۱- مريضی : چې جومات ته نشي تلای او درېدلای نشي يا يې په تګ سره د مرض د سختېدو ويره وي، يا دا چې معيوب او مغذور وي چې جومات ته نشي تلای .

لقوله سبحانه وتعالی :[وما جعل عليكم في الدين من حرج] (الحج:۷۸)

ژباړه : او نه يې دی اېښی پر تاسې په دين کې هيڅ حرج او مشقت .

رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله د سختې مريضۍ پر مهال جومات نه دی تللی ابوبکر صديق رضی الله عنه ته يې امر کړی چې خلکو ته لمونځ ورکړي.

: «مروا أبا بكر فليصل بالناس» (متفق عليه)

۲- دا چې د سر مال او عزت وېره وي يا دا چې په تګ سره د مريضۍ يا د مرض د سختو وېره وي لکه مخکې چې بیان شول .

ابن عباس رضي الله عنه: أن النبي صلّى الله عليه وسلم قال: «من سمع النداء، فلم يجبه، فلا صلاة له إلا من عذر، قالوا: يارسول الله ، وما العذر؟ قال: خوف أو مرض» . (رواه أبو داود)

ژباړه : ابن عباس رضی الله عنه وايي : نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې آذان غږ واوري او د هغه اجابت ونکړي (جومات ته لاړ نشي ) پس د هغه دا لمونځ (پوره ) لمونځ نه دی مګر دا چې عذر وي ، و مو ويل : يا رسول الله څه عذر ؟ ویې فرمايل : وېره او مرض .

۳- دا چې سخت باران يا سخت يخ وي يا په شپه کې شديد باد وي

روى ابن عمر رضي الله عنه، قال: «كنا إذا كنا مع رسول الله صلّى الله عليه وسلم في سفر، وكانت ليلة مظلمة أو مطيرة، نادى مناديه: أن صلوا في رحالكم» (متفق عليه)

د ابن عمر رضی الله عنه نه روايت چې فرمايي : مونږ به چې کله د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په سفر کې وو او شپه ډيره تياره او باراني وه ، آواز کوونکي به اعلان کولو چې : په خپلو استوګنځيو او اقامت ځايونو کې لمونځ وکړئ .

۴- په سفر روانيدل وي د سورلۍ د تلو ويره وي .

۵- د تشو او ډکو متيازو سخت نيولی وي يا ډوډي تياره وي او د جماعت وخت وي .

په دليل د دغه حديث شريف:« لا صلاة بحضرة طعام ولا هو يدافعه الأخبثان »( رواه مسلم).

يعنې: د ډوډۍ د حاضرېدو او ميتيازو راتلو پر مهال لمونځ نشته

۶- بندي چې جومات د تللو اجازه نه ورکوي ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : [لا يكلف الله نفساً إلا وسعها] (البقرة:۲۸۶).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email