د اولاد روزنه لومړئ برخه

د اولاد روزنه:

يو له بنسټيزو اصولو او د يوې کورنی د ځانګړتياؤ او نيک شهرت څخه د هغه کورنۍ د اولادونو  تربيه او سالمه روزنه ده . د يادولو وړ خبره ده چې د تربيې او روزنې معنا د تعليم او زده کړی له معنا څخه پراخه او وسيع ده .

تربيه : اولاد ته روزنه ورکول داسې چې قدم په فدم په پوره ډول د روزنې ټول مراحل لکه مادي ، بدني ،نفسي ، روحي ، عقلي ، فکري ، او ټولنيز په پوره پاملرنه سره ور کړ شي .

تعليم : تعليم د تربيې  يوه برخه تشکيلوي او ماشومان د تعليم په واسطه خپل دضرورت وړ معلومات راټولوي چې د عقلي جنبي سره تړاو لري مګر  په تربيه کې دغه ټول اړخونه شامل دي لکه جسمي ، عقلي ، شخصيتي ، معنوي او ځينې نور اړخــونه .

د اولاد د ښې روزنې او پالنې لپاره هم تعليم ضروري دي او هم تر بيه ،ځکه هغوي داسې امانت دي چې په مور او پلار سپارل  شوي دي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : بهترينه ورکړه دمور او پلار اولادونو ته ښه تربيه ده . (۱)

بايد پوه شو چې سالمه تربيه د اولادونو يو له مهمو او بنسټيزو چارو د ژوندانه څخه ده او د هغوي پاک او د عيبونو نه خالي زړونه  ډير د ارزښته وړ ګوهرونه دي، او د هر ډول نقش او خيال څخه خالي دي نو کوم ډول عقيده او خيال چې مور او پلار وغواړي د هغوي پاک زړونه يي په آساني سره منلی شي او کولاي شي چې په ښه کار او ښه وينا سره يي عادت کړي نو همغه شان لوېږي او د دنيا او آخرت نيک بختي به ورته نصيب شي مور او پلار چې د دوی د روزونکي  رول لري هغوي به هم ورسره په دغه نيک بختي کې شامل وي .

که چيري اولادونه  شر او بد کارئ ته مخه کړي او والدين هغوی ته پاملرنه و نه کړي ، نو نتجه او پايله به يې بدبختي او نا بودی وي والدين چې د معلم او روزونکي  حيثيت لري د خپلي ټنبلی له سببه به د هغوي د ناوړه اعمالو او ګناه په مجازاتو کې ورسره شريک وي ځکه چې د اولاد په باره کې والدين مسئول دي

الله جل جلاله فرمايلي دي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا ( التحريم ۶ )

 (مؤمنانو! خپل ځانونه او خپلې کورنی د دوزخ د اور څخه و ژغورئ).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1]-. الاربعين النوويه.

 آن لاين اسلامې لارښود – د ماشومانو روزنه

يادونه : په دې لړۍ که به ان شآءالله تاسې ولولې

د اولاد بدني ، عبادي ، جسمي ، اخلاقي او ټولنيزه روزنه

ماشومانو ته د سبق او درس ورکولو کړنلارې

د اوسني تعلمي نصاب نمګړتياوي

استادانو ، محصلينو او متعلمينو ته د آن لاين اسلامې لارښود پيغام

په معارف کې شاملو کسانو ته د آن لاين اسلامې لارښود پيغام

شخصي او خصوصي مکاتبو ته د آن لاين اسلامې لارښود بيغام

د لړۍ پای

Print Friendly, PDF & Email