دمسيحيت د خپريدو اونشرمخ نيوی

 

دمسيحيت د خپريدو اونشرمخ نيوی :
په هر مسلمان لازمه ده چې د اسلام په خپرولو او نشر کې تر خپله وسه ونډه واخلي ځکه اسلام د ټول بشريت د پاره نازل شوی دی که څه هم قرآنکريم په ډیرو واضحو دلايلو نازل شوی خو بيا هم داسې مناسبو وسايلو ته ضرورت لري چې د هرې ټولني سره مناسب وي .
همدارنګه هر مسلمان مکلف دی تر خپله وسه د باطلو اديان د خپراوي مخنيوی وکړي او د دوی له پوچو او پليتو اهداف پرده پورته کړي .
مونږ دلته په لنډ ډول دمسيحيت د دعوت د مخنيوی لپاره څه ليارې ستاسې خدمت ته وړاندې کوو خدای ج دې وکړي دغه د دين په لاره کې يوګټور ګام تمام شي .
۱- مسلمانان بايد په اسلامې احکامو او ادابو ځانو نه برابرکړي ترڅو په ټوکنه کې داسلامې اخلاقو او آدابو يوه نمونه وګرځي ترڅو په دې سره نور خلک د خپل دين خواته مايل کړي .
نن عصرخو ځنې داسې په نوم مسلمانان پيداکيږي چې داسې اعمال تر سره کوي چې ټول مسلمانان ورباندې شميږي دوښمن ددی پر ځای چې په اصل شکل دين مطالعه کړي دهغه پر ځای يې د خلکو په اعمالو کې مطالعه کوي .
۲- دملک نصاب اوتعليمې پروګرامونه په ټولو مراحلو کې بايد د اسلامې شريعت موافق وي ترڅو ټولنی ته داسې نسل وړاندې کړي چې په دين ښه خبر وي او د باطلو طوپانونونه مخ نيوي وکړای شي .
۳- ټول خپل منځې اختلافات او د تفرقې اسباب دمسلمانانو له منځه لري شي خو دغه کار يواځې د اسلامې وحدت او دقرآن تر سيورې لاندې ترسره کيدای شي .
۴- داسلامې هيوادو حکومتونه بايد اسلامې احکام جايرې کړي او دپرديو ساختګی قوانين لرې کړي .
۵- بايد داسلام د خپريدو لپاره په هر ممکنه لاره د کتابونو ليکل او چاپول ،کلتورې فعاليتونه اونورو لارو خپور اونشر شي ترڅو اسلام په حقيقي ډول خلکو ته ورسيږي ځکه اسلام هغه دين دی چې عقل مخاطبوي که کومه مسئله اومشكل پيښ شي هغه بايد دقرآن او سنتو په رڼا کې حل شي  .
۶- بايد ماهر دعوتګر انتخاب شي چې د دعوت په حکمت پوه وي اونورو ملکونو ته واستول شي ترڅوخلکو ته په ښه شان اسلام وړاندې کړي .
۷- داسې موسيسات او ټولنی جوړي شي چې مسلمانانو ته دمسيحيت د دعوتګرو توطئه اوپلانونه نه پرده پورته کړي او د هغوی د باطل حرکت پر وړاندې د خنثی
 کولو چټک ګامونه پورته کړي .
۸- داسلامې هيوادو حکومتونه بايد هغه روغتنونه ،کلتوري مراکز،تعليمې کورسونه   او نور چې دخارجيانو تر نظارت لاندې دی تر کلکې څارنی لاندې ونيسی او د دوی ټول فعالتونه تعقيب کړي .
۹- دهغو کسانو د قصو نشرول چې نوی په اسلام مشرف شوی وي تر څو نور هم تشويق شي او په ستر الهی رحمت کې داخل شي .
(التنصير فی البلاد اسلامی ص 98-106)

 

ترجمه : آن لاين اسلامې لارښود  

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 45 times, 1 visits today)