عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ وَأَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلا وَصَبٍ، وَلا هَمٍّ وَلا حُزْنٍ، وَلا أَذًى وَلا غَمٍّ، حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا، إِلاَّ كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ».    (بخارى:5642)

د حضرت ابو سعيد الخدرې نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه مؤمن ته هر څه مرض ، غم ، تکليف او هر څه ضرر رسيږي – تر دې پورې چې اغزې يې په پښه کې مات شي نو الله تعالی ددې څيزونو په وسيله د هغه ګناهونه صفا کوي .

مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى إِلاَّ حَاتَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطَايَاهُ، كَمَا تَحَاتُّ وَرَقُ الشَّجَرِ». (بخارى:5647)

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه مؤمن سړی ته چې هر څه مصيبت رسيږي د مرض نه وي او يا د بل څه نه – نو الله تعالی ددې په وسيله د هغه ګناهونه داسې رژوي لکه خزان وهلې ونه چه خپلې پاڼې رژوي .

عن أبي هريرة قال: قال رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم: “ما يزال البلاء بالمؤمن والمؤمنة في نفسه وولده وماله حتى يلقي اللّه وما عليه خطيئة”. ( الترمذی 2510 حسن صحيح ) .

حضرت ابوهريرة رضی الله عنه روايت کوي چه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چه الله تعالی د طرف نه په ځنو مؤمنانو سړو او مؤمنانو ښځو  مصيبتونه راځي ، کله دده په ځان ، کله دده په مال او کله دده په اولاد باندې – او د هغې په وجه د هغه ګناهونه رژيږي – تر دې پورې چه د مرګ نه پس هغه د الله تعالی په دربار کې داسې حاضريږي چه د هغه يوه ګناه هم باقي نه وي .

عن محمد ابن خلدسليمی عن ابيه عن جده قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم “إنَّ العبد إذا سبقت له من اللّه منزلةٌ لم يبلغها بعمله ابتلاه اللّه في جسده، أو في ماله، أو في ولده ثمَّ صبره على ذلك حتى يبلغه المنزلة التي سبقت له من اللّه تعالى”.( ابوداود او احمد )

د حضرت محمد ابن خالد سليمي د خپل پلار نه هغه د خپل نيکه نه روايت کوي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه الله تعالی د کوم مؤمن بنده په حق کې د کوم اوچت مقام فيصله وکړي مګر هغه يې پخپل عمل سره نشي موندلی – نو الله تعالی هغه په څه جسماني يا مالي تکليف يا د اولاد نه په څه صدمه او پريشانۍ کې مبتلا کوي او بیا هغه ته د صبر توفيق ورکوي نو په هغه مصيبت د صبر په وجه هغه لوړ مقام ته رسيږي کوم چې مخکې دده د پاره فيصله شوی وو .

عَنْ أَبِيْ مُوسَى t قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم: «إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا». (بخارى:2996)

د حضرت ابی موسی اشعری نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه کله کوم سړی مريض يا مسافر شي او دی ددی مرض يا سفر له وجې د روغتيا او مقيم والی د دوران په څير عبادت ونشی کړای نو الله تعالی به ده ته د تندرستې او اقامت د زماني اعمال ليکي .

اللهم لک الحمد ولک الشکر لا نحصی ثناء عليک

لڼده تشريح : د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې ټولو هداياتو او ارشاداتو سبق او پيغام دا دی چې مرضونه  ، تکليفونه او پريشانۍ کوم چې د دنيا د ژوند سره تړلي دي صرف مصيبت او امتحان دی هغه د الله تعالی د جانبه د غضب او قهر ګڼل نه دې پکار . د الله تعالی د ايماندارو بندګانو د پاره په دې کې هم لوی حکمت دی چې ددې په وسيله ګناهونه معاف کيږي ، او د لويو درجو د حاصلولو سبب کيږي او همدارنګه د اعمالو کمی ورباندې پوره کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email