دمور او پلار د مرګ نه وروسته دهغوي خاص حقوق

په اولاد باندې دمور او پلا ر دحقوقو سلسله دهغویء دژوند سره نه ختميږي . بلکه دهغوی د مرګ نه پس دهغې څه نور حقوق پيدا کېږي چه دهغې ادا کول دسعادتمندۍ اود ذمه دارۍ او د الله تعالی دخاص رضا او رحمت وسيله ده .

حديث (1): عن ابی اسيد الساعدی قال بينما نحن عند رسول الله صلی الله عليه وسلم اذا جاءه رجل من بنی سلمة فقال يا رسول الله هل بقی من بر ابویَّ شيیُْ ابِرُهما من بعد موتها ؟ قال نعم الصلوةُ عليهما و الاستغفارُ لهما وَانفاذ عهدهما وصلةُ الرحم التی لا توصل الا بهما واکرام صديقِهما ( رواه ابو داؤد وابن ماجه ) .

ژباړه : دحضرت ابو اسعد الساعدی رضی الله عنه نه روايت دی چې يو وخت مونږ د رسول الله صل الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر وو . دبنی سلمه يو سړی راغی او هغه پوښتنه وکړ چې يا رسول الله !زما د مور او پلار په ما باندې څه داسې حق شته چه دهغوی دمرګ نه پس په ما دهغې ادا کول په کار وي هغه صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چه هو دهغوی دپاره دخير او رحمت دعاکوه دهغوی لپاره د الله نه مغفرت او بښنه غواړه که هغوی دچاسره څه وعده کړی وي . نو هغه پوره کوه دهغوی د خپلوانو او دوستانو سره خپلوې ساته او دهغوی حق ادا کوه او د هغوی د دوستانو احترام او عزت کوه .

حديث (2) :

عن عبدالله بن عُمر قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من احب ان يصل اباهْ فی قبر فليصل اِخوان ابيه بعد ْ .( رواه ابن حبان )

ژباړه : دحضرت عبداالله بن عمر رض الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې چې څوک دا غواړی چې په قبر کې خپل پلار ته آرام ورسوي او خدمت يې وکړي نو د پلار د انتقال نه پس دې دهغه د وروڼو سره ښه سلوک ساتي.

حديث (3) :

عن ابن عمر قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان من ابر البرصلة الرجل اهل ود ابيهِ بعد ان يولی .( رواه مسلم )

ژباړه : دحضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : د پلار دخدمت او ښه سلوک يو اعلی صورت داهم دی چه دهغه د انتقال نه پس دهغه  د دوستانو سره په اکرام او احترام سره تعلق ساتی او دپلار ددوستي او محبت حق ادا کړی شي .

حديث (4):

عن انس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان العبد ليموت والده او احدهما وانه لهما لعاق فلا يزاکُ يد عوا لهما ويستغفر لهما حتی يکتبه الله بارا. ( شعب الايمان للبيهقی ).

ژباړه : دحضرت انس رض الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلام فرمايې : کله داسې هم کېږي چې ديو سړی د مور او پلار  يا په  دواړو کې ديو تن انتقال وشي . او اولاد په ژوند کې دهغوی نه د نافرمانه او دهغوی د رضامندی نه محروم وي ليکن دا اولاد دهغه دانتقال نه پس په رښتنی زړه سره دهغوی لپاره د مغفرت ، خير  او رحمت دوعا کوي او ورته مغفرت او بخشش غواړی او دغه شان دخپل قصور تلافی کول غواړی نو الله تعالی دا نافرمان اولاد فرمانبردار  وګرځوي . بيا به هغه دمور او پلار د نافرماني د وبال نه بچ شي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email