په ځمکه کې د کنز موندلو مالک څوک وي ؟

ډیر محترمو  اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی ما تقریبا شل کال مخکی د یوه نفر سره کار کاوه یعنی خښتی می ورسره وهلی ،بیا د کار په جریان کښی د ځمکی د کیندلو په وخت یو څو زړی پیسی چی د کفارو د دوری څخه وی پیدا کړی . او دناخبری او ضغیف اقتصاد له کبله هیچ چا غږ ونکړ او ځانته می خرڅی کړی ،نو زما سوال اوس دا دی چی په هغه زړو پيسو کښی د ځمکی د مالک حق راسره شته او که نه ؟اوکه چیری وی نو د زړو پيسو حساب دنویو سره څنګه برابر کړم او څومره حق زما او څومره د مالک کیږی .او یو بل تشویش زما سره دا دی چی که چیری زه هغه ته ورشم او دا خبره ورته وکړم د دی ویره هم شته چی پر ما د ډیرو شیانو دعوی ونکړی،لطفا په مکمله او واضح توګه لارښونه راته وکړی
وسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې اړه د فقهاوو تر مينځ اختلاف دی ځنې وايي که په ځمکه کې د جاهليت د زماني خزانه او څه قيمتي شي و موندل شي نو د هغه مالک د ځمکې خاوند دی او ځنې بيا وايي نه هغه کس يې مالک دی کوم چا چې مودلي دي

نو که د فقهاؤ د دوهمې ډلې په رايه عمل وشي دا شی به د ستاسو حق وي او د امام ابوحنيفه په نزد په دې کې خمس دی يعنې پنځمه برخه به يې د مسلمانانو په مصالحو مصرفيږي ، که دا روپۍ د سپينو زرو وي نو د هغه نرخ معلوم دي

پوره تفصيل دلته وګورﺉ

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 84 times, 1 visits today)