پغله نجلې د خپل پلار سره حج کولای شي

نه واده شوي پغله خپل پلار سره کولاشي حج وکړي؟
Meena
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو : پيغله د خپل پلار سره حج کولای شي ځکه چې پلار يې محرم دی
قوله تعالی : وَ للهِ عَلَي النَّاِس حِجُّ البَيتِ مَنِ استَطَاعَ إلَيهِ سَبِيلاً ( (آل عمران 97)
ژباړه : او حج د دغه الهي خونې پر هغو خلکو فرض دی چې (مالي او بدني ) توانايي ولري .
يعنې مالي او بدني توانايی ولري او بلوغ ته رسيدلی وي او يا که خپله مالي توانايي و نه لري د بل په کومک او مالي توانايي سره چا ته د حج لاره برابره شي مثلاً پلار اولاد ته د حج خرچ برابر کړي او خاوند خپلې ښځې ته يا کوم شرکت او کمينئ خپل کارکونکی ته د حج د پاره خرچ برابرکړي نو داسې کول هم جايز دي نور تفصيل دلته وګورئ .
د ښځو حکم : د ښځو د پاره ددې شرطونو سره دوه شرطونه نور هم دي
اول : هغه به يوازې نه ځې بلکي محرم به ور سره وي .
دوهم : دوهم شرط دا دی چې هغه به په عدت کې نه وي ، عدت که د خاوند د مرګ وي او که د طلاقو وي .
آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email