شک روژه مه نيسئ

 په اکثره خلکو کې دا عادت وي چې د رمضان المبارک څخه يو ورځ يا دوی ورځي مخکې روژه نيسي که ور ته ووايي دا روژه ولی نيسی نو در ته وايي به که رمضان شو نو فرضي روژه به وشميرل شي او که نشو نو ثوابي روژه به وشميرل شي چې ددې ته شک روژه وايي .

او بغير له شک روژې هم داسې کول منع دي مګر هغه څوک چې دايم په روژه نيولو يا په مياشت کې دری ورځې په روژه نيولو او د دوشنبې او پنجشنبې نفلي روژه نيولو عادت وي .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «لا يَتَقَدَّمَنَّ أَحَدُكُمْ رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ إِلاَّ أَنْ يَكُونَ رَجُلٌ كَانَ يَصُومُ صَوْمَهُ فَلْيَصُمْ ذَلِكَ الْيَوْمَ». (بخارى: 1914)

ژباړه :   ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : د د تاسې څخه بايد هيڅ څوک هم د رمضان څخه يو يا دوې ورځي مخکی روژه ونه نيسي ، مګر هغه څوک چې په روژه نيولو مقيد وي ( مثلاً د دوشنبه ، پنجشنبه .. روژه )  نو داسې کس ته د روژي نيولو اجازت شتته .

بل حديث شريف کې راغلی دی : من صام اليوم يشک فيه الناس فقد عصی أبا القاسم ( نسايي او ابوداؤد )

يعنې څوک چې په داسې ورځ روژه ونيسي چې خلک په رمضان او نه رمضان کې شکمن وي نو داسې کس د ابو قاسم ) رسول الله صلی الله عليه وسلم ) له امر او فرمان څخه سر غړونه وکړه .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email