دشرابو څښلو په ځای کې لمونځ کول رواه دي ؟ او ۱۴،۱۳او ۱۵ ورځې روژه څنګه ده ؟

 

 
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
بعد دسلامه داسلامې لارښود مسئول ته  الله ج دی وکړی چې دالله ج په فضل روغ او رمټ وی .
زه بيا دمعمول سره سم بيا غواړم چې يو څو پوښتنی درڅخه وکړم نو الله ج دی وکړي چې جوابونه يي راته راولیږي.
۱- که څوک پوه شي يا شک ولري چې په دغه ځای کې شراب څښل شوی دي نموړی ځای د ميلمنوکوټه وي نو دلته خو داسې نور مسلمانان وروڼه راځي او لمونځ کوي په نومړی ځای کې لمونځ کول جايز دی او که نه ؟
او ۱۵ ۲- ما په افغانستان کې د يو امام نه اوريدلی دي چې نبی عليه سلام به هره مياشت په ۱۳، ۱۴ تاريخ باندي روژه نيوله نو که داپه يو حديث شريف کې مونږ ته روښانه کړينو خوښ به شم ځکه زما نور ملګری پوښتنه کوی چې ايا دا ريښتيا ده؟

1- ځواب :
دلمانځه شرطونه دادی ۱ – په وخت لمونځ کول ۲دبدن پاکوالی ۳- دجامو پاکوالی ۴- دلمانځه دځای پاکوالی۵ ستر عورت ۶ مخامخ قبلی دريدل ۷دلمانځه نيت کول
که له دغه شرطونه څخه که يوهم پاتې شي لمونځ نه صحي کيږي .
اوبل په داسې ځای کې لمونځ کول چې هلته غالمغال وي موسيقي وي چې د لمانځه حضور اوادا ته زيان رسوي يا داسې ځای چې هلته د دژونديو تصويرونه ځوړند وي هلته لمونځ کول مکروه دی .
نو څوک چې په کوم ځای کې ګناه کوي هغه خپله دده مرداري ده ځای نه ورباندې مرداريږي که فرضاً شراب په جامه تويې شي هغه هم د نورې پليتی په شان په دريو ځلو منځلو پاکيږي (فتاوی دارالعلوم ديوبند ) .
دشرابو څښل سخته ګناه ده په قرآنکريم کې د بت پرستی سره يو ځای ذکر شوی ده قوله تعالی (َيا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ).
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

من شَربَ الخمرَلم تقبلْ لهُ صلاةٌ أربعينَ صباحاً 1924 الترمذي

څوک چې شراب وڅښي تر څلويښتو ورځو پورې يې لمونځ نه قبليږي . که څوک خدای ج مه کړه پدې پليت شيطاني کسب مبتلاء وي ژر تر ژره دې توبه وباسي . 

 

د محمدي صلی الله عليه وسلم امت لپاره ټوله ځمکه پاکه ده .
له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چه پيغمبر
صلى الله عليه و سلم فرمايل : "فضلت علي الأنبياء بست أعطيت جوامع الکلم، و نصرت بالرعب، و احلت لي الغنائم، وجعلت لي الأرض طهورا و مسجدا، أرسلت الي الخلق کافة،وختم بي النبيون" (صحيح مسلم : 523/371/1)،
يعنى: « ما ته په نورو پيغمبرانو په شپږو شيانو بهتری راکړ شوی ده
جوامع الکم (زيات مفاهيم په کمو الفاظو ) ماته راکړ شوی دي، د دوښمنانو په زړه کې د رعب اوترس په وسيله الله مدد را کړي دی ، غنائم راته حلال کړي اوځمکه يې پاک او مسجد راته ګرځولې ده ، ټول خلکو ته راليږل شوی يم او زما په بعثت سره د ټول پيغمبرانو رسالت ختم شوی دی .
نو ځکه لمونځ کول په ټول ځايونو کې روا دی مګر هغه چې په احاديثو کې ښودل شوی ». 
ألا فلا تتخذوا القبور مساجد، إني أنهاکم عن ذلک) (صحيح مسلم : 532/377/1)يعنى
«خبردار اوسئ چې قبورونه په جوماتونو بدل نه کړی زه تاسې له هغه نه منع کوم»  .
له ابوسعيد خدري نه روايت دی چه : پيغمبر صلى الله عليه و سلم وفرمايل : (الأرض کلها مسجد إلا المقبرة و الحمام)(صحيح ابن ماجة : 606)، يعنى: (( ټول ځمکه بغير له قبرستان او حمام د لمانځه لپاره رواه مکان دی)).
براء بن عازب وايې : له پيامبر صلى الله عليه و سلم لمونځ کول د اوښانو د استراحت ځای په باره کې پوښتنه وکړه (پيامبر صلى الله عليه و سلم) وفرمايل (لاتصلوا في مبارک الإبل فإنها من الشياطين)
 د اوښانو په استراحت ځای کې لمونځ مه کوئ ځکه چې د شطانان ځای دی
او بيا مو دپسونو او ميږو د استراحت ځای په اړه پوښتنه ورڅخه وکړه ويې فرمايل : (صلوا فيها فإنه برکة) (صحيح ابن ماجة : 7351)
کولای شئ هلته لمونځ وکړئ ځکه هلته برکت وي .
والله اعلم
 
2– ځواب :
هو دې ژوری ته د ايام البيض روژې وايي په احاديثو کې یې ډير فضيلت ذکر شوی دی .
دحضرت حفصه (رض) نه روايت دی چې څلور څيزونه کله هم رسول الله ص نه دي پريښی ۱- د عاشورا د ورځې روژه ۲- د ذولحجي د اول نه نهم پورې روژي ۳- د هری مياشتی دری ورځې روژي ۴- دسبا د فرضو نه مخکې دوه رکعته (رواه سنن نسائي ).
يَا أَبا ذَرٍّ إِذَا صُمتَ من الشَّهرِ ثَلاثَةَ أَيَّامٍ فَصُمْ ثَلاثَ عَشرَةَ وأَربعَ عَشرَةَ وخَمسَ عَشرَةَ".
ای بوذره ! هرکله چې ته دمياشتي دری روژي نيسي نو ديارلسمه،څوارسلمه او پنځلسمه روژه نيسه .
 او د بخاری اومسلم په روايت سره دغه دهرې مياشتي دری ورځې روژه نيول د دهر (ټول عمر ) د روژه نيولو سره په ثواب کې مساوي ښودل شوي .
والله اعلم
 

پوښتنه حيات هجران

ځواب آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 35 times, 1 visits today)