د عرفې د ورځې د روژې نيولو فضيلت

د عرفات د ورځې روژه نيول د هغه چا د پاره چې د عرفات په ميدان کې حاضر نه وي سنت ده .

د عرفې د ورځې روژه په اتفاق د علماؤ د فرضي روژې وروسته افضل ترينه روژه ده ،د عرفات د يوې ورځې روژه نيول په وجه الله تعالی د خپل بنده د دوو کلونو (تير شوي او راتلونکي ) کال صغيره ګناهونو معافوي . جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : (صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده) مسلم. ژباړه : د عرفات د ورځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.

د عرفې د ورځې د دعا په اړه  رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : خير الدعاء دعاء يوم عرفة، وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: (لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير). [الترمذي، وحسنه الألباني في صحيح الترمذي 3/184].

يعنې : غوره  دعا د عرفې د ورځې دعا ده او غوره شی چې ما او زما نه مخکې  پيغمبرانو ويلي ((لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير) .

نو مستحب ده د عرفات په ورځ دا دعا وويل شي .

هيله ده چې مسلمانان وروڼه او خويندې دغه لوی اجر په ډير کم او آسانه عمل له لاسه ور نه کړي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email