حج پر کومو کسانو فرض دی

د حج معنی

حج په لغت کې قصد کولو ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې مکې مکرمې ته په خاص وخت کې د مناسکو ادا کولو د پاره قصد کولو ته وايي .

د حج فرضيت

حج د اسلام پنځم رکن دی چې پر هر هغه نارينه او ښځه باندې چې د حج د داکولو استطاعت ولري فرض دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (آل عمران ۹۸ ) .

ژباړه: پر خلکو د الله تعالی دا حق دی چې څوک د کور ته د رسيدو د لارې توښه او وس ولري د هغه حج وکړي ، او که څوک ددې امر له عملي کولو څخه ډډه وکړي نو هغه دي په دې پوه شي چې الله تعالی له ټولو نړيوالو څخه بې نيازه دی .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ان الله قد فرض عليکم الحج فحجوا (المسلم)

ژباړه: يقيناً الله تعالی پر تاسې حج فرض کړی دی نو حج وکړئ .

همدارنګه فرمايي : بني الإسلام على خمس : شهادة أن لا إله إلا الله ، وأن محمدا رسول الله ، وإقام الصلاة ، وإيتاء الزكاة ، وحج البيت ، وصوم رمضان (البخاري ) .

ژباړه: د اسلام پنځه بناوې دي (۱) : په دې شاهدې ويل چې له الله پرته بل معبود بر حق نشته او حضرت محمد د هغه بنده او استازی دی (۲) : لمونځ کول (۳) : زکات ورکول (۴) : د رمضان روژه نيول (۵) : د بيت الله شريف حج کول .

د حج د فرضيت مسائل

حج پر کومو کسانو فرض دی ؟

حج په عمر کې يو ځل فرض دی ، ددې رکن منکر کافر دی او د فرض کيدو د شرايطو برابر کيدو باوجود نه اداکول واله فاسق او ګنهګار دی ، لکن حج په هر مسلمان فرض نه وي بلکه پر هغه چا فرض دی چې توان يې ولري .

قوله تعالی : وَ للهِ عَلَي النَّاِس حِجُّ البَيتِ مَنِ استَطَاعَ إلَيهِ سَبِيلاً ( (آل عمران  97)

ژباړه : او حج د دغه الهي خونې پر هغو خلکو فرض دی چې (مالي او بدني ) توانايي ولري .

د مالي او بدني توانايی شرح په لاندې ډول ده

۱- په نابالغ او ليوني باندې حج فرض نه دی اګر که مالي توان هم ولري .

۲- تندرست کيدل : يعنې چه بدن يې داسې ناروغ وي چې د سفر کولو توان نه لري .

۳- د لارې خرچ ولري او همدارنګه د خپل اهل عيال د کومو چې نفقه د ده په ذمه وي د بيرته راتګ تر وخت پورې د هغوی د پاره خرچ ولري .

۴- پوروړی او قرضدار نه وي ، که د قرض د ادا وروسته دومره مالي توان ولري چې د کور د اهل او لارې خرچ ورباندې کيږي نو حج ورباندې فرض دی .

۵- د لارې امنيت

۶- د چا ضامن نه وي : که ده د چا ضمانت کړی وي نو بيا د ضمانت په دور کې حج کول صحي نه دي .

۷- د حج وخت : د حج په مقرر موده کې حج ادا کول د هغې مقررې مودې نه وړاندې يا وروسته حج کول نه ادا کيږي .

۸- د ظالم حکومت لخوا څه منع نه وي او يا په جيل او زندان کې نه وي (آزاد ) وي .

د ښځو حکم : د ښځو د پاره ددې شرطونو سره دوه شرطونه نور هم دي

اول : هغه به يوازې نه ځې بلکې خاوند او محرم به ور سره وي .

دوهم : دوهم شرط دا دی چې هغه به په عدت کې نه وي ، عدت که د خاوند د مرګ وي او که د طلاقو وي .

د عذرونو او موانعو بيان :

۱- که پر چا حج فرض وي او مور او پلار يې ناروغ وي او د ده خدمت ته ضرورت ولري د هغوی څخه بې اجازې تګ مکروه دی .

۲- د نفلي حج لپاره د مور او پلار د اجازې بغير حج ته تلل مکروه دي .

۳- که د چا اولاد کوچنی وو او د ساتنې لپاره يې بل څوک نه وو نو دا د حج د ځنډولو لپاره يو عذر دی .

۴- که يې زوی ښايسته وو او د فتنې د ورپېښېدو وېره وه تر هغه چې ږېره يې راځي پلار يې له حج څخه پاتې کيدای شي .

۵- که د ښځې محرم نه وو نه دا هم عذر دی .

۶- که لار په امن نه وه او غالباً د هلاکت وېره وي دا هم عذر دی .

۷- داسې ناروغي چې له امله يې سفر نشي کولای .

۸- د ښځې د پاره عده هم عذر بلل کيږي او په دې سبب حج ځنډولای شي .

حج ته په بې نوبتی او رشوت سره تلل جايز دي ؟

السلام علیکم. محترمه ډیر مشتاقیمه چی مکي معظمي او مدیني منوري ته لاړ شمه. کله می زړه وایی چی په عمره لاړ شمه او بیا وایم چی دوه مصرفه ولي کوم په حج به لاړ شم.هلته چی د حج حالاتو ته ګورم نو تاسو کیدای شي ښه پرې خبر یاستئ چی اوس نوبت هم نه رسیږی. کله وایم چې پچه به اچوو او کله وایم چې چا چې تیر کال پیسې تحویل کړې او بیرته یې نه دي اخیستي د هغوی حق ده او داسې نور .. اوس می پوښتنه دا ده که یو څوک کومه واسطه پیداکړي او د واسطې له لیارې د سږ کال حج ته په تلونکو کې ځان راجستر کړای شي نو آیا داسې حج څنګه ده. آیا دا د بل حق تلفول دي او که څنګه؟ والسلام

عرفان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نن عصر کې د حج د فرض کيدو يو شرط نوبت يا په بچه اچونه کې د نوم وتل هم دي ، چا ته چې نوبت نه وي رسيدلی هغه به خپل نوبت ته صبر کوي ، د بل کس حق تلفي به نه کوي ، خيانت او جلکاري به نه کوي او رشوت به نه ورکوي بلکي خپل نوبت ته به انتظار کوي .

معاصرو فقهاؤ  قرعه کشي په استطاعت کې داخله کړی ده يعنې په ځنو هغو هيوادو کې چې خلک د قرعه کشي يا نوبت او د شمير د محدوديت له لارې ځې څوک چې مالي او بدني توانايي ولري او نوم يې په قرغه کشی کې ووځي هغه کس د حج د وجوب شرايط پوره کړل او د چا چې نوم په عرقه کشی کې را نه شي هغه کس په دغه کال کې د استطاعت شرايط پوره نه کړل ، او ده ته جايزه نه ده چې د حج د نوبت د پاره رشوت ورکړي ځکه رشوت کبيره ګناه ده لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي (الترمذي) او يا څه جلکاري وکړي ځکه جلکاري فريب دی او فريب حرام دی .

جاء في الاسلام ويب مرکز الفتاوي :

وإذ كان الحج في البلد الذي أنت فيه لا يتم إلا عن طريق القرعة فإن خروج الاسم في القرعة من تتمة شروط الوجوب فلا يتجه الوجوب قبل خروجه ولا يجوز التحايل لأجل إخراجه خصوصاً إذا كان التحايل برشوه فعن عبد الله بن عمر قال: ” لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي” . [قال الترمذي هذا حديث حسن صحيح] وزاد في الحكم .
والله تعالى أعلم.

فتاوي الاسلام سوال جواب :

وقد لا يستطيع الغني صحيح البدن في زمننا هذا الذهاب إلى مكة المكرمة لأداء فريضة الحج ، لما اتفق عليه من سفر عدد محدد من كل بلد ، وقد ذهبت بعض الدول لاعتماد طريقة الأقدم في الميلاد ، ودول أخرى ذهبت لاعتماد طريقة القرعة ، فصار هذا الأمر داخلاً في الاستطاعة الشرعية ، فمن لم يكن سنُّه يؤهله للحج على حسب ترتيب بلده ، أو لم يظهر اسمه في القرعة : لا يعدُّ مستطيعاً ، إلا أن يملك وسيلة أخرى مباحة لا يأخذ بها حق غيره فيكون حينئذٍ من المستطيعين

و الله سبحانه و تعالی اعلم

د فرضي حج څخه مخکې عمره کول جايز دي ؟

محترمو ورونو!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاة
زما  پوښتنه داده چه یو څوک عمرې ته مخکې له دې چه فرضي حج یې کړی وي لاړ شي ددې حکم څنګه دی؟

ما اوریدلی دي چه عمرې باید مخکې له حج څخه ونشي او زما زړه دی عمرې ته ولاړ شم د حج نوبت خو هسې هم ژر نشي راتلای زړه مې کیږي چه عمرې ته ولاړ شم.

لطفا پدی اړه معلومات راکړی – عبدالحبيب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حج د فرضيه د ادا کولو مخکې د عمرې کول په اتفاق د فقهاؤ جايز دی ځکه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د حج د ادا څخه مخکې دری ځله عمره ادا کړې ده .

فإنه يجوز تقديم العمرة على الحج، فمن أراد أن يعتمر قبل أن يحج فلا حرج عليه في ذلك، وهذا أمر مجمع عليه بين العلماء، كما قال أبو عمر بن عبد البر: قال الزرقاني في شرح الموطأ عند شرح حديث مالك عن عبد الرحمن بن حرملة أن رجلاً سأل سعيد بن المسيب فقال: أأعتمر قبل أن أحج فقال سعيد: نعم، قد اعتمر رسول الله صلى الله عليه وسلم قبل أن يحج ثلاث عمر، قال ابن عبد البر: يتصل هذا الحديث من وجوه صحاح وهو أمر مجمع عليه لا خلاف بين العلماء في جواز العمرة قبل الحج لمن شاء وفي الصحيح أن عكرمة بن خالد سأل ابن عمر عن العمرة قبل الحج فقال: لا بأس اعتمر النبي صلى الله عليه وسلم قبل أن يحج. انتهى.

حج هغه وخت فرض دی چې کله د استطاعت ټول شرایط برابر شي چې په نن عصر کې د استطاعت يو شرط نوبت دی .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟

يو سړی نوکری کې حج ته لاړ څو کاله پس هغه توانا شو نو آیا دوباره په هغه باندې حج فرض دی او که نه ؟
ځواب : دوباره پرې حج فرض نه دی ،فرض حج ادا شو (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۶۳)
(هو الخ فرض الحج مرة لان سبب البيت وهو واحد وزيادة تطوع (الدرالمختار علی هامش – کتاب حج ج ۲ ص ۱۹۰)

د تي خوري ماشوم سره حج ته تلل جايز دي ؟

تاسې ته سلام وړاندې کوم او هیله مند یم چی دالاندې سوال راته جواب کړئ

کچیری یو مسلمان د خپل ځان او میرمنې د حج توان او اراده ولري او میرمن یې هم غواړي چی د خپل خاوند سره یو ځای د حج فریضه ادا کړي خو ددوی ماشوم یو کلن یا دوه کلن وي او هغه نه په کورکې پریښودلی شي او نه یی د ځان سره عربستان ته بوولی شي ځکه مور نشي کولای چې د ماشوم سره د حج ټول فرایض په کامله او صحیح طریقه اداکړي. نو دې مسلمان ورور ته څه کول په کاردي چې هم دوی حج ادا کړي او هم ددوی غاړه د الله (ج)په وړاندی خلاصه شي.

ډیره زیاته مننه
محمد اسماعیل صمیم وردګ له کابل نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که په ماشوم باندې د خپلې مور سفر کول تأثير نه کوي او طفل ته ضرر نه وي کومه بله ښځه وي چې د هغې خدمت وکړي د مور د شيدو بغير نورې شيدې خوړلای شي نو بيا څه حرج نشته چې بدون له خپل بچي د حج سفر وکړي .

مګر که طفل ته د ضرر ويره وي نو جايز نه دی اګر که فرضي حج هم وي ځکه تي ورکونکي ښځې ته دا رواه ده چې فرض روژه ما ته کړي په هغه صورت کې چې پر خپل طفل وويريږي، نو څنګه به حج نشي ځنډولای چې کله پخپل طفل وويريږي ؟

نو په داسې حالت کې به حج ځنډوي ځکه چې په دې حالت کې په هغې حج بالفور فرض نه دی .

ولدينا طفل عمره أربعة أشهر وهو يرضع من أمه ، فهل تحج أم تبقى عند طفلها ، وهل الأفضل إذا حجت أن تأخذ حبوباً لإيقاف دم الحيض أم لا تأخذ أفيدونا وفقكم الله ؟ فأجاب : ” إذا كان الطفل لا يتأثر ولا يتضرر بسفرها عنه ، بأن يرضع من لبن غير لبن أمه ، وعنده من يحضنه حضانة تامة ، فلا حرج عليها أن تحج خصوصاً إذا كانت فريضة ، أما إذا كان يخشى على الطفل ، فإنه لا يحل لها أن تحج ولو كانت حجة الفريضة ؛ لأن المرضع يباح لها أن تدع صيام الفرض إذا خافت على ولدها ، فكيف لا تدع المبادرة بالحج إذا خافت على الولد ؟ فإذا خافت على الولد فإن الواجب أن تبقى ، وإذا كبر في العام القادم حجت ، ولا حرج عليها إذا بقيت وتركت الحج ؛ لأن الحج في هذه الحالة لا يجب عليها على الفور (موقع الاسلام السوال وجواب )

د بل په کومک حج کول جايز دي ؟

پوښتنه : زه په يوه شرکت کې کار کوم . دا شرکت ځنې کارکونکې د سن او د خدمت د مودې په حساب په خپل خرڅ حج ته ليږي ايا دا حج صحي دی او که نه ؟

ځواب (علماء البلدالحرام ): هو دا حج صحي او جايز دی انسان کولای شي له بل چا څخه تبرع (کومک ) قبول کړي او په هغه پيسو باندې د حج فريضه ادا کړي او په دې ډول مسائلو کې غالباً منت هم نه وي ځکه چې دا يو مشترک نظام دی چې ټول پکې مساوي وي او کار کوي.

مګر که دا تبرع (کومک ) د يو معلوم شخص وي د هغې قبلول مناسب نه دي ځکه په دې کومک کې د منت خطره وي .کيدای شي يوه ورځ ووايي : زه هغه سړی يم چې تا ته مې د حج پيسی درکړې وې چې حج ور باندې وکړ او ………….

په هر حال که څوک د يو معلوم کس په کومک حج ته لاړ شي باک نه لري مګر لکه څنګه مو چې ذکر کړل کچيرې دا پيسې د يو معين شخص وي د هغه قبول مناسب نه دي او که د يوه شرکت او کمپنۍ وي د هغه قبلول مشکل نه لري ځکه چې عمومي جنبه لري .

فتاوي معاصر علماء البلدالحرام (1/276).

د قرض مسئله :

بله دا مسئله چې که په کوم سړې باندې قرض وي که د قرض نيټه پوره وي که اجازه هم ورکړي د قرض ادا کول په حج باندې مقدم دي .

مګر که د قرض نيټه نه وي پوره شوی او پوروړی پر ځان پوره اطمنان ولري چې د نيټې په پوره کيدو سره زه قرض ادا کولای شم نو بيا د حج کول جايز دي

فتاوي البدالحرام (21/91)- س(95، 96) .

ښځه د محرم څخه بغير حج ته تلای شي ؟

سلامونه او نیکی مې ومنئ،زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چی په اوس وخت کی یوه ښځه کولای شی او ورته جایز دی چی په ځانته ډول بی له کوم محرم څخه حج ته لاړه شي ؟ او که چېرې لاړه شي نو آیا ددی ښځې حج قبلیږی او که نه ؟
که معلومات مو په مفصل ډول راکړل ډیر به خوشحاله شم.
دیدار له ننګرهار څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځې ته بغير د محرم څخه حج ته تلل جايز نه دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ښځې د محرم بغير سفر کولو څخه منع فرمايلي ده : لا تسافر امرأة إلاّ مع ذي محرم (ښځې به د محرم کس بغير سفر نه کوي ) .

( کفايت المفتي ج ۴ ص ۳۴۵ ) .

و فی الدر : لان المحرم من السبيل (الدرالمختار ۲/۴۶۴ ) .

و مع زوج او محرم ……….. و لو عجوزا (الدالمختار ۲ / ۴۶۴ ) .

لکن که څوک بغير له محرم څخه حج وکړي داسې کول د مکروه تحريمي سره صحيح وي .

د حج فرض ادا شول لکن  د محرم څخه بغير سفر کول ګناه ده .

و فی الدرالمختار : و لو حجت بلا محرم جاز مع الکراهية ( الدرالمختار ، کتاب الحج ۴۶۵/۲ )

و جاء فی الفتاوی الحرم المکي :

إذا حجت المرأة بدون محرم فهل حجها صحيح وهل الصبي المميز يصلح أن يكون محرماً؟
الجواب : أما حجها فصحيح ، ولكن سفرها بدون محرم ، محرم ومعصية للرسول صلى الله عليه وسلم لقوله صلى الله عليه وسلم : ((لا تسافر امرأة إلاّ مع ذي محرم)) ، والصغير الذي لم يبلغ لا يصلح أن يكون محرماً لأنه هو نفسه ليحتاج إلى ولاية ، وإلى نظر ومن كان كذلك لا يمكن أن يكون ناظراً أو ولياً لغيره والذي يشترط أن يكون المحرم ذكراً بالغاً عاقلاً ، فإذا لم يكن كذلك فإنه ليس بمحرم وها هنا أمر نأسف له كثيراً وهو تهاون بعض النساء في السفر[ فتاوى الحرم المكـــــــي 3/49 ]

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 93 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. د ان لاین اسلامی لارښود کارکوونکو ته سلام وړاندی کوم او هیله مند یم چی دالاندی سوال راته جواب کړی

    کچیری یو مسلمان د خپل څان او میرمنی د حج توان او اراده ولری او میرمن یی هم غواړی چی د خپل خاوند سره یو څای د حج فریضه ادا؛ کړی خو ددوی ماشوم یو کلن یا دوه کلن وی او هغه نه په کورکی پریښودلی شی او نه یی د ځان سره عربستان ته بوولی شی ځکه مور نشی کولای چی د ماشوم سره د حج ټول فرایض په کامله او صحیح طریقه ادا؛ کړی. نو دی مسلمان ورور ته څه کول پکاردی چی هم دوی حج ادا؛ کړی او هم ددوی غاړه د الله (ج) په وړاندی خلاصه شی.

    ډیره زیاته مننه
    محمد اسماعیل صمیم وردګ له کابل نه

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ځواب http://dawat.katib.org/archives/2608