالحرام