آن لاين اسلامی لارښود ته !

له ډیری مودی  راهیسی رنګارنګ اسلامی پوښتنی اورم او وینمه یی چی په افغانستان کی د خارجیانو په شتون او له هغوی سره په جهاد را څرخیږی خو ولی دا پوښتنه می تر اوسه نه ده لیدلی چی آیا د اسلام له نظره دی اوسنی خارجیانو سره وظیفه اجرا کول څنګه دی؟ البته دا باید واضحه کړم چی په افغانستان کی دوه قسمه خارجیان دی یو یی هغه خارجیان چی د جنګ لپاره راغلی دی او جنګی پوځیان بلل کیږی او دوهم یی هغه خارجیان دی چی له خارجه یی مالی مرستی افغانستان ته راوړی او په پاسپورت او ویزی سره دلته د یوی موسسی مشری په غاړه لری او یا زمونږ د افغانانو په څیر کارمندان دی.

یو ایس ای آی ډی په افغانستان کی یو غټ دونر ده چی ددی له ولکی لاندی ډیری انجوګانی خیره کارونه کوی او په هیڅ قسمه سیاسی کړیو پوری تړلی نه دی. نو آیا د داسی موسسو سره د یو کارمند په څیر کار کول په اسلام کی جواز لری؟

ستاسی ورور

محب الله دانش

کابل، افغانستان

دهرڅه له مخی خپل دمینی ډک سلامونه اونیکی هیلی د اصلاح پرلیکی ټولنی و ټولوګډونکوونکوته وړاندی کوم،ستاسوښه صحت زماهیله اوکامیابی موله لوی او قدرتی خدی(ج)څخه غواړم پسله سلامه زه یوه پوښتنه لرم خدای(ج)دی وکړی چی د قنغت وړجواب راکړی

پوښتنه:زماپوښتنه یو سیاسی اړخ نه،بلکی زمادزړه دیوتشویش رفعه کول دی،هغه دا چی نن ورځ زیات خلک په افغانستان کی دنفقی دپیدا کولو په خاطربیله کوم سیاسی غرضه دخارجیانو سره مزدوری کوی(خټی،رنګمالی،ټیکه داری،برقی توب او نور

اودوی په وارواردملایانولخوامنع سوی دی،هتی دنه منلوپه سورت کی دطالبانولخواوژل سوی دی ایاداوژل صحیح دی؟که صحیح دی اوکنه دی پوره وضاححت راکړی.

مننه     احمد یاسر

السلام علیکم :
زه یوه پوشتنه لرم او هغه داده چه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کی په کومه دولتی او یا غیر دولتی مؤسسه کی کار کول سه حکم لری . روا دی او که ناروا؟

عبد الرحمن

محترمه وروره
السلام علیکم ورحمت الله وبرکات
زه فعلآ په یوه خیریه موسیسه چه دصحت تعلیم اوتربیه او معلولینو په برخه کی کار کوی کارکوم ږ زما هدف خپلو خلکو سره مرسته کول دی لیکن کوم معاش چه ماته راکول کیزی هغه له خارجی مراجعو نه لاس ته راو‌ډی زما پوشتنه داده چه ایا دغه معاش چه زیی اخلم ماته حلال ده او که نه

عبد القدیر احمدزوی

محترمو استادانو سلامونه او نیکی هیلی که ددی پوښتنی جواب زر راته ولیکی مهربانی به مووی
پوښتنه دهغومسلمانانو افغانانو سره کار کول چه دغیر مسلم هیوادونو چخه ورته پیسی ورکول کیږی چه په عامالمنفعه څایونو کی یی مصرف کړی ددغه افغانانو سره په معاش کارکول او دهمدغه معاش په پیسو حج کول روا دی اوکه نه که داسلا می شریعت په رڼا کی یی جواب راته ولیکی ډیره مهربانی به مووی پهدرنښت

قريشي

مفصل ځواب دلته وګورﺉ

http://dawat.katib.org/archives/2500

Print Friendly, PDF & Email