د شوال د نفلي روژو په اړه څو پوښتنې

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی،د تیرشوی کوچنی اختر مبارکی تاسو او ټول مسلمان ولس ته د زړه له کومی مبارک وایم.
زماپوښتنه د کوچنی اختر د میاشتی د ثوابی روژو په هکله ده:
ددی روژو شمیر څو ده؟
ثواب یی څومره ده؟
ترمنځ یی وقفه شته او که نه؟
له کومی ورځی(نیټی) پیلیږی او په کومه ورځ (نیټه) ختمیږی؟
او بله دا چی که څوک د مخکینیو فرضی روژو قرضداره وی ددی قرضداره روژو نیول له ثوابی روژو سره څه اړیکه لری او که نه؟آیا مخکی د فرضی روژو د قرض څخه د ثوابی روژو نیول څه حکم لری پداسی حال کی چی قرضی روژی هر وخت نیولای شو خو د ثوابی روژو وخت تیریږی؟
په دی باره کی د مفصل او ژر ځواب په هیله؟
مننه
نجیب الله له کابله

………………………………………

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شوال د نفلي روژو شمير شپږ دی ،کله چې د رمضان المارک سره دا نفلي روژې يو ځای شي د يو کال روژه نيولو ثواب لري .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ صَامَ رمضان ثم أَتْبَعَهُ سِتًّا من شَوَّال فَذَاكَ صِيَامُ الدَّهْر» « هر چا چې د رمضان د مياشتې روژه او په هغه پسې د شوال شپږ ورځې روژه ونيسي اجر او ثواب يې د يو کال د روژې نيولو سره برابر دی ». مسلم (1164)

مستحب دا ده چې دا روژې د اختر په دوهم سبا پيل شي ،ددې روژو نيول د شوال د مياشتې په مينځ او يا آخر کې هم جايز دي ، تر مينځ يې وفقه غوره ده لکن پيوست نيول يې جايز دي کما فی الدر و ندب تفريق صوم الست من شوال ولا يکره التتابع ( الدرمختار ج ۲ ص ۱۷۱ مطلب فی صوم الست من شوال.

قال النووي رحمه الله :

قَالَ أَصْحَابُنَا : يُسْتَحَبُّ صَوْمُ سِتَّةِ أَيَّامٍ مِنْ شَوَّالٍ ، لِهَذَا الْحَدِيثِ قَالُوا : وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَصُومَهَا مُتَتَابِعَةً فِي أَوَّلِ شَوَّالٍ فَإِنْ فَرَّقَهَا أَوْ أَخَّرَهَا عَنْ شَوَّالٍ جَازَ . وَكَانَ فَاعِلا لأَصْلِ هَذِهِ السُّنَّةِ ، لِعُمُومِ الْحَدِيثِ وَإِطْلاقِهِ . وَهَذَا لا خِلافَ فِيهِ عِنْدَنَا وَبِهِ قَالَ أَحْمَدُ وَدَاوُد . المجموع شرح المهذب .

 او بل دا چې که څوک د فرضي روژې قرضدار وي هغه به لومړی قضايي روژه نيسي او نفلي ؟

په دې اړه د فقهاؤ تر مينځ څه اختلاف نظر شته ځنې په دې نظر دي چې دا روژې په حديث شريف په رمضان پسې پيوست ذکر شوی دي نو لومړی به نفلي روژې نيسي او وروسته به قضايي روژې نيسي ځکه چې د قضايي روژې د پاره تر راتلونکي رمضان پورې وخت شته .

او ځنې فقهاء بيا په دې نظر دې چې د قضايي روژې قضايي راوړل واجب دي او مستحب په واجبو باندې نشي مقدم کيداي .

ان شاء الله څه باک نه لري چې لومړی د شوال نفلي روژې ونيسي او بيا قضايي روژه ونيسي ځکه چې درمختار ليکي : ولذا جاز التطوع قبله ( قبل قضاء رمضان بخلاف قضاء الصلوة ) درمختار ج ۲ ص ‎۱۶۰ ) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۴۶ ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email