په اوس عصر کې د اهل کتاب ښځې سره نکاح صحي ده او که نه ؟

د ان لاین اسلا می لارښود محترمو استادانو ته السلا م علیکم ورحمت الله وبرکاته
د مسلمانو نکاح د اهل کتابو(یهود او نصاراو) او غیر اهل کتابو نارینه او میرمنو سره او د اهل کتابو نکاح د مسلمانو سره روا ده او که ناروا د قران او حدیثو په رڼا کی ځواب راته ولیکی
په درناوی     حليم الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پاکدامنه اهل کتاب سره نکاح جايزه ده .

قوله تعالی : وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ ( او له پاکدامنه ښځو د هغو کسانو کوم جې مخکې له تاسې هغوی ته کتاب ور کړ شوی دی ).

مګر د مسلمانې بې بې نکاح د هيڅ کوم کافر سره نه صحي کيږي هغه که مشرک وي او که اهل کتاب دليل د الله تعالی دغه حکم دی : وَلا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ ( البقره ۲۲۱ ) .

احسن فتاوي او امداد الفتاوي ليکي :

په دې زمانه کې اکثره اهل کتاب ( يهود او نصارا ) په ملي او نژادي ډول (يهودي او نصراني ) دي  او د مذهب له حيثه دهرين دي ، نو د داسې کسان سره نکاح صحي نه ده ، مګر که د تحقيق وروسته داسې ښځه پيدا شي چې هغه اهل کتاب وي نو له هغې سره نکاح کول صحي دي، مګر احتياط په دې کې دی چې له داسې ښځو سره نکاح و نه شي ځکه د اولاد د کفر او بې دينۍ خطر دی .

او مسلمانه ښځه په هيڅ صورت نشي کولای له اهل کتاب سره نکاح وکړي .

احسن الفتاوي: 5/80. امداد الفتاوي :2/213)

د اهل کتابو له نورو کافرانو سره دا فرق شته چې د اهل کتاب ذبحه درسته ده او همدارنګه د هغوی له ښځو سره په شرط ددې جې پاکدامنه وي نکاح صحي کيږي خو په شرط ددې جې دهرين نه وي .

د نورو کافرانو لکه مشرکان او دهرينو سره نه نکاح صحي کيږي او نه يې ذبحه .

آن لاين اسلامې لارښود

کابل افغانسان  سهار  7:35 AM

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. په وسنی وخت کی د جهاد امر او ایا دا تجاوز دی او که نه چه امریکا په اففاتستان کی ده
    وسلام
    ستاسو د جواب په تمه سترگی په لار