د سيرت نبي پرلپسې لړۍ د وحی په سيورې کې

دوحې په سیوری کې:

کله چه نبی صلی الله عليه وسلم څلویښت  کلنی ته په داسې حال کې نږدې شو چه تیرو ژورو فکرونو یې دده او قوم ترمنځ خورا لويه عقلی فاصله رامنځ ته کړې وه او نبی کریم صلی الله عليه وسلم  دیو ځلاوالی ژوند خوښونکی شوی ؤ نو په همدې بنا نبی صلی الله عليه وسلم  به څه ستوان اولږ اوبه له ځا ن سره اخیستې او له مکې مکرمې نه دری کیلومتره لرې دجبل نور د حرا غار ته به ورخوت،دا یو عجیب کوچنی غار دی چې څلورګزه اوږد اوپاو کم دوه ګزه پلن والی لري .

نبی صلی الله عليه وسلم  به هلته دخپل چاپیریال او ددې د پیداکونکی په هکله فکرکولو ده به د خپل قوم د پریوتو شرکی عقیدو او بې اساسه فکرونو څخه خورا بده خوا وو خو داسې باوری او ښکاره لاره نه وه چې دده زړه پرې اوبه څښلې وای اومنلې یې وای.

د نبی صلی الله عليه وسلم ګوښه کیناستل هم د الله په اراده او غوښتنه وو ترڅو یې د راتلونکی لوی کار لپاره تیارکړی،الله جل جلاله له وحی څخه دری کاله وړاندې نبی صلی الله عليه وسلم ته ګوښه کیناستل په زړه کې ورخوښ کړل پوره یوه میاشت روژه به یې هلته تیروله او د موجوداتو ترشا د پټ غیبی توان په هکله به یې فکر کاوه ترڅو د الله له اجازې وروسته له دې پټ توان لرونکی ذات سره دتللو ارزښت ولري .

دجبراﺉیل له وحې سره:

د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د عمر په څلویښت کلنۍ کې چې همدا د پوره والی سن دی او هم ویل کیږی چې د پیغمبرانو د مبعوث کیدو نیټه ده دنبوت او پیغمبرۍ نښې یو په بل پسې وړانګې کولې،دا نښې هغه رښتنی خوبونه وو چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به هرخوب ولید نو د سپین سهار په شان به روښانه ښکاریده ترڅو په دې ډول دخوبونو دور پوره شپږ میاشتې تیرې شوې ،د ګوښه ژوند پیل کولو په دریم کال د روژې په مبارکه میاشت کې الله تعالی ځمکې والو ته خپل رحمت راښکته او نبی صلی الله عليه وسلم  ته یې د جبراﺉل په واسطه پیغمبری ورکړه چې څو مبارک ایاتونه یې دحراء په غارکې پرې نازل کړل.

د صحي قول له مخې  د وحې دپیل باوری وخت د روژې د مبارکې میاشتې د یوویشتمې نیټې شپه د دوشنبې د ورځې شپه وه چې د ۶۱۰ میلادی کال داګست د میاشتې له لسمې نیټې سره سمون خوری چې د نبی صلی الله عليه وسلم  عمر په قمری حساب پوره څلویښت کلونه شپږ میاشتې او دولس ورځې اټکل کیدای شی،په دې هکله الله تعالی فرمایی( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ )ژباړه:روژه هغه بختوره میاشت ده چې قرانکریم پکې نازل شوی دی.

راځی چې دحضرت عایشې رضی الله عنها څخه دغه کیسه په خپله واورو چې د نور د هغه وړانګو په هکله یې کوی چې دکفر اوبې لارۍ ټولې تیارې یې ورکې، د ژوند لار یې بدله او د تاریخ مخ یې بل لورته واړوو……….. بيا

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران

    اسلام عليلم
    مننه ډيره په زړه پورې لړۍ ده الله تعالی توفيق درکړي
    الله تعالی دی مونږ د نبی صلی الله عليه وسلم له سيرت څخه خبر کړي او الله مونږ د هغه د سيرت او سنتو برابر ژوند په نصيب کړي
    په مينه
    مننه
    حيات هجران شيرزاد