ايا ښځه هم د نارينه په شان په خوب کې احتلام کوي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته ګران د اسلامې لارښود چلونکو  زه دا پوښتنه لرم چی ایا ښځه هم د نارینه په شان د منی ، ودی ، وزی اوبه لری؟ او که لریی څنګه یی تفکیک کولی شو او څه وخت پر ښځه غسل اوړی ،
هیله ده مفصل جواب راکړی – حکمت کوچي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو ښځه هم ځنې وخت د نر په شان په خوب کې احتلام کوي د امه سلمه  رضی الله عنها نه روايت دی چې  ام سليم وويل (يا رسول الله إن الله لايستحي من الحق، فهل علي المرأة غسل إذا احتلمت؟ قال نعم إذا رأت الماء) يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د حق له بيانولو شرم نه کومه ، آيا ښځه چې کله احتلام شي پر هغه باندې غسل واجبيږي ؟ ويې فرمايل هو کله چې د مني اوبه وويني (متفق عليه ) .

د مني ، ودي او مذي تر مينځ فرق

مذي :

هغه سپينی صافی رقيقی يا بی رنګه صافی رقيقی  اوبه دی چې د شهوانی خيال  په وخت کې خارجيږي

ودي :

هغه سپينی صافی رقيقی اوبه دی چه د متيازو مخکې يا ورسته يا د کوم درانه کار يا درانه شی پورته کولو په وخت کې  له شرمګاه څخه وځی  يا که په بل رنګ وی  زيړ  يا بل ډول  چې دکوم مرض له وجی وځی

مني :

هغه سپينی  غليظی اوبه دی  چه په خوند سره په توپ  او تيز سرعت سره وځی  له وتلو ورسته  د ستړتيا احساس کيږي او شهوت له منځه ځی

د مذی او ودی په وتلو سره غسل نه فرض کيږي  ( امام ابوحنيفه

او دمنی په وتلو که د بيداری په حال کې وي او که د خوب  غسل فرض کيږي

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email