سيرت نبي پرلپسې (د وحی ډولونه )

دوحې ډولونه:

پخوا له دې چې د رسالت او نبوت د ژوند ټول اړخونه وڅیړو پکار ده چې د وحې ډولونه و پیژنو ابن القیم  رحمه الله وحې په لاندې ډولونو ویشی.

۱.رښتینی خوبونه چې د نبی کریم صلی الله عليه وسلم لومړنۍ وحې خوبونه وو.

۲.بې له دې چې ملايکه ووینی په زړه کې یې ور واچوی لکه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایې :جبرائیل علیه السلام زما په زړه  کې دا خبره واچوله چې: هیڅوک به ترهغو مړنه شی ترڅو خپل خوراک پوره وا نه خلی له الله جل جلاله وډار شئ او په رزق پسې ډیر مه لالهانده کیږۍ او باید رزق پیدا کول مو دیته ونه هڅوی چې له الله جل جلاله نه په سر غړونه یې دتر لاسه کولو هڅه وکړی ځکه هغه چې الله جل جلاله سره دی له الله څخه په سر غړونه نه تر لاسه کیږی.

۳.ملا ئکه  به دیو سړی په شکل راتله ،خبرې به یې ورسره کولې او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به یې خبرې یادولې ،په دې صورت کې به کله کله صحابه وو هم جبرائیل علیه السلام لیده.

۴.د زنګ دکړنګار په شکل به راتله له ټولو وحیو څخه دا سخته وه  په دې وحې کې که څه هم په سخت ژمی کې به وه د نبی صلی الله علیه وسلم تندی به له خولو ډک وو،او که په څاروی به سپور وو نو څاروی به یې په ځمکه پریوت، دا وحې یوه ورځ هغه وخت په نبی صلی الله علیه وسلم باندې راغله چې د نبی صلی الله علیه وسلم ورون مبارک د زید بن ثابت په ورانه د پاسه وو په زید بن ثابت د ده ورون هومره دروند پیټۍ وو چې ګومان یې کاوه چې ژر به یې پښه ماته  شی.

۵.چې ملائکه په هغه اصلی څیره ووینی چې په کومې پیدا شوې ده بیا ملائکه ورته د الله جل جلاله له لوری لیږل شوې وحې ووایې د سورت النجم مطابق دا ډول وحې یوازې دوه ځله راغلې ده.

۶.هغه وحې چې الله جل جلاله ورته هغه وخت وکړه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه له آسمانونو پورته لمونځ او نور احکام یې پرې نازل کړل.

۷.مستقیمه وحې چې الله جل جلاله بې له واسطې څخه د یو چا سره خبرې وکړی دا ډول وحې د قرآن کریم د صریح نص په بنسټ حضرت موسی علیه السلام ته شوې وه او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته دا ډول وحې د معراج دحدیث په رڼا کې ثابته ده، ځینو علماؤ اتم ډول وحې هغه ګڼلې ده چې الله جل جلاله بې له پردې په مخامخ ډول له چا سره خبرې وکړی په دې برخه کې د پخوانیو او اوسنیو علماوو تر منځ زیات اختلاف دی او غوره داده چې دا ډول وحې نه ده شوې.

آن لاين اسلامې لارښود ټيم سميع الله صهيب

.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي