د قبر زيارت د پاره د ورځې تعين په اسلام کې هيڅ اصل نه لري

‍‍اسلام ورحمت الله وبرکاته

خدای پاک دی وکړی چه روغ اوجوړ یاست، ستاسو څخه مننه کوم چه ددين دمشکلاتو داسانه کولو لپاره مو داسی يوه پاڼه جوړه کړی ده

محترمه تاسو په خپل پاڼه کی ذکر کړی وه چه

دريم دا چې :

د اختر په ورځ زيارت کول يا تغزيه داری کول بدعت دی بدعت سخته خطرناکه ګناه ده (كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ)  (ابوداود ، ابن ماجه ، نسائی ) .

په لاندی لينک کی په پوره واضع ډول سره موضوع پيداکولا شی

http://dawat.katib.org/archives/2465

اوس زما سوال دادی چه عموما خو خلګ داختر دلمانځه وروسته زيارت ته ځی که په پورته فتوا باندی يو څه ړنا واچوی مهربانی به مو وی او ترڅنګ که ددی کار د ممانعت لپاره کوم حديث شتون لری هم دستاينی وړده

ستاسو دجواب په اميد

محمد شاه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بدعت شرعی معنی داده چې په دين کې دڅه کار ذياتوالی او کموالی کوم چې د قرآن ،سنتو ، صحابه ،تابعين نه پس شوي وي او دنبی صلی الله عليه وسلم نه د هغه د کولو ثبوت نه قولاً ،نه فعلاً ،نه صراحةً او نه هم اشارة ً ثابت وي .

پيغمبر صلی الله  فرمايي: «مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ» (متفق عليه ) .

د قبر د زيارت د پاره خاص وقت نه دی تعين شوی ، نو يوازې د جمعې د ورځې او يا د اختر د ورځې تخصيص کول بدعت دی ، ځکه چې د اختر د لمانځه نه وروسته د قبر زيارت کول نه د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم نه او نه هم له صحابه کرامو ثابت شوي دي . کتاب المقرِّب لأحكام الجنائز

په دې اړه د علمي بحثونو او افتاء د دايمي ټولنې څخه هم پوښته شوې ده هغوی په ځواب کې ليکلې دي :

السؤال: بارك الله فيكم المستمع أيضاً حامد في سؤاله الأخير يقول لدينا ظاهرة منتشرة وهي توجه كثيراً من الناس أو كثيرٍ من الناس إلى المقابر بعد الفراغ من صلاة العيد فما حكم الشرع في نظركم في هذا العمل؟

الجواب : هذا العمل بدعة لم يكن في عهد الرسول عليه الصلاة والسلام أن يعتاد زيارة القبور في يوم العيد وإنما أمر النبي عليه الصلاة والسلام بزيارة القبور أمراً مطلقاً عاماً فقال عليه الصلاة والسلام (كنت نهيتكم عن زيارة القبور فزوروها فإنها تذكركم الآخرة) فينبغي للإنسان أن يزور القبور كل وقت سواء في الليل أو في النهار وليسذلك مقيداً بوقت من الأوقات لا في يوم الجمعة ولا في يوم العيد بل قد نقول إنه كلما قسى قلبه ونسي الآخرة فينبغي له أن يخرج إلى المقابر ويزورها لأجل أن تذكره بالآخرة كما ذكر رسول الله صلى الله عليه وسلم في قولهفإنها تذكركم الآخرة.

همدانګه موسوعة فتاوي ليکي :

وتخصيص يوم العيد بزيارة القبور مما لم يرد عن الرسول صلى الله عليه وسلم، فلم يكن من هدي المصطفى صلى الله عليه وسلم ولا صحابته رضي الله عنهم زيارة القبور يوم العيد، وإن خير الكلام كلام الله وخير الهدي هدي رسول الله صلى الله عليه وسلم، وإن الخير كل الخير بالاتباع، والشر كل الشر بالابتداع. موسوعة فتاوي

د مطلب خلاصه : د قبر د زيارت د پاره نه کوم خاص وخت ټاکل شوی دی او نه هم د کوم خاص وخت منع .

نو د زيارت د پاره د ورځې تعين لکه جمعه ، اختر يا په ځنو سيمو کې دا د رواج وي چې د جهارشنبی په ورځ زيارت ته روان وي او هلته نارينه او ښځې سره ګډ وي د شرک او بدعاتو اډه يې جوړه کړی وي .

د زيارت د پاره د وخت تعين په اسلام اصل نه لري .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email