د فطر د صدقې معنی :

د فطرلغوي معنی ده روژه ماتول او د فطرصدقې معنی ده د روژي ماتولو صدقه او په اصطلاح کې د فطر له صدقی نه مراد هغه واجبه صدقه ده چې د روژی د مبارکې مياشتې په ختميدو او روژی ماتولو باندې ورکول کيږي .

د فطر د صدقی حکمت او ګټی :

اول دا چه کله مسلمان د رمضان روژه ونيسي نو دده په زړه کې خوشحالي او د الله جل جلاله د شکر جذبه پيدا شي چه شکر خدايه ستا په فضل مې د رمضان روژه ونيوله  نو دغه صدقه فطر به يوه شکرانه شي د غريبو اوبې وسو به امداد ورباندې وشي  .

دوهم دا چه که په روژه کې له سړی څخه څه خطاګانې شوی وي نو صدقه فطر به د هغه کفاره شي .

د حضرت عباس رضی الله عنه نه روايت دی  چه : (( رسول الله صلي الله عليه وسلم د فطرصدقه ددې لپاره مقرره کړې ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو او د بې حيا لغزشونو څخه پاک کړي او د غريبو بې وسو د خوراک څښاک څه چاره وشي ، نو څوک چه د اختر د لمانځه نه مخکې سرسايه ورکړي هغه به د قبليدو عزت تر لاسه کړي او څوک يې چې د اختر تر لمانځه ورسته ورکړی هغه به د يوه عام خيرات اوصدقي په شان وي )) . (ابوداود، ابن ماجه )

د فطر صدقې حکم :

د فطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی ،ښځه  او نابالغ باندې واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونو علاوه د دومره مال لرونکی وی چه د زکات نصاب ته ورسيږي  داچې پردغه مال باندی زکات واجبيږی او که نه  (مذهب امام  ابوحنيفه ).

د امام شافعی او امام مالک په مذهب کې که څوک د يو شپی او ورځی د تيرولو توان ولری صدقه فطر ورباندې واجبه ده .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : (( خبر اوسئ ! د فطر صدقه پر هر مسلمان باندی واجب ده ،هغه كه نر وي او که ښځه ،آزاد وي که مريی بالغ وي او که نابالغ )) . (ترمذی )

د فطرصدقی د ادا کيدو وخت :

د صدقه فطر د ادا کولو وخت خو د اختر د لمانځه نه مخکی دی ليکن غوره دا ده چه د اختر څخه دوه څلور ورځې مخکې اداء شي د پاره ددی چه مستحقين په دې سره خپل ضروريات پوره کړي او د اختر لپاره به دوی هم څه برابر کړی وي .

خو ضرور ده چه د اختر تر لمانځه مخکې ورکړ شي .

صدقه فطر د کومو خلکو د طرف نه ورکول واجب دي :

په کومو کسانو چه صدقه فطر واجب ده  هغه به د خپل ځان او خپل نابالغه اولاد صدقه فطر ورکوي .

په مور باندې د اولاد صدقه فطر لازمه نه ده ، همدارنګه د ښځې او بالغ صدقه فطر پر سړی لازمه نه ده  که ښځه وس ولري که خپله صدقه پخپله ورکړي ثواب لري او که وس ونه لري نو بيا به د هغه خاوند دخپلی بی بی صدقه فطر ورکوي  .

د فطر د صدقی اندازه :

د احنافو په نزد د فطر زکات په پنځه شيانو کې واجب دی : غنم ، وربشي ، خرما او مميز ، او اندازه يې نيم صاع غنم او يا يو صاع وربشي ، خرما او مميز دي .

صاع د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عهد د پېمانې د لوښي نوم دی چې په وزن کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی .

صاع د امام ابوحنيفه او امام محمد په نزد (8) عراقي ارطال او يو عراقي ارطال (130) درهم دی چې مساوي کيږي له (3800) ګرامه سره ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به مد او دوه رطله اودس کولو او يو صاع يا (8) ارطال به يې غسل کولو .

نو د نيم صاع وزن (1900) ګرامه کيږي .

د افغانستان علماؤ له پخوا وختو څخه په مرکزی مناطقو کې د فطر اندازه خورد کم يو چارک غنم ټاکلی چې د (1650) ګرام سره سمون خوري .

احتياطاً 1900 ګرامه يا 1.9 کيلو ګرام په نظر کې نيسو .

او يا د دغو شيانو د قيمت ادا کول .

په اوسني بازار کې يو کلوګرام غنم تقريباً (26) افغانۍ دي چې د نيم صاع يا (1.9) کلو ګرام قيمت (49.4) افغانۍ چې احتياطاً (50) افغانۍ کيږي .

نو ويلای شو چې د سږ کال لپاره د فطر د زکات اندازه د فې نفر لپاره (50) افغانۍ ده .

مګر د کومو کسانو چې اقتصاد ښه وي مميز يا خرما دې په نظر کې ونيسي ځکه چې دا د فقيرانو په ګټه او قيمت يې زيات راځي.

کوم وروڼه چې په بهر هيوادونو کې اوسیږي هغوی د خپل ښار (1.9 ) کيلو ګرام غنمو د نرخ او قيمت له مخې فطر ادا کړي.

قال الحنفية  : تجب زكاة الفطر من أربعة أشياء: الحنطة والشعير والتمر والزبيب، وقدرها نصف صاع من حنطة أو صاع من شعير أو تمر أو زبيب، والصاع عند أبي حنيفة ومحمد ثمانية أرطال بالعراقي، والرطل العراقي مئة وثلاثون درهماً، ويساوي 3800 غراماً؛ لأنه عليه السلام كان يتوضأ بالمد رطلين، ويغتسل بالصاع ثمانية أرطال

دفع القيمة عندهم: يجوز عند الحنفية أن يعطي عن جميع ذلك القيمة دراهم أو دنانير أو فلوساً أو عروضاً أو ما شاء

( فقه الاسلامي وادله ،البدائع: 72/2 ومابعدها، الفتاوى الهندية: 179/1، فتح القدير: 36/2-41،) .

د فطر صدقه چا ته ورکړل شي :

د زکات د مصرف چې کوم ځايونه دی په همغو ځايونو کې صدقه فطر هم ورکول کيږي .

د زکات د مستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسې حکم کړی دی .

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ  فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ ..التوبه ۶۰ ) .

۱- فقراء : د دی نه مراد هغه څوک دي چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره

کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت وي چه پخپله پرې زکات فرض وي  .

۲- مساکين : هغه تش لاسي خلک دي  چه د نفقې لپاره څه نه لري  که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي  خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي  يا ناروغه وي   چه د کسب کار توان يی  له لاسه ورکړی وي .

۳- عاملين : د زکات ټولوونکي کسان  دا خلک که څه هم مالداره وي  بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي  .

۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی  زړونه  د اسلام طرف ته مايل شوی وي ، او د دوی زړه لاس  ته راوړل مطلب وي  .

۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې راغلی وي  ، مثلاْ د جنګ بنديان ،مريان  يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .

۶- غارمين : کوم خلک چه داسې  پوروړی  يا په څه وجه تاوانی شوي  وي  چه د قرض د ادا کولو توان ونه لري  دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .

۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه د الله تعالی د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي   .

۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي  چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وي  که څه  هم  په خپل کور کې مالدار وي  د زکات  مستحق  دی .

پرته له دغو اتو ځايونو نور په هيڅ ځای کې د زکات او صدقه فطر ورکول جواز نه لري که څوک يې بغير له دغو ځايونو څخه مصرف کړي نه ادا کيږي .

د امامت په اجرت کې د صدقه فطر ورکول حرام دي ولو که امام د نصاب مالک هم نه وي مګر بغیر د اجرت نه که امام مستحق وي د صدقه فطر ورکول جايز دي  (کفايت المفتي ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email