د نګور د پاره خسر محرم دی او که نه ؟

پوښتنه : د نګور د پاره خسر محرم دی که نا محرم ؟

د پوښتنې کونکي پوښتنه را څخه نا درکه شوه خو متن همداسې ؤ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نګور د پاره خسر محرم دی د محرماتو لڼد بيان په لاندې ډول دی :

محرمات ابدي

د ابدي محرمات د پاره دری اصلی سببوبه وجود لري لکه خپلوي ، زومولي او رضاع چې د ځنو انسانانو سره د هميشه د پاره نکاح او واده کول حرام دي په لاندې آیت شريف کې دری واړه ډلې بيان شوي دي :

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ …. ( 23النسأء )

حرامې کړ شوی دي پر تاسې ميندې ستاسې او لوڼې ستاسې او خويندې ستاسې او ترورياني (د پلار خوندې ) ستاسې او توړيانې (د مور خوندې ) ستاسې او وريرې ستاسې او خورځې ستاسې او ميندې ستاسې کومې چې تاسې ته يي پی درکړی وي او خوندې ستاسې له جهته د تي رودلو .

۱- سببي محرمات :

هغه ښځې چې د خپلوي او نسب له وجې د هغوی سره نکاح کول حرام دي لکه : مور ، نيا ، خور ، خورزه ،وريره ، لور ، لمسۍ ، د مور خوندې ، د پلار خوندې …….

۲- د زومولي محرمات :

له هغو سره هم نکاح حرامه ده کوم چې زومولي يا مصاهرت له کبله حرام شوی دي لکه :خسر ، د خسر پلار ، خواښې د خواښې مور او د خاوند زوی يا لمسۍ ….

۳- د رضاع له کبله محرمات :

هغه ښځه چې کوم چا ته شيدې ورکړي اسلامې شريعت هغه ته د مور درجه ورکوي د الله تعالی د قول مطابق د هغه او د هغه ځنو خپلوانو سره نکاح حرامه ګرځي .

موقت محرمات

۱- مطلقه ثلاثه :

کومې ښځې ته چې دری طلاقه ورکړ شي له هغې سره بيا نکاح کول حرام دي .

۲- واده شوی ښځه :

هغه ښځه چې خاوند ولري او خاوند يې هغې ته طلاق نه وي ورکړی د بل کس نکاح کول له هغې سره حرام دي .

۳- بې دينه ښځې :

هغه ښځې چې هيڅ آسماني دين ونه لري لکه اورپرستي ، بت پرستې ، مارکسيستي ، بهايي ، بودايي ،ملحدې ….

د اهل کتابو سره د شرايطو په صورت کې نکاح کول جايز دي تفصيل دلته وګورﺉ .

۴- د ښځې د خوندو يا خينې :

د ښځو د خوندو يا د هغه محارم لکه عمه ، خاله … سره نکاح کول حرام دي د هغه د محارم سره ځکه نکاح کول حرام دي چې قطع صلح رحم مينځ ته راځي نور تفصيل دلته وګورﺉ .

۵- پنځمه ښځه

د شرايطو په چوکات کې که څوک څلور ښځې ولري نو د پنځې ښځې سره نکاح کول حرام دي

د نورو ښځو سره د نکاح شرايط دلته وګورﺉ

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email