مسيحیت ته دعوت

دمسيحي داعيانومهم اهداف :

څرګنده ده چې د انسانانو ترمنځ عقيدوي روابط يوله قوی روابطو شميرل کيږي نوپه همدې وجه مسيحيان کوښښ کوي تر څو مسلمانان خپل ځانته جلب کړي دهغوی په زړنوکې دوستی او محبت ځای کړي ځکه چې د هيوادونو د اشغال لپاره دا يوه قوی او کټوره وسيله ده چې سختومرګونوجګړواوذياتو مصارفوته هم ضرورت نلري ،هغوی درک کړي ده چې له دې لارې په اسانۍ سره کولای شي د مسلمانانوشتمنی لوټ کړي،دفاسدو،بې لارې او شهوت پرستوسياستمدارو په وسيله دمسلمانانو وحدت له منځه یوسي اوپه تعليم اونصاب کې یې مستقيمه مداخله وکړي ترڅو د دين دوستی روح او داسلام محبت له ريښو وباسي .

ددی شومواهدافود ترسره کولو وروسته بيا د مسيحي دعوتګرو دپاره د دعوت لاره هواريږي او بيا خپلو فعالتونو ته په منډه پراختيا ورکوي .

مونږ به ان شآء الله په لنډ ډول دمسيحي دعوتګرو لنډ مهاله او اوږد مهاله اهداف تاسې ته بيان کړوخدای ج  د وکړي دمسيحيت د خپريدو او نشرد مخنيوي په لاره کې ددی خطرناکو زهرو چې غواړی د ننی سست اوضعيف اسلامې امت په رګونوکې ور پيچکاري کړي ګټورتمام شي او زمونږ مسلمانان وروڼه بيدارشي چې دوښمن د شاتو په نوم زهر وړاندې کوي .

دا هدفونه په لاندې ډول دي :

۱- اسلام ته د مسيحيانو د ور مايل کيدو مخنيوی کول په خاصه توګه هغو هيوادو کې چې هلته د مسيحيانو شميره زياته وي .

۲- اسلام ته د نورو امتونو د داخليدو مخنيوی کول او داسلام د خپريدو او نشرپه وړاندې دريدل دهغه مخ نيول ترڅودهغه ځای مسيحيت ونيسي او باطل ميراثي عقايد باقي وي

۳- دمسلمانانوياځنو مسلمانانو له اسلام څخه ايستل اوکوښښ کول تر څو د مسلمانانو په زړونو کې شک واچوي او د هغوی له خپل پروردګار نه رابطه کټ کول . دا يو اوږدمهاله هدف دی

۴- داسې څرګندونی چې ګواکی مسيحيت تر ټولو غوره دين دي  .

۵- د اسلام په بنيادی امورو کې د شک او ترديد تخم تيتول تر څو مرتد خلک په شک کې ولويږي .

۶- داسې تبليغات کول چې ګواکې په مسيحیت باندې منګلې لګول د پرمختګ اوترقی عامل دی اود مسلمانانو د شاته پاتي کيدو عامل د هغوی دينداری ده .

مګردغرب بې دينه او ملحد خلک په دې عقيده دی چې ترقی اوپرمختګ د مسيحيت په پريښودو کې دی ځکه دمسيحيت تحريف شوی ساختګی دين دعلم او علمی څيړنومخالف ؤ او دکليساؤ علمبردارانودهغه وخت لوی سانس پوهان چې سانسي نظريات يې د کليسا سره په ټکر کې ؤ سخت تغذیت ،اذيت او قتل کړل .

مګر برعکس اسلام د علم دين دی دقرآنکريم نزول د ليک اولوست په بيانولو پيل شوی دی قوله تعالی : (اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ 3 الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ 4 عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ 5 )  ژباړه : ولوله اوستا پروردګا ډير کريم دی ،هغه چه دقلم په مرسته يې انسان ته علم وښود ،انسان ته يې هغه علم ورکړ چې هغه پرې نه پوهيده .

 اسلام خپل پيروان هميشه د علم زده کړی ته هڅوي لکه چې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد ص فرمايي : د زانګونه تر قبره د علم په زده کړه کې ووسی .

په اسلام کې علماء او ساينس پوهان لوړ مقام لري هيڅکله داسې نه دی شوي چې علمی څيړنی دی له اسلام سره په ټکر کې راشي .

بلکي څه چې پخوا اسلام د انسان لپاره منع ګرځولي او څه يې چې حلال ګرځولي هغه نن په ساينسي څيړنو کې داسې رښتنی ثابتيږي او ساينس داسې د اسلام په کرښه ورروان دی چې ته به واي دا هر

Print Friendly, PDF & Email