په اسلامې امت کې د ناوليې ډيموکراسۍ ناخوالي (اوله برخه )

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامی هېوادونو کې د ډيموکراسۍ دپلی کولو غربی اهداف :

غربی صليبی نړی او بيا په خاصه توګه امريکا په اسلامي هيوادونو کې دډيموکراسۍ دحکومتي نظام دپلی کولو ځانکړی مقاصد لري چې د خپل دغه منحوس او طاغوتي نظام له قايمولو څخه پرته يې هغوی تر لاسه کولای نه شي . له همدی امله هغوی په اسلامی هېوادونو کې له بل هر څه د مخه دخپلو روزل شويو په وسيله دډيموکراسۍ نظام دپلی کولو هڅې کوي او په دې لاره کې هغوی د هر ډول ځاني او مالي قربانی له ورکولو سپما نه کوي ځکه چې د ډيوکراسۍ په ذريعه په اسلامي هيوادونو کې کوم مقاصد تر لاسه کوي هغه دصليبيانو په وړاندی خورا مقدس دي او صليبيان به وکولای شي . چې اسلامي امت په هر اړخيزه توګه وځپي او دځان لاس کتوويه يې کړی او هغه ټاکلی اهداف يې په لاندی ډول دي :

۱ ـ صليبی دعوت :

صليبي دعوت په اسلامی هيوادونو کې دصليبيانو دنورو اهدافو محوري حيثيت لري او دخپل دغه هدف د ترلاسه کولو په خاطر په اسلامي هيوادونو کې د انجيوګانو په ذريعه په غير مستقيمه توګه هر ډول وسايل پکار اچوي لکه طبي خدمتونه ، تعميراتي چارې ، نغد کومکونه ، يتيم خانې جوړول ، ښونځي جوړول ، مسلمانو محصلينو او حکومتونو ته دبشري علومو دلوړو زده کړو لپاره په امريکا او لوديځو هيوادونو کې بورسونه ورکول ، اوبې وزلو محصلينوته سکالرشيپ ورکول او داسې نور … او د امکان په صورت کې په ډاګېزه تو ګه مسيحيت ته بلنه کول لکه چې همدا اوس يې زمونږ په هېواد افغانستان او عراق کې دغه هر څه د مسحيت دخپراوی لپاره تر سره کيږي او د مخنيوی يې هېڅوک نشته ډګر ورته خالی دی او يو څو بيلګې يې ذکر شوی دي چې قدرمن لوستونکې به يې وړاندی ولولي .

۲ ـ پر خامو اقتصادی موادو قبضه :

په اسلامی هيوادونو کې دډيموکراسۍ په پلی کولو سره دصليبي امريکايي استعمار دلوديځوالو په ملتيا دويم هدف د اسلامی هيوادونو په خامو اقتصادی موادو باندی قبضه کول دي او دخپل دغه شوم هدف دتر لاسه کولو په خاطر له نظامي يرغل څخه هم ډډه نه کوي لکه چې په ۱۹۹۲م کې يې په صوماليه باندی دهغه هېواد دکمونست واکمن سيد باري په مرسته ددی لپاره يرغل کړی ؤ ، چې د صوماليه ديورانيمو ، خامی اوسپنې ،تيلو او نورو طبعي زرمو قبضه وکړي مګر دصوماليه مؤمن او غيرتمن ولس د امريکا يرغل ناکام کړ او تور مخ يې له صوماليه څخه امريکايې يرغلګر وشړل دغه راز په  ۲۰۰۱م کې يې زمونږ په اسلامی هيواد افغانستان باندی دخپلو افغاني غلامانو په دعوت يرغل وکړ دډيموکراسۍ نظام يې اعلان او پلی کړ او په تېرو لسوکلونو کې يې په زرګونو امريګايې جيالوجستان افغانستان ته راغلې دي ، دطبعې زرمو د ترلاسه کولو سروی کوي او د افغانستان پر هر څه يې قبضه کړی ده .

دغه راز پر عراق باندی يې نظامي ير غل وکړ او د عراق پر اسلامی هيواد کې يې کپېټاليستی ډيموکراسي اعلان کړه او په تيرو څو کلنو کې يې د عراق پر تيلو او نورو طبيعې زيرمو قبضه کړی ده .

پرلپسې لړۍ ………………

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email