دمنسوخ او باطل مسيحيت فرقې (کاتوليک ،پروستانت اونور )

 

دمسيحيت فرقې يا طوايف :
اول د کاتوليک فرقه : دا فرقه د پاپ پيروان دي کوم چې په روم کې اوسيږي اومهم عقايد يې په لاندې ډول دي :
  • پدې معتقد دي چې روح قدس (جبريل ) له پلار او زوی څخه راوتلی دی .
  • کوم حيوان چې ذبح شوی نه وي دهغې غوښه او وينه مباح ګڼل.
  • پاپ په واتيکان کې د ټولې نړی د کاتوليکانو مشر دی .
  • طلاق حرام بولي حتی د زنا په حالت کې هم .
دافرقه په لوديځه ارپا اوجنوبی امريکا کې ژوند کوي .
دوهم د د ارتودکس فرقه : دافرقه په قسطنطينيه کې د شرقي کليسا پيروان دي مهم عقايد يې په لاندې ډول دي .
§                 روح قدوس  تنها له پلار څخه راوتلی .
§                 طلاق حرام ګڼی مګر د زنا په حالت کې يې روا بولي .
§                 د يومشرتر بيرغ لاندې نه جمع کيږي بلکي هره کليسا څپلواکه او مستقله وي .
دافرقه په شرقي ارپا او روسيه کې ژوند کوي .
دريم د پروستانت فرقه :
دافرقه مارتن لوثر ته منسوبه ده دغه فرقه  په ۶ قرن کې د لومړی ځل لپاره په آلمان کې ظهور وکړاو هغوی غوښتل چې په کليساوو کې اصطلاحات رامنځه ته کړي مهم عقايد يې په لاندې ډول دي :
§                 دمغفرت سندونه ټول دروغ دي اوګناهونه ټول په توبه اورجوع سره بخښل کيږي .
§                 هرڅوک حق لري چې انجيل ولولي او پوه شي بله دې چې کليساته رجوع وکړي.
§                 په کليسا کې د تصويرونو ځړول او دمجسيمونصبول حرام دي ځکه دغه کار دبت پرستانو دی .
§                 رهبانيت اوځانتوالی منعه دی .
§                 دمقدس خواراک (شکرانه ) په اړه چې د مسيح د قربانۍ ديادګار لپاره ترسره کيږي اودمسيحيانو دغه ادعا چې ډوډی اوشراب د مسيح په غوښه اووينه بدليږي هغوی له دغه ادعا څخه انکار کوي او ردوی يې .
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 44 times, 1 visits today)