د مسلمان وگړي مسؤولیتونه

(او تاسي به هرو مرو د خپلو كړو وړو په اړه پوښتل كېږى.)

(ژباړه: النحل سورت ۹۳ آيت)

 

مسلمان مسؤولانه ژوند لري

مسلمان په دنیا کې د مسؤول شخص په توګه ژوند کوي، پدې معنی چې الله جل جلاله د هغه پر اوږو څه مسؤولیتونه ايښي دي، چې د همدې مسؤولیتونو او واجباتو اداء کول او یا په هغوی کې بې پروايي د ابدي کامیابۍ او ناکامۍ اصلي معيار دی، څوک چې دا مسؤولیتونه اداء کړي هغه به هم په دنیا کې ډاډمن ژوند ولري او هم به په آخرت کې د کامیابۍ مستحق وګرځي، او څوک چې دا مسؤولیتونه پرځای نه کړي نو هم به په دنیا کې ناکراره وي او هم به په اخرت کې د الله د عذاب وړ ګرځي، چې لومړۍ پايلې ته قرآن کریم فوز او فلاح يعنې كاميابي او دويمې ته يې خسران يعنې ستر زيان ويلى دى.

دا مسؤولیتونه كوم دي؟

ټول هغه اوامر چې په قرآن كريم او احاديثو كې مسلمانان پرې مکلف شوي، د مسلمان مسؤولیتونه دي چې دلته يې ځينو مهمو ته لنډه اشاره کوو چې بايد هر مسلمان ورته ځانګړې پاملرنه وكړي. البته د ليكنې له اوږدېدو څخه د مخنيوي په موخه د دلایلو له راوړلو څخه ډډه كوو.

لومړى: ایماني او عقیدوي مسؤولیتونه

له مسلمان څخه د اسلام لومړۍ غوښتنه دا ده چې په الله تعالی، د هغه په پیغمبرانو، کتابونو، پرښتو، د آخرت په ورځ او په تقدیر باندی پياوړى ایمان ولري، الله جل جلاله په سمه توګه وپيژني، له هغه سره یې اړیکې ټينګې وي، هېڅوك او هېڅ څيز ورسره شريك نكړي، الله یې تل په یاد وي، پر هغه توکل وكړي، يوازې له همغه مرسته وغواړي، او د زړه له تل څخه په دې یقین ولري چې له هغه پرته بل د ګټې او زيان رسوونكى نشته.

دويم: عملي مسؤولیتونه

د مسلمان فرد دويم مسؤولیت دا دی چې د ژوند په هر اړخ او هره شیبه کې د الله تعالی د اوامرو پابند او تابع وي، په هېڅ ډول د الله له حدودو څخه تیری ونه کړي، د اسلام ټولو احکامو ته غاړه كیږدي كه څه هم د هغه د غوښتنو او خوښې مخالف وي، همدا بشپړه پيروي د انسان د ایمان صحیح معیار دی. ریښتینی مسلمان په هره وړه او غټه، خوشحالۍ او خفګان، تنګسۍ او پراخۍ او په هر بل حالت کی د الله تعالی د حکم پوره تابع وي. الله جل جلاله فرمایي: (نه، اى محمده! ستا په رب سوګند چې دوى تر هغه نشي مؤمنان كېداى چې په خپل منځي شخړو كې تا فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا پر فيصلې باندې په خپلو زړونو كې هم څه تنګي احساس نه كړي؛ او په پوره توګه يې ومني.) (ژباړه: النساء ۶۵)

دريم: په اسلام باندې ویاړ او د عزت احساس كول

د مسلمان فرد بل مسؤولیت دا دی چې د اسلام سره په تړاو وویاړي او په هغه باندې د عزت احساس وکړي، هغه بايد ډاډه وي چې اسلام یواځینى دين دی چې هم په دنیا کې بشریت له ستونزو ژغورلی شي او هم په آخرت کې لدې پرته د کامیابۍ بله لار نشته، الله فرمایی: (هر څوك چې له اسلام پرته بل دين غوره كړي، هېڅكله به ور څخه قبول نكړى شي او هغه به په اخرت كښې زيانمن وي. (ژباړه: آل عمران ۸۵)

څلورم: د الله په وړاندې د مسؤولیت احساس

همدا راز د مسلمان بل مسؤولیت د الله په وړاندی د پوښتنې شدید احساس دی، پدې معنی چې هغه هيڅكله نشي زغملاى چې د الله جل جلاله احكام تر پښو لاندې شي. کله هم چې داسې کوم کار وويني نو د هغه د اسبابو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي، او ترڅو یې چې هغه له منځه نه وي وړی آرام نه کښیني او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا يې تل په ياد وي چې فرمايي:(ستاسی هر يوه پر اوږو زمه داري پرته ده، او هريو به د خپلو زمه داریو په اړه پوښتل کیږي…)

پنځم: د الله تعالى رضا يې هدف وي

د مسلمان بل مسؤوليت دا دی چې د ژوند په اوږدو کې يې د هر ګام له پورته کولو او د هر کار له ترسره کولو څخه موخه د الله رضا وي،که څوک خوشحاله کوي او که څوک خفه کوي، کوم کار سرته رسوي او که يې پریږدي، د دې ټولو هدف یې يوازې د الله تعالی رضا وي، د هر کار لپاره له هغه سره معیار د الله رضا وي، په هر څه باندی چې الله تعالی خوښیږي هغه سرته رسوي او په څه چې خفه کیږي له هغې نه لاس اخلي، په دې کې ورته جومات او بازار، کوڅه او دفتر او ټولنيز او فردي ژوند یو شان وي، داسې نه چې په جومات کې يې هدف د الله رضا وي خو په بازار کې بيا خپله ګټه!

شپږم: د فرایضو او نوافلو اداء کول

د مسلمان بل مسؤولیت د فرایضو، د دین د ارکانو او نوافلو اداء کول دي، د مسلمان پر اوږو تر ټولو ستر مسؤوليتونه هغه دي چې الله تعالی پری فرض کړي دي، هغه باید د دې فرایضو په سمه توګه اداء کولو کې تر هر څه زیات زحمت وګالې، او پدې كې هېڅ ډول سستي ترې ونه شي، په ځانګړې توګه په لمانځه او روژه کې هېڅ ډول ټمبلي ونه کړي، د دې ترڅنګ باید په نفلي عبادتونو کې ډېر کوښښ وکړي، ځکه نفلي عبادتونه الله تعالى ته د انسان د نږدې كېدلو لامل ګرځي.

اووم: د اسلام سمه پیژندنه:

د مسلمان وګړي بل مسؤولیت دا دی چې اسلام په سمه توګه وپېژني، یواځې دا کفایت نه کوي چې انسان اسلام ته په تړاو باندې ووياړي بلکې په هغې باندې په حقیقي توګه ځان پوه هم کړي چې دا د ژوند د تیرولو مکمله برنامه او لاره ده، او په دې هم بايد پوره مطمئن شي چې څرنګه په دې دين کې د بشریت د دنیا او د آخرت کامیابي نغښتې ده؟

اتم: نور خلك اسلام ته رابلل

د مسلمان بل مسؤولیت دا هم دی چې اسلام نورو ته ورسوي، خلک د هغې لور ته را دعوت کړي، او دې ته يې وهڅوي چې په عملي توګه دا دين د خپل ژوند لپاره د عملي برنامې او تګلارې په توګه وټاکي.

نهم: د الله تعالى د دين د حاكمولو په لار كې هڅه كول

د مسلمان فرد بل مسؤولیت دا دی چې د هغو خلکو په راټولولو كې هڅه وكړي چې اسلام یی سم پېژندلی او هغه یې د ژوند د تګلارې په توګه غوره کړی دى، ترڅو د اسلام د پلي كېدلو کار په منظمه توګه سرته ورسیږي. بيا نو بايد په ګډه څرنګه يې چې په فردي ژوند کې د الله بندګي منلې، په همدې توګه په اجتماعي ژوند کې ټولنه د الله بندګۍ ته تياره كړي او عملا پکې د الله دین حاکم کړي. یوه شېبه هم بايد د الله جل جلاله د دین د اقامې، او د شریعت د حاکمولو لپاره د هلوځلو څخه غفلت ونه کړي.خپل ټول وس او توان، مال او وخت باید پدی لار کې ولګوي.

د ځان په هکله د مسلمان مسؤولیتونه

د ځان په اړه د مسلمان مسؤولیت دادی چې د خپل جسم، عقل او روح د اړتیاوو په هكله متوازنه کړنلاره غوره کړي، د یو اړخ په اړتیاوو باندې د زیات ټینګار له امله بايد د بل اړخ اړتیاوې هیرې نه کړي، په خوړو کې توازن، ورزش کول، د ناروغۍ پر وخت علاج کول او همدا راز ځان پاک ساتل د انسان د جسم اړتیاوې دي. د خپل ثقافت او علمي كچې لوړول، داسې سمه پوهه او ژور علم ترلاسه کول چې انسان په فکری لحاظ له اضطراب او متناقضو افکارو څخه وژغوري، او په ځانګړې توګه په خپل تخصص کې د کمال مرحلې ته ځان رسول د عقل غوښتنې دي. همداراز د عبادتونو، ښو اخلاقو، په ایمانی مجالسو کې د ګډون او د الله تعالی سره د مضبوطو اړیکو له لارې د خپل روح پاكول، لوړول او ورته ځلا وربښل د روح غوښتنې دي چې دا يو هم باید هیر نه کړاى شي.

د کورنۍ په هکله مسؤولیتونه

د کورنۍ په اړه د مسلمان مسؤولیتونه دا دي چې متوازن ژوند اختیار کړي، د یو اړخ د حقوقو د اداء په پلمه د بل حقوق تر پښو لاندې نه کړي، د مور او پلار سره ښه سلوك او درناوى، د ښځی په انتخاب کې د شرعي معيارونو رعايت، له ښځې سره د عاطفي تعامل پرځای عاقلانه تعامل غوره کول، د والدینو او د کورنۍ د نورو غړو په وړاندې د خپلو مسؤولیتونو او د مېرمنې د خوښیو ترمنځ په ښه او عاقلانه توګه توفیق راوستل، د اسلام د اصولو سره سم د ماشومانو او لاس لاندې كسانو ښه روزنه کول، ښه نومونه ورته غوره كول، په هغوی کې غوره اخلاق او لوړ صفات كرل، د لوڼو او زامنو ترمنځ توپير نه کول، په كورنۍ باندې په سخاوتمندۍ سره مال لګول مګر له اسراف څخه ځان ساتل او

ماشومانو ته د محبت احساس ورکول د مسلمان له مسؤولتونو څخه دي.

د خپلوانو په اړه مسؤولیتونه

له خپلوانو سره اړیکې ساتل او د هغوی پوښتنه كول هم د مسلمان دنده ده. اسلام په صله رحمۍ او له خپلوانو سره په نیک چلند ډیر ټينګار کړی او جوته كړې يې ده چې صلۀ رحمي دا نه ده چې ته له چا سره د ښه سلوک په بدل کې نيكي وکړې، بلکه صلۀ رحمي خو دا ده چې له تا سره څوک بد وکړي، نو ته ورسره نېك چلند او صله رحمي وکړې.

د ګاونډیانو په اړه مسؤولیتونه

له ګاونډيانو سره ښه تعامل هم د مسلمان په مسؤولیتونو کې شامل دی،

 مسلمان تل له همسایه سره نيك سلوک کوي كه څه هم هغه نامسلمان وي، او د هغه چا په اړه چې ښه ګاونډى نه وي پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هغه مسلمان نه شي کیدلی. په هغو ستونزو چې د ګاونډیانو لخوا انسان ته رسیږي صبر كول او بالمثل چلند نه كول هم د مسلمان ځانګړتيا ده.

د دوستانو په اړه مسؤولیتونه

له دوستانو سره د اخوت او محبت ټولې غوښتنې پوره كول چې لومړۍ مرتبه یې د دوى په اړه له هر ډول ناپاكو افكارو څخه د زړه پاكوالى او لوړه یې

ایثار دى؛ یعنې د خپلو وروڼو اړتیاوې به پر خپلو ضرورتو او اړتیاوو لومړۍ ګڼي، له دوی سره مقاطعه نه کوي، د دوی په وړاندې تل له عفوې کار اخلي، په ورین تندي ورسره مخامخ کیږي، تل د خیر خبره ورته رسوي او نصیحت ورته کوي، نيكي او وفا يې په طبيعت كې نغښتې وي، تل ورسره نرم چلند کوي، غیبت يې نه کوي، ورسره له بی ځایه بحثونو او جدل څخه ډډه کوي، داسې ټوکی هم ورسره نه کوي چې په تكليف يې كړي. ورسره له وعده خلافۍ او هر ډول بد سلوک څخه ځان ساتي، لنډه دا چې په بشپړه توګه د لوړو اخلاقو څرګندويي كوي.

د ټولنې په وړاندې مسؤولیتونه

مسلمان همیشه ریښتینی وي، هېڅکله هم د چا سره دوکه، فریب او خیانت نه کوي، له هېچا سره په حسد کې نه مبتلاء کیږي، له هر چا سره د خیرخواهۍ معامله کوي، په خپلې وعدې باندې تل وفاء کوي، حیاء یې خاصه ځانګړتیا وي، له خلکو سره همیشه د نرمۍ، رحم او عفوې پر بنسټ معامله کوي، همیشه خلک معاف کوي. په ورین تندي له خلکو سره تعامل کوي، حلم او بردباري پرې غالبه وي، له ښکنځلو او سپکو ویلو څخه ځان ساتي، په چا باندې ناحقه د کفر او فسق فتوی نه لګوي. حیاناک او د خلکو پر عيبونو باندې پرده اچوونکی وي. په هغه څه كې چې د ده مربوط نه وي، کار نه لري، د غیبت او چغلۍ څخه ځان ساتي، درواغ نه وایي، بدګماني نه کوي، د چا د راز کومه خبره که ورسره وي هغه نه افشاء کوي. له تکبر څخه ځان ساتي او له خلکو سره متواضعانه تعامل کوي، په چا پورې مسخرې نه کوي. د مشرانو درناوى كوي او پر كشرانو شفقت لري. تل هڅه كوي چې خلكو ته ګټه ورسوي او ضرر ترې لرې كړي. د مسلمانانو ترمنځ د سولې کوښښونه او هڅې کوي، همیشه خلک حق ته رابلي، په نیکۍ امر کوي او له بدۍ څخه خلک منع کوي، په حکمت سره د خیر خبره خلکو ته رسوي. هېڅکله منافقت نه کوي. د ریاء او ځان ښودنې څخه ځان ساتي، تل د خلکو د ستونزو په حل کولو کې ونډه اخلي. د مریض عیادت کوي، د مړو په جنازو کې ګډون کوي، څوک چې ورسره ښه وکړي د هغې د احسان بدله ورکوي. او كه له چا سره ښه وكړي احسان او منت نه پرې اچوي، همیشه خلکو ته د خوشحالیو د برابرولو هڅه کوي. خلک په سختیو کې نه اچوي بلکه خلکو ته آساني پیدا کوي، په خپل قضاوت کې عدالت مراعت کوي، په هېچا ظلم نه کوي او لوړ همت لري. ژوولې او متکبرانه خبرې نه کوي، د چا په مصیبت نه خوشحاله كيږي بلكې په لرې كولو كې يې مرسته ورسره کوي. سخي او کریم وي، ځوان طبیعته او میلمه پال وي. ایثار کوي او نورو ته پر ځان باندې ترجیح ورکوي، د عفت خاوند وي او هېڅکله سوال نه کوي. خپل عادتونه او کړه وړه همیشه د اسلام په تله كې تلي، په خوراک او څښاک کې د اسلام د آدابو پابند وي، په سلام کې لومړى وي او د چا کور ته له اجازې پرته نه ننوزي، کوم مجلس ته چې ولاړ شي، مخې ته د تللو کوښښ نه کوي بلکه کوم ځای ته چې مجلس رسیدلی وې هم هلته کښیني، په مجلس کې تر خپله توانه له خوله وازۍ (ارګمي) څخه ځان ساتي، د پرنجي پر وخت د اسلام آداب مراعاتوي، كه د چا کور ته د میلمه په توګه ولاړ شي نو یو خوا بل خوا په متجسسانه توګه نه ګوري او نه د کور د خلکو په خصوصیاتو کې ګوتې وهي، که سړی وي ځان د ښځو سره له مشابهت څخه ساتي او که ښځه وي، ځان د سړو له مشابهت څخه ساتي. د خدمت جذبه یی د زړه په تل كې پرته وي، تل په ټولنه کې د هر نیک کار ترشا دریږي، ملاتړ يې كوي او عملا د خیر په خپرولو کې ونډه اخلي. د شر او ظلم په مقابل کې جرأتمندانه دریځ غوره کوي او كله هم په دې اړه بی تفاوته نه پاتې کیږي.

د اصلاح پیغام لړۍ

Print Friendly, PDF & Email