بيع السلم ته بيع السلف هم وايي .
سلم يا سلف د قيمت مخکې ادا کولو يا د جنس او مال مخکې خرڅولو ته وايي .
په بيع کې د قيمت ورکولو دری طرېقې دي ۱- په نغدو پيسو سره د مال اخيستل ۲- په قرض سره د مال اخيستل او هغه قبض کول ۳- د سلم معامله .
د قرض يوقسم معامله سلم دی يعنی داسې چې تجار يا بائع مخکې له مشتري يا خريدار څخه قيمت واخلي يا مشتري مخکې قيمت ورکړ او دشي د وروسته ورکولو وعده يې وکړه نو دا ډول بيع رواه ده .
مثلاً يوکس چا ته پیسی ورکړي چه کله فصل ټول شي ماته به شل منه غنم راکوې .
د سلم د بيع مشروعيت :
د سلم بيع په اتفاق د مذاهبو جايزه ده .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ](البقرة : ۲۸۲) .
ژباړه : ای مؤمنانو ! کله چې تر ټاکلې نيټې پورې د قرض او پور معامله کوئ نو تاسې هغه وليکئ .
او بل په دليل د دغه حديث شريف : عن ابن عباس رضي الله عنهما أن رسول الله- صلى الله عليه وسلم- قال: «مَنْ أَسْلَفَ فِي شَيْءٍ فَفِي كَيْلٍ مَعْلُومٍ، وَوَزْنٍ مَعْلُومٍ إلَى أَجَلٍ مَعْلُومٍ (متفق عليه).
ژباړه: ابن عباس رضی الله عنهما روايت کوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې په يو شي کې د سلف يا سلم (معامله ) تر سره کوي نو هغه به په معلومه پيمانه ، معلوم وزن او معلومه نيټه تر سره کوي .
دسلم بيع دبائع اومشتري دواړو د آسانتيا دپاره جايز شوی ده ،دسلم بيع دهر هغه شي جايزه ده چه دهغه صفت اوڅرندوالی په ژبه اوقلم سره بيان کړ شي .
ددی لپاره چې په آينده کې د بايع اومشتري ترمنځ اختلاف رانشي نو ددی بيعې دصحت لپاره شرايط ټاکل شوی که په دغه شرايطو کې يوهم نه وي نو بيع جايزه نه ده .
د بيع السلم د صحت شرطونه :
اول شرط :
کوم شی چې معامله کيږي دهغه پوره تفصيل بيانول په کار دي مثلاً که غنم وي د هغه په باره کې تفصيل چې وطني يا زراعتي ياليلمي ،غټ يانري ،سپين يا سره ،ګردغبار به لري اوکه نه؟اوداسې نورهمدارنګه که رخت وي کوم ډول رخت ململ ،نيلون ياد فلانی کمپنۍ به وي .
دوهم شرط :
نرخ يا قيمت به فيصله کوي مثلاً که غنم اخلي نو قيمت به یې ټاکي داسې صحي نه ده چې ووايې کله چې فصل تيار شي هغه وخت چه څه نرخ وو همغه به يې نرخ وي .
همدارنکه که کوم جنس راغواړي نوقيمت به يې فيصله کوي داورسره ويلای شي چه څومره خرڅ په واردولو اوراوړو راغی هغه به راکوې .
دريم شرط :
دسودا د اخستلو موده به مقرروي داسې فيصله به کوي چې په فلانی مياشت يا فلاني تاريخ به دغه سودا ياجنس درکوم .
څلورم شرط :
دځای ښودل ،خريدار ته به دا ښيي چې په فلاني ځای کې به جنس درته رسوم البته داشرط د هغه معاملې دپاره دی چې رسول او انتقال يې آسانه نه وي لکه سل منه غنم يا پنځه سوه چوکۍ اوداسې نور .
که داسې جنس وي چې وړل يې آسان وي لکه څو دانې قلم يا يو درجن کتابچې د هغه لپاره دا شرط نشته .
پنځم شرط :
ټولی روپۍ به دمعاملې کولو په وخت کې اداکوي .
شپږم شرط :
دڅومره مودې لپاره چې معامله شوی ده په دغه ټوله موده کې به د معاملې جنس په بازار کې موجودوي که هغه شی د بازار نه غايب شي نو بايع به روپۍ بيرته ورکوي داشرط د احنافو دعلماء کرامو دی .
مګر امام شافعي ،امام مالک او امام احمد وايي چه کوم وخت هغه شي ورکوي هغه وخت ددې موجودګي په کار ده په ټوله موده کې په کار نده .
دمودې له تيردلو وروسته که بايع هغه شی ورنه کړل نو بيرته به پيسې ورکوي په دغه پیسو بل شی نشي اخيستلای يابه روپۍ بيرته ورکوي اويا به هغه ته نور مهلت ورکوي .
(اسلامې فقه ،زيورجنتي ،فتاوي هنديه ، درالمختاراو شرح البدايه ) .

په حيوان کې سلم :
د احنافو په نزد په حيوان کې د سلم بيع جواز نه لري په دليل د دغه حديث شريف : روي عن ابن عباس «أن النبي صلّى الله عليه وسلم نهى عن السلف في الحيوان»أخرجه الحاكم والدارقطني
ځکه په هغه کې اختلاف رامينځته کيږي .
په غوښو او هدوګو کې سلم :
د امام ابوحنيفه په نزد په هدوګو واله غوښه کې سلم جواز نه لري ځکه په هغه کې د هدوګو د لږوالی او ډيروالی په وجه اختلاف رامينځته کيږي .
مګر امام يوسف ، امام محمد ، امام مالک ، امام شافعي او امام احمد په نزد په غوښو کې سلم په دې شرط صحي کيږي چې ټول صفات يې معلوم شي لکه : جنس : د پسه غوښه که د غوايه او ډول : د ناريه حيوان او که د ښځينه حيوان ، د خصي شوي او غير خصي شوې حيوان او سن : ورۍ که پسه ، صفت : غوړ ، متوسط او که سپور ، ځای : ورنونه ، سينه او که بل ځای ، مقدار : دوه منه ، دری منه او نور
په دليل د دغه حديث شريف : من أسلف فليسلف في كيل معلوم أو وزن معلوم(متفق عليه)
په ماهيانو کې سلم :
په ماهيانو کې سلم د غوښو د سلم حکم لري چې د جمهورو په نزد جايز دی د امام ابوحنيفه په نزد په کوچنيو ماهيانو کې جايز دی ځکه په هغه کې د غوړو او سپرو اختلاف کم وي .
په لباس او جامو کې سلم :
په لباس او جامو کې سلم د امام ابوحنيفه په نزد جايز نه دی ځکه په هغه کې فرق موجود وي مګر که جنس ، نوع او صفت لکه : رخت ، رنګ ، طول او عرض يې معلوم وي جايز دی .
مګر د امام مالک ، امام شافعی او امام احمد په نزد په لباس او جامه کې سلم جايز دی .
په ډوډی کې سلم :
د امام ابوحنيفه په نزد په ډوډی کې سلم جايز نه دی ځکه په لويوالی او کوچنيوالی یې فرق وي .
امام يوسف وايي :که نوع او وزن يې معلوم وي جايز دی .
(فقه الأسلامي وادله دوکتور وهبة زحيلي – بيع السلم)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email