د غلا مال رانيول

 

د غلا مال رانيول
ايا شرعاً د غلا مال رانيول جايز دی او که نه ؟
ځواب: د اسلام مقدس دين له جرم سره د مخالفت ښکاره کولو او د جرايمو په وړاندې د مشکلاتو پيدا کولو د داسې شيانو رانيول حرام ګرځولي ،چې مجرم او جرايمو ته قوت حاصليږي ،چا ته چې معلومه شي چې دغه د غلا شوی يا د غصب مال دی يا د مال له اصلي مالک څخه په ناروا طريقه تر لاسه شوی وي را نيول يې حرام دي ،ځکه چې په دغه صورت دده لخوا له غله ،غاصب او ظالم سره د غصب ، غلا او ظلم په ناوړه کار کې يو ډول تعاون دی .
الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَعَاوَنُوعَلَی الاِثمِ وَالعُدُوان (المائده 2 ) .
مه كوي تاسې مرسته يو تر بله د ګناه او ظلم په کار کی .
او خاص په دی معامله کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
من اشتری سرقة وهو يعلم انها سرقة فقد اشترک فی اثمها وعارها (السنن الکبری للبيهقي ج۵ ص ۳۳۵ حاکم ج ۳ ص ۳۵ )
ژباړه : چاچې د غلا مال رانيوی او دی په دې خبر ؤ چې دا مال د غلا دی ،نودغه کس په دغه ګناه او ناوړه کار کې شريک دی .
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 37 times, 1 visits today)