د غربي ديموکراسۍ ناوليې پايلې غربي تهذيب رواجول

۱۰ ـ غربي تهذيب دودول :

په اسلامي هېوادنو کې د ډيموکراسۍ دپلي کولو لسم مقصد د اسلامي تهذيب ، ثقافت او تمدن ختمول او دغربي مشرکانه جاهلي تهذيب دود کول دي . هغه تهذيب چې حياء ، عفاف مستور لباس ښه خويونه ، صله رحمي ، له الله تعالي څخه ډار تقوا ، د آخرت تصور  او د الهي دين  متابعت کول د قيانوسي چاری ګڼې ، بې حيايي ، عرياني ، ځان پالنه  ، سکسي توب ، دمعابدو او ديني زده کړو د مدرسو پر ځای دموسقۍ او نڅا کلبونه او نګارخانې جوړول د ترقۍ او پرمختګ لپاره ضروري او روښان فکري ګڼي . هغه تهذب چې اقتصاد يې د ژوند هدف ګرځولی دی او شته يې ايمان دی هغه تهذيب چې بشريت ځان پالنې او ځان ځانۍ ژوند کولو ته دعوت کوي له اجتماعي ايثار لورينې او زړه سوي څخه يې اړوي ، هغه تهذب چې دامريکا صليبي پېروان يې له انسانانو څخه سپيانو ته تر جېح ورکوی له سپيانو سره مينه کوي لکه چې د ۱۴۲۷هـ  کال د جمادي الثاني دماشتې په دوشپيتمه نيټه د جمعې په ورځ چې د ۱۳۸۵ کال د  چنګاښ د مياشتې له ۲۸ مې نيټې سره سمون خوري دواشنګټن يوې خبری رسنۍ نيټ نيوز په خپل رپورټ کې ويلي دي :

په امريکا کې هر کال د سپيانو په پالنه په مجموعي تو ګه څلويښت مليونه ډالر لګول کېږی او بروژوايان سود خواره او شتمنې کورنې د خپلو نازوليو بچيانو د لوبو د وسايلو په پيرودلو هر کال په مجموعي توګه اته څلويښت مليونه ډالر لګښت کوی چې پر سپيانوو باندی له لګښت څخه صرف اته مليونه اضافه دی او ښايي په راتلونکي کال کې ورسره برابر شي .

په داسې حال کې چې همدا اوس په امريکا کې اووه ديرش مليونه وګړی له لوږی سره مخ دي نه دځان پټونې او اغوستنې څه لري او نه د ناروغتيا لپاره د درمل کولو وس او د دغه وحشي تهذيب مخکښان په عراق کې د مسلمانانو په قتلولو په تېرو دريو کلونو کې درې مليارده ډالر لګولي دي . که چېرې د امريکا وحشي صليبيانو هغه څلويښت مليونه ډالر چې په کوڅه ډبو سپيانو يې لګولي دي په اووه دېرش مليونه بې وزلي خپلو امريکايانو لګولي وای، د بشريت به يې څومره ستره پالنه کړې واي !

هغه تهذيب چې د امريکا صليبي پيروان يې د انسانانو له وژلو څخه خوند اخلي د۱۳۸۳ هـ کال دسلواغې له پېنځلسمې نېټې سره سمون خوري د امريکا د ځمکني پوځ ځناور صفته جنرال جيمز  چې په افغانستان کې دپنټا ګون له پلوه د جنګ تنظيم کونکی ټاکل شوی ؤ ، په واشنګټن کې له خبري رسنيو سره په يوه مرکه کې ويلي ؤ :

په افغانستان کې دځينو وګړيو وژل يوه ځانته مزه لري او جنګ داسې نشه او خوند لري چې په شرابو کې هم نه وي . دغه راز نوموړي د امريکا د سنتيا ګو په ښار کې يو پوځې فورم ته په خپله وينا کې ويلي وو:

دجنګ يوه ځانګړ مزه وي او خلک وېشتل هم د خوند اخستلو کار دی .

د همدغه تهذيب په لاس کېنولي په افغانستان کې چارواکي د امريکايي  ير غلګرو صليبي اسلام او انسان دښمنه استعمار دخوشالتيا او په اسلامي افغانستان د بشپړې قبضې او بقاء لپاره د افغانستان په دين او خپلواکۍ مينو مبارزينو په مقابل کې جنګېږی او بيا په ډېر وياړ سره اعلان کوی : نن د هېواد ملي اردو د دوستانو په مرسته دومره وطن دښمن (مجاهدين)  ووژل او دومره مو ټپيان کړل او دومره مو ژوندي ونيول هستوګنځي مو ورته ويجاړ کړل ،دا ځکه چې د غربي تهذيب په قاموس کې وطن پلورونکي وطن دوست په دين او د هېواد په ازادۍ مين د الله د لارې مجاهدين د وطن دښمن ګڼل کېږی .

په اسلامي هېوادونو کې صليبيان د ډيموکراسۍ نظام په پلي کولو سره دخپل هغه وحشي تهذيب دود کول غواړي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. محترمو وروڼو: السلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
    زه یوه پوښتنه لرم هیله ده چی ځواب یی راکری
    که چیری څو وروڼه په یوه کور کی د مور او پلار سره شریک اوسیژی او هر یو خپل عاید لری نو ایا پلاردا حق لری چی دهر یو زوی نه دهغه پیسی واخلی او بیا یی تولو ته مصرف کری او د تو لو پیسی شریکی کری او یا دا چی د هر یو زوی پیسی د همغه خپل حق دی او خپل زره یی چی هر څه پری کوی

    اداره :
    مهرباني وکړي د پلار او اولاد تر مينځ د شرکت احکام دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/2853