حبشې ته دویم هجرت

له دې  وروسته په همدغې مهاجرینو او ټولو مسلمانانو د قریشو له لوري ظلم او زیاتي زیات شو ځکه قریش په دې خبره ډیر ناخوښه شوي وو چې نجاشي دوي ته ډیر د امن او خوښۍ ژوند برابر کړي دي نو له همدې امله نبي صلي الله علیه وسلم دوهم ځل بیا خپلو ملګرو ته د حبشې  په لور دهجرت اجازه وکړه ،  داځل هجرت له لومړي هجرت نه ستونزمن وو.

دا ځل قریش له مخکې خبر وو چې مسلمانان هجرت کوي نو د مخنیوي لپاره یې تیاری درلود خو الله جل جلا له مسلمانانو ته د دوي له شر څخه امن ورکړ مخکې له دې چې دوي بندرګاه ته ور  ورسیږي  مسلمانان  له بندرګاه څخه د حبشې په لور تللي وو ، دا ځل که عمار رضی الله عنه  پکې وګڼل شي ۸۳ سړیو او ۱۸ یا ۱۹  ښځو حبشې ته هجرت وکړ د عمار په هکله روایتونه مختلف دی.

د حبشې مهاجرینو په خلاف د قریشو دسیسه :

په قریشو خورا درنه شوه چې مسلمانانو د ځان لپاره د امن ځاي پیدا کړ نو دوی په خبره پوه او هوښیار سړي هریو عمرو بن العاص او عبدالله بن ابي ربیعه چې لا تر اوسه مسلمانان شوي نه وو د خورا قیمتي او غوره تحفو سره نجاشي ته وا ستول ، دواړو استازو قیمتي تحفې د دربار نژدې سردارانوته ورکړې او هغه دلایل یې هم ورته وول چې دهغې له مخې دغه راغلي مهاجرین له حبشې نه وشړي ، د دربار سرداران په یوه خوله شول چې نجاشي ته به مشوره ورکوي چې مسلمانان له حبشې څخه وشړي.

پاچا ته یې هم تحفې وړاندې کړې او بیا یې ورته وویل چې زمونږ بعضې نا پوه هلکان ستاسې پاچاهۍ ته په پټه راغلي دي ، دوي نه زمونږ دین منی نه ستاسې او له ځانه يې یو نوي دین جوړ کړي دي د قوم مشران چې مخور خلک دي مونږ یې پسې را لیږلي یو چې تاسې یې بیرته مونږ ته وسپارئ.

د دربار سردارانو هم د را غلو استاذو خبرې تاید کړې او له پاچا یې وغوښتل چې سړي یې ور وسپارل شي چې له ځانو سره یې بوځي.

خو نجاشي دریځ ونیو چې باید د مو ضوع ټوله څیړنه وشي نو په مسلمانانو پسې یې څوک واستاوه چې دوي را ولي او خپله خبره په دربار کې وکړي ، مسلمانانو په خپل مینځ کې پریکړه وکړه چې هر څه پیښیږي رښتیا به وايې دربار ته ولاړل نجاشي پوښتنه وکړه دا کوم نوي دین دي چې له قوم څخه پرې جلا شوي یې نه زما دین دي نه د دوي او نه د نړۍ کوم بل دین؟ د مسلمانانو ویاند جعفر بن ابي طالب وویل:

………. بيا

Print Friendly, PDF & Email