عيد الفطر (کوچنی اختر) :

د شوال د مياشتې په لومړۍ ورځ مسلمانان د اختر ورځ تجليلوي.

دغه تجليل په اصل کې د هغه حقيقي خوښۍ اظهار او شکر دی چې الله تعالی خپلو بندګانو لپاره چې د روژي په مياشت کې د روژې ،تراويح ،صدقه فطر ، خيرات ، تلاوت او نور کوم عبادات مقررکړي ؤ بندګان د الله (جل جلاله) په توفيق او مرستې سره د هغو په ښه شکل ادا باندې بريالي شول.

د اخترونو د لمانځه حکم :

پر چا چې د جُمعې لمونځ فرض وي په هغه د اخترونو لمونځ واجب دی (بدائع 1/275 ) .

د اخترونو د لمانځه وخت :

د اخترونو د لمانځه وخت د لمر ختلو کله چې د يوې يا دوو نېزو په اندازه لوړ شي او يا د لمر ختلو څخه نيم ساعت وروسته څخه شروع د لمر تر زوال پورې دی .

کچېرې قوم تر زوال پورې په عيد خبر نه وي ، يا ورېځ وي او يا سخت باران او بل عذر وي نو د فطر لمونځ په دوهمه ورځ کول هم رواه دي .

(الدر المختار:783/1، الفتاوى الهندية: 142/1، مراقي الفلاح: ص91) .

د اخترونو د لمانځه طريقه :

د دواړو اخترونو د لمانځه طريقه دا ده چې لومړی نيت کول بيا به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره تکبير ووايي لاسونه به غوږونه ته پورته کوي بيا به دری تکبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره امام او مقتديان دواړه به لاسونه ترغوږونو پورته کوي او د تکبرونو په وخت کې به لاسونه ځوړند نيسي او د هر ځل تکبير وروسته به د دريو تسبيحاتو په اندازه چپ پاتې کيږي او په دې وخت کې څه معين ذکر کول سنت نه دی .

خو ددې کلماتو ويل (سبحان الله والحمد لله ، ولا إله إلا الله ، والله أكبر) څه باک نلري (فقه الاسلامي وادله ) .

بيا به لاسونه تر نامه لاندې ږدي او اغوذ بالله او بسم الله ويل کيږي بيا به امام په اوچت آواز الحمد لله او قرائت ووايي ، مستحب ده چې په لومړي رکعت کې سوره {الأعلى} ووايي ، بيا به رکوع او سجده وکړي دوهم رکعت ته به پورته شي بسم الله ويل کيږي امام به فاتحه او قرآئت په اوچت آواز وايې په دوهم رکعت کې د سوره {الغاشية} ويل مستحب دي ،کله چې سورت ختم شی د رکوع نه مخکې به د لومړي رکعت په څير دری ځله تکبيرونه ووايي بيا به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړ شي او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي ښه به دا وي چې دعا ونه کړي خطبه شروع کړي خو که دعا وکړي هم باک نلري امام به دوې خطبی ووايي او مقتديان به په خاموشۍ سره هغه اوري (فقه الاسلامي وادلته ) .

د اختر لمانځه ته د ښځو تلل :

فقهاء کرام په دې متفق دي چې د ځوانو ښځو لپاره د اختر ، جمعې او نورو لمونځونو ته وتل جايز نه دي ځکه چې ښځو ته اسلامي شريعت د قرار او په کور د ناستي حکم کړی دی [وقَرْن في بيوتكن] ځکه چې وتل يې د فتنې سبب ګرځي .

اتفق الفقهاء منهم الحنفية والمالكية على أنه لا يرخص للشابات من النساء الخروج إلى الجمعة والعيدين وشيء من الصلاة، لقوله تعالى: { وقَرْن في بيوتكن} [الأحزاب:33/33] والأمر بالقرار نهي عن الانتقال، ولأن خروجهن سبب الفتنة بلا شك، والفتنة حرام، وما أدى إلى الحرام فهو حرام.
(فقه الاسلامي وادلته ، البدائع: 275/1، الشرح الصغير: 530/1) .

د اخترونو د لمانځه مسائل :

۱- د اخترونو د لمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .

۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .

۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتې وي نو ځانته لمونځ کولای شي .

۴- کچېرې اختر د جمعې په ورځ وي ، د اختر او جمعې دواړه لمونځونه ادا کيږي ځکه چې دواړه واجب دي .

تجب الجمعة، لعموم الآية الآمرة بها، والأخبار الدالة على وجوبها؛ ولأنهما صلاتان واجبتان، فلم تسقط إحداهما بالأخرى، كالظهر مع العيد (فقه الاسلامي وادلته) .

۵- کچېرې د اختر د لمانځه سره د جنازې لمونځ برابر شي ، د اختر لمونځ به مخکې کيږي وروسته به د جنازې لمونځ ادا کوي او وروسته به خطبه وايي .

وتقدم صلاة العيد على صلاة الجنازة إذا اجتمعتا، وتقدم صلاة الجنازة على الخطبة (فقه الاسلامي وادلته ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email