بيع المرابحه

المرابحة : بيع المرابحة په دری قسمه ده :

بيع التولية : د يوه جنس اخيستل او هغه بيرته پخپل سر بغير له ګټې خرچولو ته وايي .

بيع المرابحة : د تجارتي جنس اخيستل او بيا هغه په ګټه خرچول په تجارتي جنس کې ګټې کولو ته مرابحه وايي .

بيع الواضيعة : د تجارتي جنس اخيستل بيا د هغه په تاوان خرچولو ته بيع الواضيعة وايي . مثلاً يو کس کمپيوټر اخلي په ۴۰۰ دالره يو کال وروسته هغه په ۳۰۰ دالره خرچوي .

دا دری واړه بيعې د فقهاؤ په اتفاق جايزې دي .

په شرط ددي چې تجارتي جنس قبض شي که تجارتي جنس قبض يا تسليم نه شي بيعه نه صحي کيږي .

د مرابحې  بيعې د صحت شرط دا دی چې تجارتي جنس قبضه او تسليم شي .

(فتح القدير ج ۵ ص ۲۶۶ ، المعني ابن قدامه ج ۴ ص ۳۱۱ ، البحوث ج ۱ ص ۲۶۳ شيخ الاسلام محمد تقي عثماني )

په کټه اخستو باندې اسلامې شريعت څه پابندې نه ده لګولی مګر د بازار له نرخ نه په اضافه نرخ خرڅول ښه نه دي دځنوامامانو په نزد داسې سړی ته بايد په بازار کې د خرڅولو اجازه ورنه کړشي ،د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه به داسې سړی له بازار څخه پورته کولو .

مسائل :

-۱ سوداګر ته دا ضرور نه ده چې ووايي ما دغه جنس په دومره قيمت اخستی خو که کوم سوداګرمشتری ته وويل ما په دومره اخستی تا ته یې په دومره ګټه درکوم نوهغه ته ددی نه زيات اخستوحق نشته يعنی څومره کټه يې چه مشتری ته وښوده د هغه نه زيات اخستل جايز نه دي اوکه داسې نه وي نو دروع به یې هم ويلي وي او دهوکه به يې هم کړي وي چې دواړه حرام دي .

۲- په کوم جنس چې د رسولو او نقل کوم خرڅ راځي مثلاً يوشی په ۱۰۰ افغانۍ واخستل شول ۶ افغانې مصرف ورباندی راغی نو ټول به شي ۱۰۶ د ۱۰۶ افغانو پورته کټه شميرل کيږي خو داسې به نه وايي چې په ۱۰۶ مې رانيولی بلکي داسې به وايي چې په ۱۰۶ تمام شوی ترڅودروغ نه شي .

(فتاوی هندیه ،اسلامې فقه)

 

Print Friendly, PDF & Email