د لمانځه قضايي څنګه ادا کيږي ؟

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

دالله له لوی دربار څخه درته داجرعظیم غوشتونکی یم

زما سوال ستاسوله محترم حضورڅخه دادی که دچا څخه په څوځلی دسهار لمونځ قضا شی او دهغی لمونځونوقضایی په یوه ورځ ادا کړی داصحیح دی اوکه نه اوکه صحیح نه وی نو مهربانی وکړی ماته یی یوه صحیح طریقه وښایی اوبله داچی دتوبی کولویوه صحیح طریقه راته وښایه

زیاته مهربانی به مووی – نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د چا چې لمونځ هير شي يا بيده وي او د لمونځ وخت ور باندې تير شي نو هغه ته پکار ده چې هر کله لمونځ ور په ياد شي يا د خوب نه بيدار شي د هغه لمانځه قضايي به راوړي همغه يې وخت دی په دليل د لاندې حديث شريف : ” من نسي صلاة أو نام عنها فکفارتها أن يصليها إذا ذکرها” (صحيح مسلم : 684- 315/477/1 )

يعنې د چا څخه چې لمونځ هير شي او يا خوب وړی وي او لمونځ ترې قضا شي د هغه کفاره دا ده چې کله يې ور په ياد شو همغه وخت به د هغه قضايي راوړي .

د پورت حديث شريف او همدانګه د الله جل جلا له  ددې قول : اقم الصلوة لذکری په رڼا کې احناف وايي : د فرض لمونځ قضايي په مکروه وخت کې هم جايزه ده ځکه چې په حديث شريف وخت دا ښودل شوی دی چې کله در په ياد شو او په مکروه وخت کې چې د لمونځ نهی راغلی ده هغه نفلي لمونځ دی ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۶ – هدايه ج ۱ ص ۸۱،۸۲ ) .

که د چا څخه په ټول وخت کې پنځه  يا شپږ لمونځونه قضا شوی وي نو هغه ته صاحب ترتيب ويل کيږي هغه به لومړي قضايي لمونځ ادا کوي او بيا به د وخت لمونځ ادا کوي ، او که د چا څخه ډير لمونځونه قضا شوی وي نو هغه صاحب ترتيب نه بلل کيږي څنګه چې غواړي هسې قضايي راوړلای شي يو دم د څو لمونځونو قضايي راوړل او يا په تدريجي ډول خو ځنډول يې ګناه ده .

په پورته حديث شريف کې د خوب او هيرې په حالت کې د لمانځه د قضا کفاره د هغه فوراً قضايي ښودل شوی ده چې دا حالت ډير کم صورت نيسي .

مګر دا چې په مسلسل ډول د سهار لمونځ د خوب په وجه قضا شي نو دا د غفلت او سستۍ نښه ده ځکه که يوسړی له خوبه نشي پاڅيدای نو اوس عصر کې د خوب د بيدارۍ وسايل شته بايد ددې غفلت او سستۍ مخ ونيول شي او د قضا شويو لمونځونو قضايي ادا شي ځکه چې د لمانځه په غفلت کې سخت وعيدونه ذکر شوي دي .

الله جل جلا له  دې توفيق راکړي

د توبې شرايط دلته وګورئ

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښو

Print Friendly, PDF & Email