د حضرت ابوبکرصديق (رض) ويناوي

 

 

د حضرت ابوبکرصديق (رض) ويناوي 
 
 

١: اي خلګو ! فقير او نادار ته په عاجزي او اخلاص سره صدقه ورکړي، ځکه په ښه زړه صدقه ورکول د  قبوليت نښه ده. 

 

٢: توبه بوډا ته په کارده، خو د ځوان لپاره تر هغه زياته ضروري ده او بخښل اميرانو ته ښايي، خو محتاج ته تر هغه زيات افضل دي، ګناه د ځوان لپاره بده ده، ليکن د بوډا لپاره خو تر هغه زيات د شرم باعث ده، په تواضع او خاکساري غريبان  ښه ښکاري، مګر د اميرانو او غټانو لپاره خو سره زر ده. 

 

٣: اي خلګو ! که د ژړا طاقت نه لري، نو مهرباني وکړي پر ژړيدونکو رحم وکړي او د شکايت ژبه بنده کړي چي خوشحالي مو په برخه شي. 

 

٤: ژړا خو پر هغي ورځي په کار ده چي ستا له عمره کمه شي، خو په هغه کي ته څه نيکي و نه کړي. 

 

٥: د هر شي ثواب اندازه لري، خو د صبر ثواب بي اندازي دي، بل دا چي له کافر سره جنګيدل کوچني غزا ده، خو له ځان سره جنګ کول او له نفس سره حساب او کتاب کول تر ټولو ستره غزا ده. 

 

٦: حقيقي سخاوت دادي چي ته د بل له سره تکليف ليري کړي او پر خپله غاړه يي واچوي او اخلاص دادي چي د اعمالو عوض و نه غواړي، دنيا د اخرت لپاره او اخرت د الله تعالي لپاره پريژدي. 

 

٧: اي انسانه ! ته په دنيا کي ډير سهوه يي، د اوسيدلو په سامان کي شپه او ورځ مصروف يي، خو دنيا در څخه په منډو ده او چي تيره شي يو وار درته ګوري لاهم نه، بلکي د هر ګام په پورته کولو دي قبر ته ور پوري وهي. 

 

٨: اي ملګرو ! د چا سرمايه چي صرف دنيا وي، دهغه په نقصان بيانولو کي ژبه هم عاجزه ده. 

 

٩: زړه مړ دي، که بي علمه وي او علم مړ دي که بي عمله وي. 

 

١٠: دا ستا لپاره د ډير شرم باعث دي، که چيري مرغان سهار وختي په  را پورته کيدو کي تر تا وړاندي شي. 

 

١١: اي ملګري ! زاړه ګناهونه په نويو نيکيو سره ورژوه، ځکه نيکي ګناهونه له منځه وړي. 

 

١٢: شريف سړي چي علم حاصل کړي متواضع شي، رزيل شخص چي عالم شي متکبر شي. 

 

١٣: د دين طلبګار په عمل کي زياتوب راولي، خو د دنيا طلبګار د علم زياتوب ته ترجيح ورکوي. 

 

١٤: پر چاچي نصيحت اثر و نه کړ، هغه دي پوه شي چي زړه يي تور شوي دي. 

 

١٥: سترګه د زړه دروازه ده، زړه ته ټول افتونه له دغي دروازي  راځي، رنګارنګ شهوتونه او فتني زړه ته داخلوي، نو که د سترګو حفاظت وشي زړه به له هر ډول افتونو څخه خوندي شي. 

 

١٦: د محتاج کس مرسته د هغه تر غوښتلو مخکي وکړه، ځکه د هغه له خوا تاته لاس نيول دهغه عزت له منځه وړي، د مومن دنده ده چي د چا عزت زيانمن نه کړي. 

 

١٧: بد بخت دي هغه شخص چي دي مړ شي، خو ګناه يي ژوندي پاتي شي، يعني د يوه ناوړه کاړ بنسټ يي ايښي وي او چا چي شراب وڅښل هغه خپل عزت او انسانيت ته  اور واچاوه. 
 
 زبيح الله پوپل (کندهار)

په درنښت

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 56 times, 1 visits today)