د اولاد روزنه دوهمه برخه

د اسلامي تر بيي بنسټونه

۱  ــ ايماني تربيه :

صحيح عقيده د اسلام په رسالت باندي د انسان روح  تشکيلوي چې ارکان يي عبارت دي له ايمان په الله جل جلاله ، ايمان په ملائکو ، په آسماني کتابونو ، په پيغمبرانو ، د اخرت په ورځ ، په قضاء او قدر باندی چې د انسان په زړه کې تحقق پيدا کوي .

په معلم او روزونکي باندي تر هر څه د مخه لازم ده چې د خپل ماشوم لپاره د الله جل جلاله د توحيد او يکتاپرستۍ د اثبات لپاره داسي قناعت کونکي دلائل وړاندي کړي چې د هغه په زړه کې ځای ونيسي او هغه دي ته متوجه کړي چې الله حاکم او دقدرت څښتن دي په دنيا کې ژوندي او غير ژوندي او په آخرت کې بيا ژوندي کول ، حساب او کتاب کول يوازي او يوازي الله لره دي او د هغه جل جلاله په اختيار کې دي .

وروسته له هغه څخه معلم او تربيه کوونکي بايد خپل ماشوم د قرآن د مرتبي او عظمت سره آشنا کړی او هغه ته دا وويل شي چې قرآن د خدای جل جلاله کلام او هدايت دی نو له هغه کتابو څخه چې د بشر له طرفه دي  ډير فرق لري او بيا ورته د قرآن لوستل ،ور زده کړ شۍ او د قرآن ځنې سورتونه او آيتونه ور ياد کړ شي ، ځکه چې قرآن د الله تعالی د جانبه د بشريت د پاره د هدايت يوازنی نسخه ده .

الله تعالی فرمايي :إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا (الاسراء ۹ /)

(بې شکه دغه قرآن لار ښيي چې هغه سمه سيخه ده او هغو مؤمنانو ته چې ښه کارونه کوي زېری ورکوي ، چې د دوی د پاره لويه بدله ده ).

    همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( غوره له تاسو څخه هغه کسان دي چې قرآن زده کړی او هغه نورو ته ور زده کړي ) (1)

د قراني تربيت له طريقو څخه يوه طريقه دا ده چې ماشوم ته د (نور ،لقمان او حجرات ) سورتونه ور زده کړ شي ځګه چې په دې سورتونو کې مهم احکام بيان شوی دي .

وروسته له هغه څخه لارښوونکي بايد دماشوم په زړه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د محبت د پيداکولو هــــــڅـه وکړي او هغه و پوهوي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم آخرين او قدرمن  پيغمبر دی او د هغه د سنتو او لارو څخه او د هغه د څلورو امامانو څخه پيروي ډيره ضروري ده .

همدارنګه د روزونکي لپاره لازمه ده چې ماشوم ته د ايمان او جهــــــــــاد سره محبت او د اسلام د دوښمنانو سره ورته کرکه پيدا کړي . په ځانګړي توګه له هغو سره چې د مسلمانانو سره په زړه کې کينه او بد بيني لري او د مسلمانانو په ضد پلانونه جوړوي . او د هغوي په خاوره آبرو او مالونو باندي تېری کوي .

امکان لري لاندي حديث چې دکوم مطلب لپاره ويل شوي دی مثمر واقع شي . ترمذي له ابن عباس رضي الله عنه نه روايت کوي چې يوه ورځ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وم هغه راته داسې وفرمايل : ( اي ځوانه دغه مسائل درته بيانوم او هغي ته ښه پاملرنه وکړه : د خداي جل جلاله د لارښونو ساتنه وکړه هغه به ستا ساتنه وکړي. خداي جل جلاله حاضر او ناضر وګڼه تر څو هغه به خپل مخکې ووينې . هر کله چې غوښتنه لري هغه يوازي له الله جل جلاله څخه وغواړه . هر کله دې چې کمک ته اړتيا وه دهغه له الله څخه طمع وکړه .ځکه که ټول خلک لاس يو کړي او وغواړي چې تا ته ګټه ورسوي هغوي درته هيڅ ګټه هم نه شي رسولاي بغير له هغه څخه چې الله تعالی درته مقرره کړي وي . او که ټول سره يو شي او وغواړي چې تا ته تاوان ورسوي تاوان درته نه شي رسولاي بغير له هغه تاوان څخه چې الله تعالي درته مقرر کړی وي . قلمونه له ليکلو څخه وروسته پاتي دي او پاڼي وچې شوي دي ) .(2)

    په نورو روايتونو کې بغير د ترمذي له روايت څخه په يوه حديث کې راغلي دي : (…. په آرامتيا کې خداي جل جلاله له ياده مه باسه . تر څو هغه هم تا په سختيو کې له ياده ونه باسي . په هغه څه کې چې ته ورسره مخامخ شوی وې چې په اصل کې داسې وو چې ته به ورسره مخامخ نشې .او پوه شه چې وروسته له صبر څخه نوبت د کاميابي دي ).

    هرکله چې ماشوم د دغه حديث شريف په مفهوم پوه شي او په هغه ايمان راوړي نو  قوي او با اراده لرونکي شخصيت به ورڅخه جوړ شي او د ټولو مشکيلاتو سره به په ميړانه مقابله وکړي .

آن لاين اسلامې لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 [1]-. اخرجه البخاري و مسلم و ابوداود.

[2]-. الاربعين النوويه.

 

Print Friendly, PDF & Email