توبه

«اى مؤمنانو! ټول الله ته توبه وباسئ، ښايي بریالي شی.»

(د نور سورت د ۳۱ آیت ژباړه)

د توبې مفهوم 

د توبې معنى راګرځیدل دي، له هغو کړنو څخه چې الله ته ناخوښه دي د هغو په لور چې د الله عزوجل خوښيږي. هو! ته د خپلو ناوړه کړنو، د الله د ياد په هېرولو او د هغه احکامو ته په شا ګرځولو… سره له رحمن پالونكي څخه لرې شوی یې، او ښه پوهېږې چې دا لرې والى څومره دردوونكى او ځوروونکی دی…نو بېرته همغه مهربان ذات ته ورګرځې او د پښیمانۍ تندى يې په وړاندې په ځمکه ږدې، نښه يې تړمې اوښکې، تاوده آهونه او له تېرو كړنو کرکه او پښیماني ده.ته ښه پوهېږې چې له الله پرته بل څوک دا ګناوې نشي بښلاى ځكه نو د اوښکو د سېل په بدرګه كې د ګناهونو پیټی د هغه په وړاندې په ځمکه ږدې او په عاجزۍ سره وايې: اې الله! ستا څخه لرې والی خورا ګران وو، ما يې ترخه وڅکل او بېرته ستا لور ته راوګرځېدم؛ او بیا به کله هم درنه لرې نه شم او دين ته به دې شا نكړم. نو اې الله ته مې ومنه.

ګرانه لوستونکیه! آيا پوهېږې چې الله عزوجل به څرنګه ستا ددې كړنې هركلى وكړي؟ آیا له تا څخه به مخ واړوي او وبه دې ورټي؟ نه. په الله سوګند د هغه خوښي ستا د خوښۍ څو برابره ده. که دې زړه ته نه پریوځي نو دې مثال ته ځير شه:

یو سړی له خپلې سپرلۍ سره چې خواړه او اوبه یې پرې بار دي، په دښته کې مزل كوي. ناڅاپه يې سپرلي له خوړو او اوبو سره ترې وركيږي. هر لور ته يې په لټه كې سرګردانه زغلي خو ګټه نه لري تر دې چې د هغه له موندلو ناهيلى كيږي او نور ډاډه شي چې مرګ يې رارسېدلى. د ونې لاندې د مړينې په تمه کښېني: پدې وخت کې ناڅاپه په خپل سر پورې سپرلي له خوړو سره مومي. آیا په دنیا کې به بله کومه داسې خوښي شته وي؟ د هغه چا خوښي چې ناڅاپه د مرګ له كومي بچ شي؟ ښایي وبه وايې چې زمونږ خبره چيرته او دا كيسه چېرته، خو بیړه مه کوه، دواړه ډېر هم سره نږدې دي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وينا: (د بنده د توبې پر مهال د الله عزوجل خوښي له هغه چا ډیره زیاته ده چې په دښته كې خپله ورکه سپرلي بيرته بيامومي). (متفق عليه)

الله څومره ستا توبې ته لېوال دى

«الله خپل (بلاكيفه) لاس په شپه كې را اوږدوي ترڅو د ورځې ګناهګاران وبښي، او په ورځ کې لاس راغزوي ترڅو د شپې د ګناهګارانو توبه قبوله کړي.(دا كار ادامه لري) تر هغه چې لمر له مغرب څخه راوخیژي (رواه مسلم)

ګرانه لوستونکیه! آيا د توبې اراده لرې؟ آیا لدې فرصت څخه ګټه نه اخلې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (زموږ رب تبارك و تعالى د هرې شپې په وروستۍ برخه کې د دنیا آسمان ته راکوزېږي او فرمايي: څوك دي چې ما وبولي نو زه یې اجابت وکړم؟ څوک دي چې له ما څخه څه وغواړي او زه یې ورکړم؟ څوک دي چې له ما بښنه وغواړي ترڅو يې وبښم؟) (متفق علیه)

سبحان الله! ته کلونه كلونه شپې په خوب سبا كوې. شته داسې کسان چې آن يو ځل هم ندې راپاڅېدلي تر څو ووایي: اې الله… اې زما مالكه! زه له تېرو شلو کلونو نافرمانۍ څخه توبه کوم؛ په داسې حال کې چې الله عزوجل هره شپه راکوزېږي. ګرانه لوستونكيه! آیا خپل پالونكى دې وپېژاند؟ آیا د بندګانو په اړه د هغه د رحمت او بښنې كچه درته څرګنده شوه؟

زما ګناهونه خو ډېر دي!

ګرانه لوستونکیه! وینم چې په ناهیلۍ سره دا خبره زمزمه کوې. نو دا ایمان جوړونكى آیت درته ډالۍ كوم: (زما هغو بندګانو ته چې پر ځانونو يې زياتى كړى دی، ووايه: د الله له رحمت څخه مه ناهيلي كېږئ، بې شكه الله ټول ګناهونه بښي. هغه بښونكى او مهربان دى. او د خپل رب لور ته راوګرځئ او امر منونكي شئ، مخكې لدې چې عذاب درباندې راشي او بيا له هېڅ لوري نه درته مرسته ونشي رسېدلاى (زمر ۵۳-۵۴)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله عزوجل فرمايي: اې د آدم زويه! کله هم چې ما وبولې او له ما وغواړې نو بښنه درته کوم او پروا هم نه لرم. اې د آدم زویه! که دې ګناهونه د آسمان د پراخۍ په كچه هم شي او بیا له ما څخه بښنه وغواړې نو بښنه درته کوم او ما ته مهمه هم نه ده، اې د آدم زویه! که د ځمکې د ډكوالي په اندازه ګناهونه ولرې او په داسې حال کې زما سره مخامخ شې چې له ما سره دې شریک نه وي نیولی نو زه له هماغه اندازې بښنې سره ستا په لور درځم. (رواه ترمذي)

نور څه غواړې؟! آیا هرومرو باید په مصیبت كې ګېر شې او بيا راوګرځې؟

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم حال وګوره!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: اې خلکو! له رب څخه مو بښنه وغواړئ او د هغه لور ته وروګرځئ، ځكه زه هره ورځ سل ځله توبه ورته کوم. (رواه احمد).

وګوره ښاغليه لوستونكيه! رسول الله په ورځ کې سل ځله توبه کوي، خو تا کلونه كېږي چې توبه نده كړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم له څه نه توبه کوي؟

هغه چې هيڅ ګناه نه لري، خو ته…!

دا دروازه لا هم پرانستې ده

د بنده د ګناهونو د ډېروالي سره سره، الله عزوجل د توبې دروازه تل پرانيستې پرې اېښې ده. د دې موخه دا ده چې انسانان نېکیو ته مخه کړي او له ګناه څخه لرې شي، څومره هم چې په ګناهونو کې ښکېل شوی وي، باید ناامیده نه شي او کله یې هم چې شیطان ګناه ته پام اړوی، باید خپل لید لوړ کړی او الله عزوجل ته دې پام واړوي. خو د دې موخه کله هم دا نه ده چې انسانان ګناهونه واړه وبولي او د الله له اوامرو سرغړونې ته وهڅیږي.

قرآن کریم توبې ته بلنه کوي

قرآن نه یوازې دا چې توبې ته هڅونه کوي، بلکه ښکاره پرې امر کوي:

– «اى مؤمنانو! ټول الله ته توبه وباسئ، ښايي بریالي شی.» (نور ۳۱)

-«ايا دوی نه پوهیږي چې یوازې الله دخپلو بندګانو توبه قبلوي.» (توبه ۱۰۴)

هغه هم څرنګه توبه؟

«اى مؤمنانو! الله ته نصوح (ریښتینې) توبه وباسئ، هیله ده الله ستاسې بدۍ درنه لرې او داسې جنتونو ته مو ننباسي چې لاندې یې ويالې بهيږي.» (تحریم ۸)

نو نصوح څرنګه توبه ده؟ ابن جریر، ابن کثیر او ابن قیم له ابن مسعود او ابی بن کعب t څخه روایت کوي چې: نصوحه توبه دې ته ویل کيږي چې څوک له ګناه څخه داسې توبه وباسي، لکه شیدې چې کله هم د څاروي تیونو ته بېرته نه ورګرځي، هغه هم بیا دې ګناه ته ور ونه ګرځي.

حسن بصري رحمه الله وايي: نصوحه توبه دې ته ویل کيږي چې بنده له تیرو کړنو پښېمانه وي او کلکه پریکړه وکړي چې بیا به هېڅکله دې ډول ګناه ته نه ورګرځي. محمد بن کعب قرطبي وايي: نصوحه توبه څلور ټکي په ځان کې رانغاړي: ۱- په ژبه استغفار، ۲- په اندامونو ځان ساتنه ۳- په زړه کې د ګناه د پرېښودو او بېرته نه راګرځولو پیاوړی هوډ ۴- د ناوړه ملګرو پریښودل. (تفسیر ابن کثیر)

د څه نه توبه وکړو؟

واوره چې ډاډه شې چې موږ هر یو څومره توبې ته اړ یو: له کبیره ګناهونو څخه چې را نه ترسره شوې توبه وکړو، له صغایرو څخه چې اصلا یې پروا نلرو. له هغې ټنبلۍ څخه چې په طاعاتو کې مو کړې، له هغو عبادتونو څخه چې په وخت مو سر ته ندي رسولي، له هغې بې پروایۍ چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه کې مو کړې، له هغو نظرونو چې نه مو دي کنترول کړي. آیا همدا نظر د سترګو زنا او د فحشا پیلامه نده؟ له بدحجابۍ څخه چې د ځوانانو د بې لارۍ او ټولنې د تباهۍ دریڅه ده. د امت او د هغه د دردوونکې حالت په اړه د بې مسؤولیتۍ له احساس څخه، او بالاخره له غفلتونو څخه توبه وکړو. د الله په حق کې له غفلت څخه توبه وکړو. اې الله! آیا موږ ټولو ته هغه شان چې ستا سره ښایي پیژندلی یې! آیا څرنګه چې ستا سره مناسب ده ستا عبادت مو وکړ؟ آیا داسې نده چې موږ د خواهشاتو پر محور څرخیږو او له تا څخه نا خبره یو. د الله د دومره نعمتونو په وړاندې د ناشکرۍ څخه توبه وکړو. او لنډه دا چې د توبې په اړه له غفلت څخه توبه وکړو. هو! یا الله! موږ تا ته لدې نه توبه کوو چې کلونه کلونه مو ستا درګاه ته توبه نده کړې.

د شیطان پرلپسې دامونه

کله چې ابلیس سرکشي وکړه او آدم ته یې له سجدې څخه سر وغړاوه، الله جل جلاله ته یې داسې وویل: اې الله! په عزت او لویۍ دې قسم تر څو چې روح یې په بدن کې دی، ګمراه به یې کړم؛ الله عزوجل وفرمایل: زما دې په خپل عزت او لویۍ قسم وي چې تر څو له ما څخه بښنه وغواړي زه به یې وبخښم. (رواه احمد)

ګورو چې شیطان تل هڅه کوی ترڅو انسان بې لارې کړي، خو کله چې پدې ډګر کې ناکام شي او ګوري چې بنده د الله لور ته د ګرځېدو اراده لري، نو دلته ده چې شیطان نوې دوکې ته لاس اچوي چې د توبې ځنډول او د هغه نن او سبا کول دي. د هغو کسانو په اړه چې په دې دام کې ګیر دي، ویل شوي چې (د شیطان د لښکر سرتېري دي) بل ځای ویل شوي: (د دوزخ ډېری استوګن به په توبه کې ځنډ کوونکي خلک وي.)

د توبې شرایط او ارکان

شرعي نصوصو ته په پام سره د توبې شرایط دا دي:

۱-له ګناه څخه پښېماني. په حدیث کې راغلي: (پښېماني توبه ده.) (ابن ماجه)

۲- له ګناه څخه لاس اخیستل.

۳- ګناه ته د بېرته نه ورګرځېدلو کلک هوډ.

۴-که چیرې د بنده حقوق تر پښو لاندې شوې وي، د هغو بېرته ورکړه.

د توبې پایلې

توبه له مهمو روزنیزو او اخلاقي وسایلو څخه ده چې خورا مثبتې پایلې لري چې مهمو ته یې په قرآن کې داسې اشاره شوې ده.

۱- د شخصیت اعاده: ګناهګار انسان د حقارت او کمۍ احساس کوي؛ که چیرې ملامت او تحقیر کړای شي، دا احساس نور هم پکې پیاوړی کېږي او که ملامتۍ دوام پیدا کړي، شونې ده چې داسې حالت ته ورسیږي چې ګومان کوي نور یې شخصیت پوره له منځه تللی چې په دې حال کې به د هغه شتون د کورنۍ او ټولنې لپاره پوره خطرناک شي او کیدای شي هر جنایت ته لاس واچوي. خو قرآن کریم هڅه کوي چې په توبې سره د هغه شخصیت بېرته ورته راستون کړي او لومړي بلکه له هغه څخه لوړ حالت ته یې راوګرځوي؛ ځکه خو له یوې خوا فرمايي: (الله توبه کوونکي خوښوي) (شوری ۲۵) او بل پلو ته، خلکو ته وریادوي چې: (که دوی توبه وکړه، لمونځ یې قایم کړ او زکات یې ورکړ، نو ستاسې دیني وروڼه دي.) (توبه ۱۱)

۲- په نېکیو باندې د بدیو بدلېدل: (فرقان ۷۰)

۳- ملايکې توبه کوونکو ته د بښنې او له اور نه د نجات دعا کوي.(غافر ۷)

۴- د الله د رحمت او مغفرت وړ ګرځېدل. (اعراف ۱۵۳)

۵- د اعمالو قبولي او د ګناهونو بښنه. (شوری ۲۵)

۶- له آسمان څخه د برکتونو نزول او د توان او ځواک زیاتېدل. (هود ۲۵)

۷- د مال او اولاد ډېرېدل او له باغونو او ویالو برخمن کیدل. (نوح ۱۲)

۸- د الله عزوجل محبوب ګرځېدل: (بقره ۲۲۲)

  ۹- د ریښتینې بریا په نصیب کېدل. (نور۳۱)

۱۰- د ګناهونو بښل کېدل: (تحریم ۸)

۱۱- جنت ته ننوتل. (مریم ۶۰)

د توبې په لار کې خنډونه

۱- د ګناه سپک ګڼل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: مسلمان ته خپل ګناهونه د غره په شان ښکاري او وېره لري چې کېدای شي هره شیبه پرې راوغورځیږي. خو منافق خپله ګناه د میاشې په شان ګڼي چې پر پوزه یې ناسته وي او وایي چې داسې شوه او داسې) (بخاري)

۲- په ژوند پورې اوږدې هیلې تړل: ګومان کوي چې په دنیا کې تلپاتې دی او مرګ تل لرې بولي.خو لدې ناخبره چې مرګ تل ناڅاپه را رسېږي.

۳- د الله بښنې ته بې ځایه تمه: د مؤمن او منافق تر منځ توپیر دا دی چې: مؤمن ښه کارونه کوي خو بیا هم وايي چې ډارېږم که یې الله رانه قبول نه کړي. خو منافق ګناهونه تر سره کوي او بیا وايي: هیله من یم چې الله به مې وبښي. قرآن په ګوته کوي چې الله عزوجل که څومره مهربانه دی خو دردونکی عذاب هم لري، نو دواړه اړخونه باید په پام کې ونیول شي. (اى پیغمبره! زما بندګان خبر كړه چې زه ډیر بښونكى او مهربان يم. خو د دې تر څنګ زما عذاب هم ډېر دردناك دى.) (حجر ۴۹-۵۰)

۴- د ګناهونو د ډېروالي له امله د الله له مغفرت څخه ناهېلی کیدل: دا شبهه وړاندې د زمر سورت په ۵۳ کې رد کړای شوه.

۵- د ګناه حقیقت نه پېژندل: دا چې یو څوک ګناه وکړي خو ګومان هم نه کوي او نه پوهیږي چې د الله په نافرمانۍ کې اخته دی. ځکه نو اړینه ده چې پدې اړه مطالعه وشي.

پیل څنګه وکړو؟

ډير خلک نه پوهیږي چې له کومه او څنګه یې پیل کړي، ښایي دوی د داسې چا په تمه وي چې له لاسه یې ونیسي او د ریښتینې توبې په لاره یې سیخ کړي. دلته دا ټکی مهم دی چې په دې نیک کار کې هیڅ ډول ځنډ جایز نه دی، څوک پوهیږي، ښایي همدا لیکنه ستا لپاره د الله لور ته د ګرځېدو موکه وي، نو لاندې ټکي په غور سره ولوله او عمل پرې وکړه.

– ستر او کوچني ګناهونه دې ټول یو یو وشمېره.

– هغه لاملونه چې تا ګناه ته بیایي په نښه کړه او په کلکه لاس ترې واخله.

– له کبایرو توبه پیل کړه او همداسې دوام ورکړه ترڅو له ټولو پاک شې.

– واړه ګناهونه هم کم مه ګڼه، ځکه ویل شوی: د ګناه کوچنیوالي ته مه ګوره بلکه د هغه ذات عظمت ته پام کوه چې نافرمانې یې کوې.

– د لارې سختۍ دې ستړی نه کړي، ځکه د ګناه پرېښودل د هغې د ریښو له پیاوړتیا سره تړلي، او له منځه وړل یې پوره وخت او ټینګه اراده  غواړي.

– په هر پړاو کې دې چې بریا لاس ته راوړله، خپل ځان تشویق کړه او د هغې په اړه د الله جل جلاله شکر اداء کړه.

هو! همداسې ادامه ورکړه، ترڅو هغه ځای ته ورسېږې چې له تا سره ښایي او پالونکی دې پرې خوښ شي.

څومره ښکلې ده ګنهګار بنده توبه د غفار الله په دربار کې.

د اصلاح پيغام لړۍ

Print Friendly, PDF & Email