د اختر مبارکۍ پيغام

الحمدلله رب العلمين

اسلام عليکم ورحمة الله  وبرکاة

ټولو مسلمانانو ته او په خاص ډول د آن لاين اسلامې لارښود لوستونکو ته د لوي اختر مبارکي وايم .

الحمدلله چې الله جل جلا له مونږ ته ژوند راکړ يو ځل مو بيا دا د قربانئ ، ايثار ،یکتاپرستۍ ، مينې او محبت اختر د الهي دستور موابق ولمانځلو .

الله جل جلا له دې زمونږ او تاسې عبادتونه ، قربانئ په خپل مهربان او مينه ناک دربار کې قبول کړي ، او کوم کسان چې فقيران وو ، یتيمان وو ، کنډې او بې سرپرسته کسان وو چې د قربانۍ کولو توان نه يې نه لرلو ، د اختر د پاره يې جامې نه لرلې الله جل جلا له  دوی ته هم د پوره قربانۍ اجر او ثواب ورکړي .

د افغان کړيدلې ولس د يو اسلامې لارښود په حيث داسې ته دا ډاډکيرنه او تسل وايي چې الله جل جلا له د صبر کونکو سره دی او د صبر پايلې ډيرې خوږې دی پام کوئ چې بې صبري ونه کړئ ان شاء الله  الله جل جلا له  به ستاسې داسې ناز واخلې چې کله مو هم په فکر او خيال کې نه وي ګرځيدلی .

الله جل جلا له  دې مونږ او تاسې ته د اسلام په رڼا کې ژوند راکړي تر څو راتونکي اختر هم د اسلام په رڼا و لمانځو .

ددې پاڼې د پيل دا دوهم اختر دی ، ډير زيات خوښ يو چې د الله جل جلا له په پوره فضل او مرسته مو د د اسې مسلمانانو وروڼو سره دوهم اختر پيل کړ چې دوی د اسلام له زده کړي د اسلام د بقاء او قيام مينوال دي يعنې ددې پاڼې ميلمانه خاص هغه کسان دی چې دوی د اسلام بقاء او قيام غواړي .

الله جل جلا له  دې زمونږ په دغه ډيرو معمولي هلوځلو کې برکت واچوي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. اسلام عليکم
    ټولو مسلمانانو او د انلاين اسلامې لارښود چلونکو او لوستونکو د لوی اختر مبارکي وايم

  2. حسيب الله

    زه هم په خپل وار سره د عوت پانې ښاغلو ته او ښاغلو لوستونکو ته د اختر مبارکي وايم
    الله تعالی زمونږ عبادات پخپل در کې قبول کړي

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي