واجبات په لمانځه کې هغه اعمال دي چې که قصداً ترک شي لمونځ نه صحي کيږي خو که سهواً او په هېره سره ترک شي سجده سهوه واجبيږي .

۱- د فاتحه (الحمدلله ) لوستل په دليل د دغه حديث شريف :« لا صلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الكتاب» (البخاري).

ژباړه : د هيچا لمونځ پرته له فاتحې ويلو نه صحي کيږي .

۲- د سورت فاتحه سره د دريو لنډو آيتونو پيوسته کول په دليل د دغه حديث شريف:«أمرنا أن نقرأ بفاتحة الكتاب، وما تيسر» (رواه أبو داود وابن حبان وأحمد) .

ژباړه : مونږ ته امر شوی دی په ويلو د فاتحې او هغه چې درته آسان وي (څو آيتونه لوستل) .

په پورته حديث شريف کې امر په وجوب دلالت کوي .

دری لنډ آیتونه لکه :{ثم نظر، ثم عبس وبسر، ثم أدبر واستكبر}

۳- د فرضو په اولو دوو رکعتو کې او د وترو،سنتو او نفلو په ټولو رکعتونو کې تر فاتحې ورسته څه سورت يا دری ايتونه لوستل واجب دي، په دليل د دغه حديث شريف :

«لا صلاةَ إلَّا بفاتحةِ الكتابِ وآيتَيْنِ معها» (الطبراني ۲/۳۷۱

يعنې : پرته له فاتحې او د هغه سره دوه ايتونو لوستلو لمونځ نه صحي کيږي .

لا تجزئ صلاة إلا بفاتحة الكتاب، وسورة في فريضة أو غيرها» رواه ابن عدي في الكامل -نصب الراية: ۳۶۳/۱).

يعنې : لمونځ جايز او صحي نه دی مګر دا چې په هغه کې فاتحه او سورت په فرضي او نورو لمونځونو کې ولوستل شي .

۴- سورت فاتحه د بل سورة نه مخکې لوستل واجب دي .

۵- ټول ارکان په ترتيب او پرله پسې ادا کول واجب دي :  يعنی که د يوه رکن نه پس د دوهم رکن په ادا کولو کښی په بی فکری يا هيری سره دومره وخت تير شي څومره وخت چه د رکوع يا سجدې کولو کښی تير شي نو سجده سهوه لازميږي .

او همدارنګه په قيام ،قرائت ،رکوع او سجده کې ترتيب ساتل واجب دي که د رکوع نه مخکې سجده وکړي او د سجدې نه مخکی قعده وشي نوسجده سهوه لازميږي مګر که قصداً داسې وکړي لمونځ فاسديږي.

ځکه رسول صلی الله عليه وسلم د لمانځه په ترتيب ادا کولو حکم کړی دی :

«ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا»(متفق عليه ) .

ژباړه: وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي.

۶- په سجده کې د پوزې يو ځای کول له تندې سره همدارنګه په سجده او رکوع کی دومره ځنډ تيرول په څومره وخت کې چه سړی سبحان ربی الغظيم اوسبحان ربی الاعلی ووايي – کوم خلک چه ډير ژر ژر رکوع اوسجده کوي د هغوی لمونځ نه کيږي ، ددې دليل مخکې د لمانځه په ارکانو کې بیان شو.

۷- قومه کول – يعنی د رکوع  نه پس په ښه شان درېدل ، قومه او جلسه د کمال ابن الهمام او متأخرينو احنافو په نزد واجب مګر د امام يوسف په نزد فرض ده .

وَرُوِيَ وُجُوبُهَا،وَهُوَالْمُوَافِقُ لِلأَدِلَّةِ وَعَلَيْهِا لْكَمَالُ ابْنُ الْهُمَامِ وَمَنْ بَعْدَهُ مِنَا لْمُتَأَخِّرِينَ . وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ بِفَرْضِيَّةِ الْكُلِّ (برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۷۹ ) .

په دليل د دغه حديث : رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له اطمنان او سکون يې لمونځ کولو (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ، قومه او جلسه صحي نه ادا کول) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ»

يعنې: لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ (متفق عليه ) .

۸- جلسه کول – يعنی د دوو سجدو په مابين کې په ښه شان کيناستل چه د بدن ټول اندامونه کرار شي او د پوره ناستي ګمان پری وشي .

په دليل د دغه حديث شريف : ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا (متفق عليه ) .

يعنې : بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي .

او د امام يوسف په نزد قومه ادا کول فرض دي کوم چې دليل يې مخکې ذکر شو .

ځنی کسان د چرګ په شان ټونګې وهي چه لمونځ يې نه صحي کيږي ځکه جلسه واجبه ده د واجبو په قصدي ترک سره لمونځ فاسديږي .

۹ – لومړی قعده واجب ده ، په دليل د مواظبت د رسول الله صلی الله عليه وسلم (رواه الجماعة عن عبد الله بن بُحَيْنَة (نيل الأوطار: ۲۷۳/۲).

۱۰- په دواړو رکعتونو کی تشهد لوستل په دليل د دغه حديث شريف :«إذا قعدتم في كل ركعتين، فقولوا: التحيات لله …» (رواه أحمد والنسائي عن ابن مسعود).

ژباړه : کله چې تاسې کينئ په هرو رکعتونو کې بيا ووايئ : التحيات لله …

۱۱- تعديل ارکان : ټول ارکان په اطمنان کراره تسلې او آرامۍ سره ادا کول لکه قومه ،جلسه ،رکوع او سجده داسې چې د بدن مفصلونه او اندامونه ښه مطمئن او ځای پر ځای شي ، په دليل د دغه حديث شريف : ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا (متفق عليه ).

ژباړه: وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي .

مګر د امام يوسف رحمه الله په نزد تعديل ارکان او اطمنان فرض او د لمانځه رکن دی::وَذَهَبَ أَبُو يُوسُفَ إِلَى أَنَّهُ فَرْضٌ ” لِقَوْل النَّبِيّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:«إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ»

(برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۷۸) .

د امام يوسف رحمه الله دليل دا دی چې يو کس لمونځ په اطمنان او سکون نه ادا کولو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وويل : لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ.

۱۲- په کومو کې چه ورو ورو قرآن لوستل کيږی لکه ماسپښين او مازديګر په هغه کې ورو ورو لوستل او په کومو کې چې په زوره زوره قرآن لوستل کيږي لکه سهار،ماښام او ماسختن په هغه کې په زوره قرآن لوستل واجب دي په دليل د فعل د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې په اجماع سره ثابت دی .

۱۳- د السلام په ويلو سره لمونځ ختمول :

په دليل د دغه حديث شريف : «تَحْرِيمُهَا التَّكْبِير،وَتَحْلِيلُهَا التَّسْلِيمُ » (ابوداود ، ترمذي و سلسلة صحيحة )

يعنې : (د لمانځه ) تحريم تکبير دی او تحليل ( د لمانځه نه وتل ) سلام ګرځول دي .

مګر د السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة ويل سنت دي .

۱۴- د وترو په لمانځه کې دعا قنوت لوستل او اخترونو په لمانځه تکبيرات لوستل واجب دي.

قنوت الوتر، وتكبيرات العيدين (وهي ثلاث في كل ركعة)، وتكبيرة القنوت عند أبي حنيفة وعند الصاحبين: هي سنة كالوتر نفسه، وتجب تكبيرة الركوع في الركعة الثانية من صلاة العيد تبعاً لتكبيرات الزوائد فيها، لاتصالها بها، بخلاف تكبيرة الركوع في الركعة الأولى (فقه الاسلامي وادله ) .

۱۵- د جماعت په لمانځه کې د امام متابعت واجب دی .

په دليل د دغه حديث : «إنما جعل الامام لیؤتم به، فإذا کبر فکبروا، وإذا رکع فارکعوا، وإذا قال سمع الله لمن حمده فقولوا: اللهم ربنا لک الحمد» (المسلم ) .

ژباړه : امام ددې لپاره دی چې پيروي او متابعت يې وشي ، پس کله چې امام تکبير ووايي تاسې هم تکبير ووايئ او کله چې رکوع کوي تاسې هم رکوع وکړئ او کله چې سمع الله لمن حمده وايي تاسې اللهم ربنا لک الحمد يا ربنا ولک الحمد ووايئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email