د دفتر څخه د اضافي خوراکي موادو کور ته وړل

 

په یو دفتر کی په داسی پوست کار کول چی کله نا کله خوراکی مواد د دفتر په پیسو د رسمی سیمینارونو لپاره اخستل کیږی او ته یی د مال ساتونکی په توګه عام او تام موظف یی. دغه خوراکی مواد اکثره وخت زیاتیږی او که د بل سیمینار لپاره یی ساتی نو خرابیږی نو اوس ایا د داسی خوراک خپل کور ته یا خپلو ملګرو ته وړل روا دی او که نه؟ که له تانه پاتی شی نو بیا د نورو کارمندانو له خوا نه چور کیږی یعنی مطلب دغه پاتی خوراک د دفتر په نفع بیا نه مصرفیږی.
او که د دفتر د کارمندانو لپاره یو څه خوراکی مواد راوړل شوی وی یعنی میوه یا چاکلیټ او ته هغه ونه خوری خو خپله برخه له ځانه سره واخلی او خپل کور یا ملګرو ته یی ورکړی نو آیا داسی کول روا دی او که ناروا؟

م . دانش – کابل

والسلام
 

ځواب 
بسم الله الرحمن الرحيم  
تاسې ددی دفتر يو کار کونکی ياست چې د مزد په مقابل کې کار کوئ د دفتر وسايل او د نورو موادو مصارف کوم چې ستاسې په اختيار کې دی امانت دي .
مسلمان به د امانت رعايت کوي قوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ لأمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (٨)] (مؤمنون/8) «او هغه کسان چې د امانت او وعدو رعايت کوي »
شيخ ابن جبرين- فتاوي للموظفين و العمال، ص(33،32) البدالحرام مکه مکرمه .
 
که هغه خواراکي مواد چې تر بله چاښت پورې خرابيږي يایې څوک نه خوري باک نه لري مګر ځنې خوراکي مواد څو ورځې وخت لري هغه که تاسې وړی نو بايد د خپل مسئول او سرپرست اجازه وي .
 
په دوهم صورت کې هم احتياط په کار دی ځکه چې نوموړی مواد يوازې ستاسې لپاره حواله شوی دی نه ستاسې د کور او ملګرو . (آن لاين اسلامې لارښود ) .

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 65 times, 1 visits today)